خواړه روغه سټه

څېړنه: د ځیګر ناروغیو نوې وړیا، کورنۍ درملنه

لیکنه: ياران

ژباړه: محمد صادق کریمزی

ځیګر (hepar)دبدن دمهمو غړو له ډلې هغه نازک غړی دی چې د وینې د تصفیه کولو او له بدن څخه د زهري موادو خارجول، د غذايې موادو په انرژي بدلول او ګڼې نورې مهمې دندې پر مخ وړي.

دا چې زیات انسانان او په خاصه توګه زمونږ هېوادوال د ځیګر له ناروغیو ډیر شکایت کوي، خو له دې نه دي خبر چې کوم لاملونه دي چې انسان په ځیګر ناروغیو اخته کوي.
په همدې د پوهیدنې لپاره د امریکا (دفنکشنل میډیکل) انسټيټیوټ څېړونکو په خپله نوې څېړنه کې موندلې چې د زیاتو اوبو څښل مو د ځیګر له ناروغیو ژغوري.

دوی زیاتوي؛ په بدن کې د اوبو کمښت په بدن کې د زهري موادو له خارجولو سره مستقمه اړیکه لري او که په کافي اندازه اوبه ونه څښل شي، نو دغه عملیه اغیزمنوي او په ځیګر ناروغیو د اخته کیدو لامل ګرځي.

د دوی په باور نه یوازې د اوبو کمښت بلکې د زیاتې بورې استعمال مو هم د ځیګر په ناروغۍ اخته کوي.

د څيړونکو په خبره؛ د ینې یا ځیګر تقریباً ۹۰ سلنه ناروغیو تر ټولو ستر لاملونه د اوبو کمښت او له اندازې زیاته بوره کارول دي.

څېړنه کاږي؛ که غواړئ چې د ځیګر په ناروغۍ اخته نه شئ، نو هره ورځ زیاتې اوبه وڅښئ او په زیاته اندازه د بوره لرونکو خوړو او له ډيرو سړو مشروباتو ځانونه وژغورئ.

د یادولو وړه ده چې اوبه په دې سربیره په لس ګونو نورې روغتیایې ګټې لري، خو یو شمېر روغتیا پالان بیا وایي، سهار په نهره د څلور ګیلاسه له جوش کولو وروسته د ټړمو اوبو څښل او تر ۴۵ دقیقو پورې هیڅ شی نه خوړل مو له زیاتو وژونکو ناروغیو ژغوري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران