لوبې

چټک توپ اچونکی حمید حسن د کرکټ ملي لوبډلې سره یو ځای کیږي

افغان کریکټ بورډ وايي، چټک توپ اچونکی حمید حسن خپل منظم تمرینات پیل کړي دي او ډېر ژر به له ملي لوبډلې سره یوځای شي.

حمید حسن په ۲۰۱۱ کال کې د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې خلاف د کریکټ نړیوالې شورا غوره لوبډلې په ګټه د لوبې پرمهال په فیلډینګ کې سخت ټپي شوای و.

په دغه ۴ ورځنۍ لوبه کې له ټپي کېدو وروسته حمید حسن د افغانستان له پاره په هیڅ (فرسټ کلاس) څلور ورځنۍ لوبه کې ونه لوبېده.

حمید حسن د ژوبلیدو وروسته بیا څو څو ځله د لنډ وخت له پاره د ملي لوبډلې سره په ځينو لوبو کې لوبیدلای و، خو دا ډېره موده يې درک نه وو.

تازه د افغانستان کریکټ بورډ په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د حمید حسن روغتیا اوس د ډاډ وړ ده او ډېر ژر به د ملي لوبډلې سره یو ځای شي.

حمید حسن تر ژوبلیدو وروسته په دوامداره توګه د افغانستان له پاره نه دی لوبیدلای.

د کریکټ ملي لوبډلې دغه چټک تېز توپ اچونکی په هیواد کې ډېر زیات مینه وال لري او ملاتړي لري چې په نشتون يې يې خواشیني وو. خو اوس کریکټ بورډ د حمید حسن مینه والو ته زیری ورکړی چې د کریکټ دا ستوری به ډېر ژر وځلیږي.

حمید حسن د افغانستان په کریکټ کې هغه نوم دی چې په سیمه ییزه او نړۍ واله کچه شهرت لري.

کریکټ بورډ تازه په خپله فیسبوک پاڼه د حمید حسن انځورونه خپاره کړي دي چې پر تمریناتو بوخت دی.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */