سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

کهولي د ډهوني او راشد د رسل څخه لوبه وګټل

لیکنه: مدثر دعوت
اعلان

ليکنه: مدثر دعوت

د هندوستان پريمرليګ په ۳۸مه لوبه کي حيدر اباد لوبډلي کلکتې ته، او په ۳۹مه لوبه کي بنګلور لوبډلي چينای ته ماته ورکړه.

په ۳۸مه لوبه کي حيدر اباد د لوبي پچه وګټله او کلکتې ته يې د توپوهني بلنه ورکړه.

د کلکتې توپوهونکو په پوره ۲۰ اوورونو کي د ۸ لوبغاړو په سوځيدو سره ۱۶۰ منډي هدف کښيښودی.

کريس لين ۵۱ ، نارين ۲۵، رينکوسينګ ۳۰ او رسل ۱۵ منډي وکړلې.

د سنرايزرز لوبډلي اوپنرانو لوبه د ګټلو په تکل پيل کړه او خپل وکيټه يې په هيڅ ډول دلاسه نه ورکوله.

ډيويډ وارنر ۶۷ او بريسټيو ۸۰ ناسوځيدلي منډي وکړلې او د کلکتې د ۱۶۰ منډو هدف يې په ۱۵ اوورونو کي په ډيري اسانۍ سره پوره کړ.

د حيدر اباد توپ اچوونکو بونيشور کمار ۲، خليل احمد ۳، سنديپ شرما يوه او راشدخان هم يوه وکيټه ترلاسه کړله.

د کلکتې يوازي يوه توپ اچوونکي پريتوي راج وکيټه واخيسته، نور توپ اچوونکي د د وکيټي په اخيستو بريالي نسوه.

خليل احمد په ۴ اوورونو کي د ۳۳ منډو په ورکولو سره ۳ وکيټي اخيستلو سره د لوبي د غوره لوبغاړي جايزه وګټله.

بنګلور د چينای په وړاندي:

د هندوستان پريمر ليګ په ۳۹مه لوبه کي چينای لوبډلي ټاس وګټی او بنګلور ته يې د توپوهني بلنه ورکړه.

بنګلور د پراتيو په ۵۳، د معین علي ۲۶ او ډيويلرز د ۲۵ منډو په مټ چينای ته د ۷ لوبغاړو په سوځيدو ۱۶۲ منډي هدف ورکړ.

چاهار ۲، جديجا ۲، براوو ۲ او عمران طاهر يوه وکيټه ترلاسه کړه.

د چينای لپاره که څه هم ياد هدف ډير لوی نه وو خو د بنګلور توپ اچوونکو په غوره توپ اچوونه سره سرکښۍ ته پرې نه ښوول سوه.

د ډهوني په ۸۴ ،د رايدو په ۲۹ او د جديجا په ۱۱ منډو تر وروستي توپ پوري لوبه ورسيدله خو د هدف په پوره کولو ونه توانيدل.

د بنګلور لپاره سټاین ۲، اوميش ۲ ،سيني او چاهال يوه يوه وکيټه ترلاسه کړه.

لوبه بنګلور په يوه منډه وګټله.

پراتيو پټیل د لوبي د غوره لوبغاړي جايزه وګټله.

چينای په ۷ لوبو ګټلو سره لومړی، حيدر اباد په ۵ لوبو ګټلو سره څلورم، کلکته په ۴ لوبو کي شپږم او بنګلور د ۳ لوبو په ګټلو سره اتم ځای لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.