ژوند او ژواک

څو شیان چې د غوره شخصیت په تر لاسه کولو کې مرسته کوي

 

ژباړه: غازي عابد

هر انسان غواړي چې په ټولنه کې داسې یو شخص اوسي چې خلکو ته منلي، غوره او ښکلی وي. خو زیات خلک یوازې په خوله دا خبرې کوي، نور یې په عمل کې مراحل نه طۍ کوي.

که چېرته هر انسان وغواړي یو غوره شخص ترې جوړېدای شي. دلته ځیني لنډې خبرې درسره شریکوو چې غوره اشخاص درځینې جوړولی شي.

۱- کیدای شي تاسې تیروتنې وکړئ، امکان لري ځکه انسان نیمګړی دی تیروتنې ترې کیږي، خو هیڅکله شوې تیروتنې بیا مه تکراروئ، بلکې له تیرو غلطیو زده کړه وکړئ او د غوره شخصیت جوړیدو لپاره ترې کار واخلئ.

۲- په یاد لره؛ خوښي یو ذهني حالت او ذهن لپاره ضرور ده. ځکه د خپل ځان د کنټرول، خوشحالۍ، پرمختګ، ښه اوسیدو او په ټوله کې غوره شخص جوړیدو لپاره تر ټولو غوره کړه وړه مثبتې هیلې لرل او د مثبت فکر و سوچ درلودل دي.

۳- کله چې خلک هڅه کوي تاسې ناکام یا وروسته پاتې کړي، کیسه کې یې مه اوسئ یا یې په اړه مه خفه کیږئ، همداراز دا منفي هڅه یې بې اهمیته وبولئ، یعنې له مخې سره پرې غوسه یا بل سخت عکس العمل مه ښيئ.

که چېرته په داسې وخت ته له شدته او شخړې کار وانخلې، نو هغوی به پوه شي چې ته یو ستر انسان یې او تاته زیان نه شي رسولی، همداراز دا خو بیا معمول خبره ده هغه اشخاص چې حوصله ناک وي، پر خلکو ګران وي، دا ګرانښت د غوره شخصیت مانا ورکوي.

د ویکي هوو ویبپاڼې لیکنه

 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */