کلتور او هنر

ډیشا پټاني د ژوند له رازونو پرده پورته کړه؛ وايي زما ټوله سرمایه ۵۰۰ هندۍ روپۍ وې

لیکنه: ابوبکر علیزی

د هندوستان مشهوره فلمي ستورې ‌ډیشا پټاني چې تازه تازه یې ډېر زیات مینوال پيدا کړي، وایي، دا چې کله له کوره ممبيي ته راتله نو ورسره یوازې په جیب کې ۵۰۰ روپۍ وې.

نوموړې تېره ورځ په یوه پروګرام کې خپل زاړه یادونه تازه کړي او ویلي یې دي له کوره د وتلو پرمهال فقط د ۵۰۰ روپو مالکه وه.

ډیشا پټاني د فلم (باغي۲) هيروئنه ده چې د ټایګر شروف سره یې یوځای دغه فلم کې مرکزي رول لوبولی دی، دغه فلم فقط په درې ورځو د ۷۳ کروړه روپیو څخه زیاته ګټه کړې ده او لا یې هم بازار ښه ګرم دی.
نو په همدې خاطر(باغي۲) هغه فلم دی چې په روان ۲۰۱۸ کال کې تر ټولو کامیاب فلم شمېرل کیږي.

همدغه فلم د اکشي (پیډمین) د اجي دیوګن (ریډ) او د ډپیکا پډکون او رنویر سنګهـ (پدوماتي) فلمونه په ګټه وټه کې تر شاه پرېښوده.

ډیشا پټاني په یوه مرکه کې فلمي نړۍ ته له راتګ وړاندې د خپل غریب ژوند تراخه یادونه راتازه کړي هغه چې یې د خپل کور د کرایې لپاره به یې ټوله ورځ فکر کاوه او کله چې مميي ته راتله نو یې فقط ۵۰۰ روپۍ لرلې.

نوموړې وایې، د دې مقام د تر لاسه کولو لپاره یې زیاته خواري کړي او دا هیڅ فلمي خاندان پورې تړاوو نه لري.

پټاني زیاتوي؛ فلم کې کار له کولو سره د زړه مینه وه او یوازې یوې موقع ته په انتظار وه چې په خبره یې د هغې لپاره زیاته هوښیاره هم وه.

دې په فلمي ډګر کې هم ترخې خاطرې یادې کړې، وایې؛ په لومړیو کې ورته چا په فلم کې چانس نه ورکاوه او ډېرو فلم جوړونکو له خپلو فلمونو هم ویستلې او څو ځله دا چې شوټنګ پيل شي، څو لحظې وړاندې بغیر له کوم دلیله له صحني ویستل شوې.

ډیشا وایې، دغه کارونو یې زړه مات نه کړی بلکې د دې عزم او هوډ یې لا پسي پیاوړی کړ.

دغه فلمی ستورې همداراز وایې، کله چې فلمي نړۍ ته راتله نو يې خپلې زده کړې پرېښودلي او ممبيي ته راغله او دغه ښار ته په راتګ ورته ټول خلک پردي ښکاریدل او د هیچا سره یې هم اړیکې نه لرلې.
د هغې په وینا، ممبئ ته په راتګ یې جیب کې یوازې ۵۰۰ روپۍ وي او په دغه وخت کې هیچا هم ملتیا نه ده او یوازې وه.

پټاني وړاندې وایې، کله چې بې وظیفې وه نو ټوله ورځ به د کور کرائې د پوره کولو په فکر کې چې له کومه یې کړي او تر اوسه یې د خپل کور والاو څخه د پیسو غوښتنه نه ده کړې.

باغي۲ د ډيشا پټاني دريېم فلم دی، له دې وړاندې یې د هندوستان د مشهور کرکټ مهندرا سنګهـ ډونې په ژوند برابر شوي فلم کې هم کار کړی او د چین او هند په شراکت جوړ شوی فلم (کنګ فویوګا) کې یې هم د خپل استعداد ښودنه کړې.

د یوازې ۵۰۰ روپیو لرونکې ډیشا پټاني نن سبا د هند د مهم فلم اداکارانو شمېرل کیږي.

د پټاني وروستی فلم باغی۲ په لومړیو دریو ورځو کې ۷۳ کروړه او ۱۰ لکه تجارت په کولو سره د کامیابو فلمونو په قطار کې راغی.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی