ژوند بڼه کلتور او هنر

څیړنې؛ ځینې ښځې د نورو د غولولو لپاره ډیر سینګار کوي

لیکنه: ياران

ژباړه او زیاتونه: نرګس صافۍ

څیړنې وايي؛ هغه مېرمنې چې په کاري دفترونو کې ډېر سینګار کوي، خپلو همکارانو له خوا ورته د فریبکاره په نظر کتل کیږي.

د څیړنو پر اساس د میرمنو ډیره ظاهري ښکلا ددې لامل کیږي چې نارینه ورته ډیر لیواله شي او بلاخره په یوه ټولنیزه او عجیبه ستونزه هم واوړي.

همدراز ویل شوي د مېرمنو ډېر سینګار له هغوی سره په کاري دفترونو، کارونو او لارښوونه یا ښه کار ترسره کوونه کې ډیره مرسته نه شي کولی.

هغه څېړنې چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د هاروارد پوهنتون کې تر سره شوې وې، ښودلې؛ هغه مېرمنې چې سینګار نه کوي له ښکلا څخه برخمنې نه دي او هغه مېرمنې چې مناسب، نه بې حده سینګار، کوي د پرمختګ او ترقۍ په حال کې دي. ځکه دوی په ځان یو ډول باور لري او دا د ځان د بد ښکاریدو نیمګړی سوچ و فکر ورسره نه وي.

په تحقیقاتو کې ثابته شوې چې ډیرې میرمنې د نورو د غولولو لپاره غلیظ یا تېز سینګار کوي، چې تر ډیره د ډیر سینګار کوونکې میرمنې د اعتبار وړ نه دي ګڼل شوي.

په پرمختللو ټولنو کې وایي اوس تېز سینګار کوونکو میرمنو ته د شک په سترګه کتل کیږي او په اړه یې داسې فکر کوي چې دا ډول میرمنې غواړي په لوی لاس د خلکو پام ور واوړي، خو که هلته داسې وهم شي، یو څه خلک ورسره عادت دي او ډیر پام نه ور اړوي.

نو تر ډیره اوس هلته ځینې میرمنې له ډیر سینګار ځان ساتي، ځکه فکر کوي چې نارینه دا کار غولوونکی بولی.

په هر حال تېز او له حده ډېر سینګار په کاري محل او مسلکیتوب بده اغېزه لري.

تر ‌ډیره د تېز سینګار منفي اغیزې او تاثیرات په عربي هیوادونو او نورو مذهبي ټولنو کې ښودل شوي دي.

همداراز هغه هیوادونه چې د ترقۍ په حال کې دي او یا وروسته پاتې دي، لکه افغانستان هلته هم منفي غبرګونونه لري، ځکه خلک ورسره اشنا نه وي او پر ضد غبرګون ښيي.

په افغانستان کې غوندې ټولنه کې چې هم وروسته پاتې او هم مذهبي او سنتي ټولنه ده، تېز سینګار زیان لرلی شي، ځکه دلته هغو میرمنو ته ډیر پام اوړي چې په اصطلاح ډیرې شو کیږي، یو علت یې دا هم دی چې په افغانستان کې داسې نشته او که وي هم کمې دي. یعنې له دې امله چې په عامه کچه خلک ورسره نه دي بلد، نو توجه یې ورته ډیره وي.

ددې تر څنګ دلته په دفترونو کې اول د ښځو د کار پر وړاندې ننګونې شته دی، ځکه لومړی خو دفتر ته ښځه نه پریښودل کیږي، که بیا کار هم وکړي چې اوس یو څه په دې برخه کې پرمختګ شوی، نو بیا په ځانګړو قیوداتو سره کار ته پریښودل کیږي، مثلاً حجاب به اچوي چې له سترګو پرته یې نور ځایونه ښکاره نه شي، بیل اطاق او دفتر به ورته برابروي، جدا خوراک څښاک او نور هر څه باید ولري…

زه به درته په پای کې ووایم چې له هر غولوونکي عمل باید ځان وساتو، کار باید وکړو او خپل مسوولیت وپيژنو، هم نارینه او هم ښځې، بس بیا به نه د ډیر سینګار له امله ښځې ته ستونزه جوړه شي او نه نارینه په جنجال کې ښکیل شي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران