ساینس او ټیکنالوژي

ډپيکا پاډوکون د پرینکا چوپړا او انوشکا شرما لار غوره کړه

د هند پر سینما ښځينه راج چلوونکي اداکاره او د ډېرو مینوال د زړونو سرداره ستورې ډپيکا پاډوکون هم د پرینکا چوپړا او انوشکا شرما لاره غوره کړه او اوس غواړې د فلم پروډیوسرۍ په برخه کې هم ځان ثابت کړي.

په اوس وخت کې دغه اداکاره زیات مینوال لري او په ډېرو مشهورو فلمونو کې يې هم کار کړی.

ډپیکا پډکون په ډېرو فلمونو کې د هېروئېنې په رول راغلي، خو د ځانګړي کرکټر له امله یې یې زیات مینوال پېدا کړي.
خو اوس یې پرېکړه چې غواړي د فلم د تولید لپاره خپل پروډکشن ولري.

هندۍ رسنۍ خبر ورکوي چې د بالیوډ مخکښه اداکاره ډپیکا پاډوکون په فلمي نړۍ کې د خپل استعداد تر ښودلو او کامیابه فلمي سفر وروسته اوس د فلم جوړولو برخه کې د لومړي ځل لپاره قدم ږدي.

د خبر له مخې، نوموړې به ډېر ژر خپل د فلم جوړولو یو پروډکشن پرانیزي او پاډوکون په دې تړاوو له یو شمېر خلکو سره هم کتلي دي.

د رسنیو د خبر له مخې ډيپکا د فلم د پروډیوسر کېدو خیال اوس د نوموړې په سر کې غځوونې نه دي کړي، بلکی څو کاله وړاندې یې په ۲۰۱۵م کې د یوې مرکې په جریان کې د خپل دغه خوب یادونه کړې وه.

په هغه مرکه کې پاډوکون ویلي ول؛
«غواړم د فلم جوړولو پروډیوسره شم او په خپل ځان کې دا هنر ګورم، څو په راتلوونکې کې ښه فلمونه نندارې ته وړاندې کړم او په دغه برخه کې هم خپل ځان ثابت کړم.»

دې ویلي وه چې نه غواړې د پېسو د ګټلو په موخه د فلم پروډيوسره جوړه شي، بلکی د دغه برخې سره د زړه له تله مینه لري او دا یې یو ارمان دی.

د یادونې ده چې ډپیکا پاډوکون او کمال اکټر عرفان خان د اوس لپاره د یوه فلم په شوټینګ مصروف دی، خو دا چې د عرفان خان ناروغي جدي ده او د ډاکټرانو په خبره نوموړي سرطان ناروغي لري، نو د تداوۍ لپاره له هندوستان بل هېواد ته تللی او د دوی د فلمي صحنو برابرول هم ځنډول شوي دي.

د ډیپيکا او رنویر سینګ د واده په اړه هم خبرې ګرمې روانې دي.

رپورونه وایي چې د دغه دواړو ستورو واده به د روان کال اکټوبر او ډسمبر میاشتو تر منځ وشو چې تیاریانې ورته سر له اوسه روانې دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی