ژوند بڼه ګټه وټه مخکښان

یوازې ۱۳ وېناوې، خو زرګونه پیغامونه یې

لیکنه: غازي عابد

ژباړه: غازي عابد
دلته مو د ځینو بهرنیو پوهانو خبرې او ویناوې راخیستي:

۱- کنفشوز :
ژوند ډیر اسان دی، خو موږ په ډیر ټینګار سره سخت کړی دی.

۲- جان ډیوي:
ناکامي هوښیارونکې ده. څومره چې یو شخص له ناکامیو زده کړه کوي، په هماغه اندازه کامیابي ترلاسه کولی او ترې زده کړه کولی شي.

۳- جوهان اولف ګانګ:
پلټنه او تیروتنه موږ ته زده کړه راکوي.

۴- ریچارډ برانسن:
نه شې کولی چې یوازې په مشخصو لارو تګ سره زده کړه وکړې، بلکې په لا ډیر کار کولو او ناکامېدلو سره به تر ټولو ښه زده کړه وکړې.

۵- کنفوشیوز:
که غواړې راتلونکی ښه تعریف او معلوم کړې، نو تیر ولوله.

۶- البریټ انشټین:
هوښیاري یوازې د تحصیل او زده کړې په پایله کې نه ترلاسه کیږي، بلکې دا د ټولو عمر خواریو کې لاسته راوړلی شې.

۷- کولیټ:
څه یو عجیب ژوند مې درلود! بس اوس یوازې همدا (کاااش!!!) کوم چې هغه وخت پرې پوهیدلی وی.

۸- سینیکا:
هیڅ سړی په تصادف سره نه دی هوښیار شوی.

۹- هینري فورډ:
هر هغه څوک چې زده کړې ته د پای ټکی ږدي، هغه زوړ دی، که دا شل کلن وي او که اتیا کلن!
او هر هغه څوک چې زده کړو ته دوام ورکوي، هغه ځوان دی، ځکه په نړۍ کې تر ټولو لوی کار دا دی چې خپل مغز او دماغ دې ځوان وساتې.

۱۰- جان روسکن:
په ژوند کې د لږې زده کړې ترلاسه کولو لپاره به د ژوند ډیره برخه ورکوې.

۱۱- بینجامین فرانکلن:
هغه چې مو زیانمنوي، خبروي او پوهوي مو هم.

۱۲- ریلف والډو ایمرسن:
هغه څه چې په ښوونځي او پوهنتون کې زده کیږي علم نه دی، بلکې دا د علم یوه معمولي او عادي مانا ده او بس.

۱۳- سقراط:
زه نه شم کولی چا ته څه شی زده کړم، بلکې کولی شم چې فکر یې جوړ کړم.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد