روغه سټه ساینس او ټیکنالوژي

څیړونکي: د غاښونو د کریم په جوړښت کې د ملاریا ضد ماده ده

ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل

ساینس پوهانو د غاښونو د کریم په ترکیب کې د ټرایکلوسن په نوم ماده کشف کړې او ویلي یې دي، چې دغه ماده د دې وړتیا لري چې د انسان په وجود کې ځیګر او وینې ته د ملاریا له خپریدلو مخنیوی وکړي.
څیړونکو دا موندلې چې د غاښونو په کریم کې دغه شته ماده د ملاریا ناروغۍ پر وړاندې د درملو په څیر عمل کوي.

څیړونکي وايي، د دوی موندنه د هغې څیړنې پایله ده، چې یو “روباټيک ساینس پوه” پکې کارول شوی وو. دوی وايي، دغه “روباټیک ساینس پوه” په مصنوعي ځیرکتیا پروګرام شوی وو، چې له مخې یې د انسانانو د چلند او پریکړو د کاپي کولو وړتیا لرله.
د بریتانیا د کمبریج پوهنتون ساینس پوهانو د دغه روباټ او خپلو موندنو په اړه د علمي ریپوټونو (Scientific Reports) ورځپاڼې ته خپل راپور ورکړی وو.
ملاریا هغه خطرناکه او وژونکې ناروغي ده، چې هر کال په ټوله نړۍ کې شاوخوا (۵۰۰) ملیونه خلک وژني، چې اکثریت یې د افریقا د لویې وچې غریب میشته ماشومان وي.

د کمبریج پوهنتون د بیوشیمي څانګې کارکوونکی او د دغې څیړنې په لار اچوونکی سټیو اولایور وايي: “دغې خطرناکې ناروغۍ درملنه په بیلابیلو درملو سره کیږي، خو د دغو درملو په وړاندې د ملاریا د پرازیتونو مقاومت ډیریدونکی دی. د ریوټرز خبري اژانس په حواله، کیدای شوای چې په راتلونکي کې د ملاریا ځینې خاصیتونه لا علاجه وای. له همدې کبله د نویو درملو کشف کولو ته زیاته اړتیا لیدل کیده.”
د ملاریا د ناروغۍ ویروسونه له یوه انسان څخه بل انسان ته د ملاریا ښځینه میاشو د چیچلو له لارې ځي. نړیوال روغتیايي سازمان وايي، چې د ملاریا ماشی اصلاً دغه ویروس د ملاریا په ناروغۍ له اخته کس څخه د وینې په زبیښلو اخلي.

د ملاریا پرازیټونه د انسان په بدن کې ځیګر ته لار مومي، چیرې چې اورګانیزمونه وده کوي او له سره تولیدیږي. وروسته له هغې بیا د وینې سرو کرویاتو ته ځي او په ټول بدن کې خپریږي، چې له امله یې انسان سره تبه نیسي او ژوند یې له ګواښ سره مخ کیږي.
په همدې اساس، ساینس پوهان دې پایلې ته رسیدلي چې د ټریکلوسن ماده وینې ته د ملاریا د پرازیتونو له ننوتلو مخنیوی کوي. همداراز، د غاښونو د کریم په تولیداتو کې دغه ماده په غاښونو کې د پلاک باکتریا له نفوذ څخه مخینوی کوي او نه پریږدي چې غاښونه د دغې باکتریا تر نفوذ لاندې راشي.
په دغې وروستۍ څیړنه کې د کمبریج پوهنتون څیړونکو دا هم موندلې، چې د ټریکلوسن ماده د ملاریا د پرازیټ د یو بل انزایم، چې (DHFR) نومیږي، د نفوذ کولو مخه یې نیسي.

پیريمیتامین هغه د ملاریا ضد درمل دي، چې موخه یې په بدن کې د (DHFR) پرازیت ختمول دي. اوسمهال د ملاریا پرازیتونه د درملو پر وړاندې خپل مقاومت زیاتوي، په ځانګړي توګه په افریقا لویه وچه کې.
د کمبریج پوهنتون د څیړونکو کار دا په اثبات رسولې، چې د ټریکلوسن ماده د دې وړتیا لري چې ان د پیریمیتامین درملو پر وړاندې په مقاومت کوونکو پرازیتونو کې دغه انزایم تر هدف لاندې ونیسي او له منځه یې یوسي.
د دغې څیړنې مشره ایلیزابیت بیلسلند وايي: “زموږ د روباټیک همکار هغه موندنه چې د ټریکلوسن ماده د ملاریا د ناروغۍ پر وړاندې مؤثره ده، موږ راتلونکي ته هیله من کوي چې ښايي موږ د دې وړتیا پیدا کړو چې د ملاریا ضد نوي درمل جوړ کړو.”

نوموړې زیاته کړه، چې دغه ماده خوندي ده او کولی شي د ملاریا د پرازیتونو د لا مقاومت کولو مخنیوی وکړي.
هغه مصنوعي ځیرک روباټیک ساینس پوه چې په دغې څیړنه کې کارول شوی وو، ایو (Eve) نومیده او داسې جوړ شوی وو چې د درمل موندنې پروسه ګړندۍ کړي. دغه روباټیک ساینس پوه دغه عملیه د نظریو په وړاندې کولو، د تجربو په ترسره کولو، د پایلو په لیدلو، د نظریې په بدلولو او بیا وروسته د پروسې په تکرارولو سره ترسره کړه.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احمد فرهاد توتاخیل