ټولنیز ژوند روغه سټه

چلند هرڅه دی، خو څنګه کولی شو چې مثبت یې وساتو؟

لیکنه: جان سي مکسویل
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل

مشهوره وینا ده چې وايي: “که ته ۱۵ کلن یې او یا هم ۵۰ کلن، خو د ژوند په اړه ستا لید تل د رغوونې لاندې دی.”

شته داسې خلک چې ظاهراً ډیر مغرور ښکاري، خو په اصل کې زړونه یې د سترګو د رنګ په څیر پاک صفا وي. که له خلکو سره دې چلند مثبت و، نو هم به ته خوشاله یې او هم به نور خلک او که چیرې چلند دې منفي وي، نو لا هم دومره نه دی ناوخته، چې ته و نه شې کولی بدل یې کړې. لاندې هغو پنځو ټکو ته اشاره شوې چې په مثبت چلند بښلو کې مرسته کوي:

۱. خپل اوسنی چلند و ارزوه
د مثبت چلند په خپلولو کې تر ټولو ستونزمن ګام همدا دی. باید له خپل ځان څخه واټن واخلې او دې ته کلک نظر وکړې، چې د حالاتو پر وړاندې څه ډول غبرګون ښيې.
• خپل ستونزې رامنځته کوونکي احساسات مشخص کړه او په دې هم ځان پوه کړه، چې کوم چلند تا ته منفي احساس دربښي.
• خپل ستونزې پنځوونکي رفتارونه مشخص کړه او په دې هم ځان پوه کړه، چې کومې کړنې ستا او د نورو تر منځ ستونزې رامنځته کوي.
• خپل ستونزې پنځوونکي فکرونه مشخص کړه او په دې هم ځان پوه کړه، چې کوم فکرونه ستا ذهن مخشوشوي او تر اغیز لاندې یې راولي.

۲. د خبرو کولو هدف وټاکه
د بیلګې په ډول، که چیرې ستا تر ټولو ستر عیب بې حوصله ګي وي، نو ژوره ساه واخله، د نورو خبرو ته په دقت سره غوږ شه او په وجود کې دې د خواخوږۍ حس ته وده ورکړه. ځکه، د خواخوږۍ حس، هغه وړتیا ده چې ته حالاتو ته د نورو خلکو په سترګو (فکري زاویې څخه) ګورې. که کارونه دې سم نه و روان او شکایت کولو ته نیږدې شوې، نو پر ځای یې یوه ساده مسکا وکړه، مثبتې خبرې وکړه او که چیرې هیڅ یوه یې هم کار ورنکړ، نو بیا په بشپړه توګه چوپ پاتې شه.

۳. نوې کلیمې (اصطلاح ګانې) ومومه
که د نورو خلکو د هڅونې هڅه دې کړې وای، نو خامخا به دې تشویق کړي و؛ خامخا به دې ورته ملاتړ کوونکې، هڅوونکې او الهام بښونکې کلیمې (اصطلاح ګانې) به دې ورته موندلې وې، همداسې نه ده؟
ایا له خپل ځان سره هم همداسې کوې؟
ډیری خلک چې ما لیدلي، ان داسې خلک دي چې له بې ساري ځواک څخه هم برخمن دي، خو بیا هم خپل ځان د ځینو داخلي غږونو له کبله ماتوي، لکه “زه یې نه شم کولی.”، “زه شکمن یم.”، “فکر نه کوم.”، “وخت نه لرم.”، “ویریږم.” او “باوري نه یم.”
په خپل ځان شک کول زموږ چلند زیانمنوي، بریا مو محدودوي او په ژوند مو پرده راولي. رغون یې اسانه دی. ژبه دې بدله کړه. “زه یې کولی شم.”، “د ښې پایلې تمه لرم.”، “زه پوهیږم.”، “زه به وخت ورته ځانګړی کړم.”، “زه راحته یم.” او “زه په ځان پوره باور لرم.”

۴. خپلې فکري بیلګې ورغوه
زموږ احساسات زموږ له فکرونو سرچینه اخلي. موږ کولی شو چې د فکري بیلګو په بدلون سره یې بدل کړو. حالات نه، بلکې زموږ فکرونه زموږ خوشالي ټاکي. که چیرته موږ خپل فکر کې خوښي او سمه لار رانه ولو، خپله نه راځي.

۵. په ځان کې ښه عادتونه پیدا کړه
چلند د فکر عادتول دي. عادتونه غریزې نه، بلکې هغه کړنې دي چې باید ترسره شي. په ناڅاپي ډول نه پیښیږي، بلکې د پیښیدو لامل لري. ډیری خلک خپلو عادتونو ته دا اجازه ورکوي، چې دوی کنټرول کړي. که چیرې هماغه عادتونه وکولی شي د هغوی د ژوند کیفیت لوړ کړي، نو هیڅ خبره نه ده، خو که چیرې ویې نه شي کړای، نو بیا ژوند یې تیاره کیږي. لاندې څو هغو ټکو ته اشاره شوې، چې په تطبیقولو سره یې ته کولی شې خپل عادتونه بدل کړې:
• خپل بد عادتونه لیست کړه
• د همدغو بدو عادتونو اصلي ريښې په ګوته کړه
• پر ځای یې مثبت چلند ځای پر ځای کړه
• د همدغه مثبت چلند په وده کې اقدام وکړه
• هره ورځ په همدغه مثبت چلند کار کوه
• د همدغه ښه او مثبت چلند د هرې ګټې په نوټ کولو سره ځان ته مکافات ورکړه

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احمد فرهاد توتاخیل