ژوند او ژواک

څو ساده ټکي چې د یو چا د شخصیت اندازه ترې لګولی شئ

 

لیکنه: پریشیوس اویرانټي
ژباړه: غازي عابد

د پریشیوس اویرانټي په نوم یوه مشوره ورکوونکې مور وايي؛ که غواړئ چې د ځینو اشخاصو په اړه پوه شئ نو دلته ځینې کوچنۍ او ساده لارې شته چې ویې څارئ او بلاخره وپوهیږئ چې څه ډول شخص دی؟

۱- د هغه ټولنیزې میډیاوې وڅارئ چې څه په کې خپروي، خصوصاً فیسبوک.

۲- پیسې څه ډول او په کومو لارو مصرفوي.

۳- ویښتان یې وګورئ، څرنګه دي، پام پرې کوي کنه. پاک او منظم اصلاح شوي ویښته د یو چا د ښه شخصیت څرګندونه کوي.

۴- ویې څارئ چې د نورو په اړه کوم ډول خبرې کوي.

۵- وګورئ چې کوم ډول خلک هڅوي او ډالۍ ورکوي.

۶- کله چې نور خلک په ستونزو کې ګیر وي، په اړه یې دا څه غبرګون ښکاروي.

۷- کله چې موټر چلوي، څه ډول یې چلوي، څه ډول اکټونه کوي.

۸- وګورئ چې هغوی محیط ته پام کوي او کنه په بې غورۍ سره یې چټلوي.

۹- له کوچینو ماشومانو او لویانو سره څه ډول چلند کوي.

۱۰- نوکان یې وګورئ خیرن دي او که پاک.

له دې ټکو یې اندازه ولګوئ چې دا خلک څومره ښه اشخاص دي، هغه عمومي ټکي چې په عمومي ډول د یوه ښه انسان لپاره مهم دي مراعتوي او کنه.

 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */