ټولنیز ژوند

څو شیان چې یوازې ښه ملګري یې، یو بل ته اجرا کوي

لیکنه: غازي عابد

لیکنه: ګیري او جوای لندبیرګ
ژباړه: غازي عابد

د ښه ملګري درلودل، د خدای له لورې یو نعمت او خوږه میوه ده. ځیني وخت، خپل خاوند/میړه، تره زوی، ورورنه یا نور خلک درته ښه ملګري کیدای شي.
په هر حال ښه ملګري یو بل ته سره داسې کارونه کوي:

۱- ملګری تل د بل ملګري په خدمت کې اوسي.
یو ملګری باید تل د بل ملګري خبره واوري او ورسره وغږیږي. هیڅ وخت باید د ملګرو ترمنځ دا مطرح نه وي چې څه وخت دی او څه نه دی. که چیرته په یوه ستونزې کې راګیر وي، باید بل ملګری یې هر وخت کې لاسنیوی وکړي. که ملګری نور څه نه شي کولی یا په اصطلاح مالي توان ونه لري، حد اقل تشویق خو یې کړي او ملاتړ لپاره یې ورسره اوسي. که چیرته سخت پرې راځي او ملګری ترې ځان باسي، دا ملګرتیا نه شو بللی.

۲- ملګری، بل ملګری، څرنګه چې دی، قبلوي یې.
که چیرته یو ملګری هغه ډول سره چې دی، قبول یې نه کړي، یا ته څرنګه چې یې یعنې غریب، بې وسه… او بل ملګری یې قبول نه کړي یا یې ونه زغمي، هغه ښه ملګری کیدای نه شي. ځکه ملګرتیا په مال، شتمنۍ او ښایست نه ده، بلکې په ژوند او له زړه یو بل سره د همکارۍ ده.

۳- ملګري یو د بل ښه او بد ټکي په ګوته کوي.
غوره ملګري باید د یو او بل، غوره او نا غوره ټکي ولیکي. مثلاً که یو ملګری کومې بدګڼې ولري باید ورته وښودل شي او کومې وړتیاوې او ښیګڼې چې هم لري، باید هغه ورته په ګوته شي، څو خپلې نیمګړتیاوې درک او ښګیڼو په یادولو سره لا نور هم وهڅیږي او له تاسره د ښه ملګرۍ احساس وکړي. غوره ملګري د یو بل نیمګړتیاو په ګوته کولو تر ټولو ډیر خوشحالیږي، ځکه دا یې اوس او راتلونکې ته په زیان تمامیږي.

۴- ملګری په بل ملګري ملنډې نه وهي.
ځیني ملګري ددې لپاره چې ځان خوشحاله کړې یا نورو خلکو ته ځان ښکاره کړي، په خپل ملګري باندې ملنډې وهي یا یې لوبوي، دا ډیر بد کار دی. ځکه نو دداسې یوه ملګري انتخاب ضرور دی چې ښه شخصیت ولري او سبا چیرته د خلکو په مخ کې په تا پورې ریشخند او ټوکې ونه کړي.
پام مو وي؛ یو ډول شوخي وي چې یو ملګری یې له نورو ملګرو سره کوي، هغه هم خپل چوکاټ لري، اما دا چې نورو ته د ځان ښه ښودلو په موخه بل ملګری سپکوې یا پرې ملنډې وهي، دا یو ناوړه کار دی او ښه ملګرتیا ورته نه شو ویلی.

۵- ملګري یو بل د اهدافو ترلاسه کولو ته هڅوي.
ښه ملګري تل نور ملګري دې ته تشویقوي چې په ژوند کې ټاکل شویو اهدافو او موخو ته د رسیدو لپاره باید مبارزه وکړي. هیڅکله د بل ملګري زړه نه ماتوي، بلکې ورته وايي چې کولی شې خپلې موخې ترلاسه کړې، ولاړ اوسه او مخته ځه.

۶- ملګري یو بل ته دعا کوي.
د غوره ملګرتیا یوه بیلګه دا هم ده چې دوی یو بل ته دعا کوي چې بریالي او امن کې اوسي. که ژوره او رښتیني ملګرتیا نه وي، هیڅکله به یې د دعا پر مهال بل ملګری په یاد نه شي، خو که چیرته ښه ملګرتیا ولري، بیا یې په هره دعا او ښه خبره کې بل ملګری یاد وي.
که تاسې هم د ښو ملګرو دعوه کوئ، باید نور ملګري په خپلو دعاوو کې سره هیر نه کړئ.

۷- ملګري باید د یو بل رازونه وساتي.
ملګري باید دومره سره په خپل منځ کې باور وساتي چې هیڅکله هم سره رازونه ښکاره نه کړي.
غوره ملګري خامخا یو له بله سره مهم رازونه لري، ان د کورنۍ تر کچې رازونه لري، ځکه ملګري چې کله له مصیبت سره مخ کیږي، که نور چاته یې ونه وايي، خپل ملګري ته خامخا حال وايي او تمه لري چې ممکن د خلاصون لار ور وښيي. که چیرته دا ډول رازونه او باورونه ملګري سره ساتي، دا غوره ملګرتیا ده، خو که داسې نه وي، نو هغه بیا یوه ناکامه ملګرتیا ده او باید دوام ورنه کړل شي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد