کلتور او هنر

ډيپیکا دا ځل له مافیا سره کار کوي

د هندي سینما نوموتې ستورې او د پاډماوتي فلم ملکه ډيپیکا پاډوکون یو ځل بیا د ملکې رول لوبوي؛ خو دا ځل شاهي ملکه نه ده، بلکې د مافیا ملکه ده.
انډیا اکسپریس لیکلي، چې دا فلم (راني) نومیږي، او پاډوکون پکې د یوې ډلې بدمعاشانو مشره ده، چې “مافیا ملکه” يې بولي. فلم د سپنا دیدي (سپنا خور) په نوم د یوې تاریخي مافیا میرمنې په ژوند راڅرخي.

بل پلو هندوستان ټایمز ته د فلم ډاریکټر ویشال بهاردواج ویلي، چې د فلم د نوم په سر لا هم خبرې رواني دي او ټایټل يې نهايي شوی نه دی.
فلم کې د هندي سینما بل وتلی ستوری عرفان خان هم لوبیږي. عرفان خان او پاډوکون دواړه د هالیووډ د فلمونو تجربه هم لري.
اغلې ډیپیکا د فلم لپاره خپل تمرینات پیل کړي، او امادګي نیسي. د فلم د شوټینګ چارې به د راروانې مارچ میاشتې په لومړیو کې، په ممبیي کې پیل شي.
د فلم د ډاریکټر ویشال بهاردواج سره دا د ډیپیکا پاډوکون لومړی فلم دی، چې جوړ به يې کړي؛ اما عرفان خان بیا د ویشال تر لارښوونې لاندې د “مقبول” او “سات کو ماف” په نوم دوه نور فلمونه هم جوړ کړي.

عرفان خان او ډیپیکا پاډوکون تر دې مخکې د “پیکو” Piku په نوم فلم کې ګډ کار کړی دی.

ډیپیکا او عرفان خان

ډیپیکا پاډوکون د هندي سینما برسیره په هالیووډ کې هم خورا مشهوره ده. د وین ډیزل سره د هغې ګډ فلم نوموړې ته په هالیووډ کې ښه شهرت ورکړ.

د پاډوکون وروستی فلم پاډماوتي (پاډماوت) و، چې له ګڼو کشمکشونو او جنجالونو وروسته د تیرې جنوري میاشتې په ۲۵ مه خپور شو. پاډماوتي د ډیپیکا له کامیابو فلمونو څخه دی، چې ښه بازار يې درلود. فلم کې د پاډوکون سربیره، رنویر سنګ او شاهد کپور هم لوبیدلي دي.

ډیپیکا او رنویر:
له کاري ژوند وراخوا بیا په شخصي ژوند کې د رنویر سنګ او ډیپیکا پاډوکون د مینې او یارانې خبرې ګرمې روانې دي. ځینې سرچینې وايي، چې تمه ده، دا جوړه د روان ۲۰۱۸ کال تر نیمايي پورې سره کوژده او واده وکړي. خو خپله پاډوکون او رنویر سنګ په دې اړه څه نه دي ویلي.
ډیپیکا پاډوکون چې د څه وخت لپاره د رنبیر کپور ملګرې بلل کیده، اوس له رنویر سنګ سره ډیره خوږه ده.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

تورپیکۍ سادات