ټولنیز ژوند

څیړنه: شکر لرونکې ښځې، په سرطاني ناروغیو هم اخته کیدای شي

لیکنه: مریم محمدي

ژباړه: مریم محمدي

یوه نوې څیړنه ښيي په شکر ناروغۍ اخته ښځې د سړیو په پرتله په ځینو سرطاني ناروغیو د اخته کیدو ډیر چانس لري.

د جورج نړیوال روغتیايي انستیتیوت څیړونکو، د نړۍ د ۲۰ میلیونه کسانو روغتیايي مالوماتو ته کتنه کړې او دې پایلې ته رسیدلي چې په شکر ناروغۍ اخته ښځې د سړیو په پرتله ۶ سلنه زیات چانس لري ترڅو ځینې سرطاني‌ ناروغۍ یې په بدن کې وده وکړي.

ډیر امکان شته چې د خولې، معدې او پښتورګو یا بډوډو په سرطان اخته شي، خو د جیګر په سرطان اخته کیدو چانس بیا په سړیو کې ډېر لیدل کیږي.

دغه معلومات د جورج نړیوال روغتیايي انستیتیوت له هغه ۴۷ څیړونو موندلي چې په امریکا، استرالیا، چین او چاپان کې ترسره کړي.

په څیړونو کې همداراز موندل شوي؛ هغه ښځې چې د شکر ناروغۍ نه لري، د هغو ښځو په پرتله چې د شکر ناروغۍ لري ۲۷ سلنه کم چانس لري ترڅو په په سرطان اخته شي.

تر دې وړاندې هم د شکر او نورو ناروغیو تر منځ د اړیکو په اړه څیړنې ترسره شوې وې، خو دا لمړی ځل دی چې په دې اړه څیړه ترسره کیږي، ترڅو د ښځو او سړیو تر مینځ په سرطان د اخته کیدو فیصدي پيدا کړل شي.

څیړنې وايي، نن ورځ په نړۍ کې ۴۱۵ میلون کسان د شکر په ناروغۍ اخته دي، او هر کال شاوخوا ۵ میلون کسان د شکر ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم محمدي