ټولنیز ژوند کورنی ژوند

څوک چې ماشومتوب کې وهل، ټکول او ځورول شوي وي، دا ۱۸ ځانګړنې به لري

لیکنه: امنډا فرویلیچ
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل

که څومره هم د نورو خلکو په اړه فکر وکړو چې ګوندې دوی به ښه او خوشاله ماشومتوب درلود او ښه به لوی شوي وي، نو بیا هم دا هرڅه رښتیا نه دي. لږ تر لږه د هر انسان په ذهن او یا هم وجود کې د ماشومتوب د وخت یو نه یو ټپ وي، چې وروسته په ژوند کې بیا د عمر په تیریدو سره په یوه نا اشنا عادت، ویرې او یا هم ناوړه چلند بدل شوی وي.
خو دا اصل بیا ټولو هغو کسانو ته نه راجع کیږي، چې په ماشومتوب کې د وهلو ټکولو او ځورونې قرباني شوي وي، ډیری وخت له دغې ډلې یوازې ځینې یې مثال ګرځیدلي دي. د دوی په وجود کې له بې لفظۍ او چل ول څخه نیولې د تعارف په سخته توګه منلو پورې مسایل موجود وي. په همدې اساس، که چیرې تاسې اوسمهال له یوه داسې کس سره لیده کاته کوئ او یا هم پیژنئ یې، چې د لاندې ځانګړنو څخه یو یې په وجود کې وي، نو په دې حال کې باید بې له قید و شرط څخه ورسره مینه وکړئ او ملاتړ یې وکړئ:

۱. بې لوظه او ژمنې ماتونکي وي. دا ځکه ښايي چې دوی د ودې او نمو په حالت کې په یوه چا د باور کولو ځورونه لیدلې وي او زړونه یې ازار شوي وي.

۲. په ناڅاپي توګه رنډي او غوسه تجربه کوي. دوی ځکه رنډ او غوسه ناک روږدي کیږي چې په ماشومتوب کې د ځورونې او حق خوړنې پر وړاندې یې د غټانو په څیر له ځانه رنډي ښودلې وي او په پایله کې یې، هماغه چلند له ماشومتوبه کاپي کړی وي او په ذهن کې یې پاتې وي.

۳. د خبرو اترو په وخت کې ځینې وخت فکر یې بل لوري ته ځي او ان ښايي د بحث اصلي موضوع یې له یاده هم ووځي. دا هغه مهارت دی چې د ماشومتوب په وخت کې د ټولنې څخه له واټن اخیستو رامنځته کیږي او دا زده کوي چې له دردوونکي او ستونزمن حالت څخه څنګه وتښتي.

۴. تعارف او ستاینه یې نه خوښيږي، ان که په ټوله مانا هم واوسي. ځکه چې دوی پرته له بد چلند او بدو خبرو څخه بل څه نه وي اوریدلي.

۵. دوی ښايي ځان – ځورونکې کړنې ترسره کړي، چې دغه چلند معمولاً له ماشومتوبه پیلیږي.

۶. ځینې وخت له غضبه ډکه غصه لري، چې وروسته له هغې د ژور خپګان احساس کوي؛ دا ځکه چې دوی په دې نه پوهیږي چې څنګه خپل احساسات کنټرول کړي.

۷. تل په غصه وي، چې دغه عادت دوی عصباني او په غضب لړلي ښکاره کوي.

۸. خپل نفس ته د درناوۍ له کمښت څخه کړیږي، ځکه دوی داسې نه دي لوی شوي، چې ځان ته د احترام کولو حس ولري.

۹. دوی ته دا اړینه نه ده چې دوی څه کوي، ځکه چې دوی د خپلو هڅو ارزښت نه احساسوي. د دوی ذهنونه په چل ځي، غولوي یې او ورته وايي: “کوم څوک په کوم ځای کې له تاسې څخه همدغه کار ښه ترسره کوي.” چې دا خپله یو درواغ ده.

۱۰. چوپتیا خوښوي. دا ځکه چې دوی ته یوازې دا ورزده کړل شوي چې باید حقیقتونه، فکرونه او نظریې په خپل ذهن کې پټې وساتي او بیان یې نکړي.

۱۱. د ټولنې خلکو ته له نیږدې کیدو ویریږي. په حقیقت کې ځینې خو یې ان هیڅ خلک هم نه خوښوي.

۱۲. له شخړو یې کرکه کیږي، ځکه چې د شخړو په کولو او لیدو ډیر سخت خپه کیږي. له همدې وجې ډیری وخت د دې پر ځای چې ورسره مخامخ شي، نو ترې تښتي.

۱۳. له خلکو سره سترګو په سترګو کیدل او خبرې کول یې اندیښمن کوي.

۱۴. د خلکو په منځ کې له اوسیدلو ویریږي او خوښیږي یې چې ځانخوا واوسي، چې دا پخپله هغه خوي دی چې په ماشومتوب کې یې له خلکو څخه له واټن اخیستو خپل کړی دی.

۱۵. جګ غږ، چغې، ګڼې ګوڼې او ناسم چاپیریال ته د دښمن په سترګه ګوري او پر وړاندې یې غبرګون ښکاره کوي.

۱۶. هغه پوښتنې کوي، چې په ځواب به یې پوهیږي. دا ځکه چې دوی شکمن وي. ‘

۱۷. ان که ګناه د دوی نه اوسي، خو بیا به هم ځان پړ ګڼي او وايي به چې: “بښنه غواړم.”

۱۸. ډیری وخت د ماشومانو خوي یا هم چلند کوي. دا ځکه چې په ماشومتوب کې د لوبو او ساعتیرۍ وخت نه دی ورکړل شوی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احمد فرهاد توتاخیل