خوندیتوب طبیعت

چین په میلونونو ګړندي (کاکروچ) د څه شي له پاره ساتي؟

لیکنه: پلوشه فضلي

ګړندي (Cockroach) چې په مختلفو سیمو کې په بېلابېلو نومونو یادیږي، سوسک، کاکروچ او نور نومونه ورته خلک اخلي. رنګ ته ئې په کتلو سره انسان ته وهم ور لوېږي، خو د چینایانو له پاره د روزي لاسته راوړلو یوه وسیله ده او چینایان ئې د دوی د طبي ځانګړتیاوو له وجي په پراخه اندازه ساتي. د چین ترڅنګ نور آسیايي هیوادونه هم په پراخه اندازه ګړندي ساتي.

د چین په شیچانګ ښار کې د دوی لويي کمپنۍ شته چې هر کال شپږ سوه میلیونه ګړندي ساتي. دوی په یوه غټ تعمیر کې روزل کیږي چې په یاد تعمیر يې د دوو کرکیټ لوبغالیو په اندازه دی. په ځانګړیو الماریو کې دوی ته خوراک او څښاک ورکول کیږي.

دوی په لنده بل او نیمه تاریکو ځایونو کې د لمر د رڼا څخه لیري ساتل کیږي. دوی په لږ وخت کې زیات ګړندي روزي او د غټېدو سره سم يې د خاصو ماشینونو په واسطه میده کوي او د ځانګړو درملو په تهیه کولو کې يې کاروي – چې بیا له دې درملو څخه د استفراق، د نس زخم، تنفسي او نورو تکلیفونو د درملنې لپاره کار اخلي.

د شانډانګ زراعتي پوهنتون یو پروفیسور په خپلو خبرو کې ویلي دي چې یاد درمل په رښتیا هم یو جادویی دي چې د نورو په نسبت خورا ګټور دي. په چین کې د ډېر عمر لرونکي خلک ډیر دي ، نو یاد درمل دوی ته د نورو هیوادونو د هغو په نسبت ارزانه او د دولتي روغتونونو څخه په وړیا ډول د پورته ذکر سویو ناروغیو مریضانو ته ورکول کیږي.

بلخوا، چینايي طبي اکاډمي بیا د یادو درملو په اړه شک لري او وايي، د ګړندیو شربت د ناروغیو درمل نه دي، او پر ټولو ناروغیو باندي اثر نه کوي. دوی وايي چې په ډېر شمېر د حشراتو ساتنه خطرناکه ثابتیږي. نوموړې اکاډیمي وايي چې په میلیونونو ګړندي په یوه بند ځای کې ساتل ممکنه ده چې د انساني تېروتني یا زلزلې په وجه د باندي راووزي او یوه لویه فاجعه رامنځته کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

پلوشه فضلي