بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند روغه سټه ژوند بڼه ګټه وټه

څه وکړو چې ورځ تر بلې مو ژوند ښه شي

لیکوال: جان مکسویل
ژباړه: حمیدالله حمیدي

که مو دا اونۍ په سم ډول نه وي تېره شوې، هڅه وکړئ داسې لارې چارې ولټوئ چې راتلونکې اونۍ مو په ښه ډول تېره شي، د بېلګې په ډول، د خوښې وړ جامې مو واغوندئ او یا مو هغه دوست ته یو مسيج ولیکئ چې ډېر وخت کېږي اړیکه مو ورسره نه ده نیولې، کېدای شي ستاسو په اند دا ډېر واړه کارونه وي، خو مهمه داده چې تاسو خپلو روا غوښتنو ته احترام ولرئ، کېدای شي همدا واړه کارونه مو د دې اونۍ د نېکمرغۍ لامل شي.

په هر ډول شرایطو کې د ځان ملګري اوسئ
خپل ځان مه رټئ؛ ځکه په دې کار سره مو یوازې خپل عزت نفس تخریبوئ او له منځه یې وړئ. د ځان د رټلو پر ځای د ځان لپاره نږدې ملګری و اوسئ، له خپله ځانه ننګه وکړئ او پر خپل ځان مهربانه و اوسئ.

ځان د پاملرنې وخت ځانګړی کړئ
لږ تر لږه د ورځې یوازې درې دقیقې وخت مو د ځان لپاره په پام کې ونیسئ؛ کتاب، فلم او یا همداسې یوه موضوع چې ستاسو په اند خوشالولای مو شي، ځان پرې خوشاله کړئ، ما خپله هم دغه تجربه د ډېر وخت لپاره کارولې ده، بې له شکه چې د پام وړ څه مې ترې ترلاسه کړي هم دي.

راتلونکې مو په خپل لاس جوړه کړئ
د مثبت بدلون لپاره هېڅکله هم ناوخته نه ده=ی؛ ډېر کله موږ د تېر په اړه فکر کوو، په داسې حال کې هغه څه چې له لاسه مو ورکړي، وخت پرې تېر شوی، بیا لاسته نه راځي. د دې پر ځای ښه ده چې د خپلو نوو موخو په اړه فکر وکړئ چې کومه موخه مو کولای شي ښه راتلونکې در په برخه کړي. په دې اړه فکر وکړئ چې پاتې عمر مو څه ډول تېر کړئ، کومې ستونزې مو په مخ کې دي او څنګه کولای شئ ترې د وتلو لاره پیدا کړئ او پرې بریالي شئ؟ د داسې څه په اړه فکر وکړئ چې څنګه کولای شم خپلې موخې ته یو قدم نور هم نږدې شم؟ یو قدم نن واخلئ او یو هم سبا.

کله چې پر دې پوه شوئ چې ولې پر خپل ځان مهربانه یۍ، نو مهرباني به مو دوه برابره کړئ، هره ورځ پر خپل ځان د مهربانۍ لپاره وخت ځانګړی کړئ؛ دغه چاره د دې سبب ګرځي چې پر خپل نفس او ځان باندې باور پیداکړئ او لا هڅاند شئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حمیدالله حمیدي

حمیدالله حمیدي په 1388 کال کې په کابل کې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت (ATVI) کې د کمپیوټر ساینس ډېپارټمنټ څخه فارغ شوی. له ۲۰۱۱ م کال راهېسې سپوږمۍ راډیو سره دنده پیل کړې.
له سپوږمۍ راډیو سره د کار کولو پر مهال یې د پښتو ادبیاتو د شپې پوهنځی لوستی او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغ شوی. حمیدي پر سپوږمۍ راډیو سربیره له نورو رسنیو سره هم همکاري کوي. په دې لړ کې له څه مودې راهېسې د یاران لپاره هم لیکنې چمتو کوي. په یاران کې د ښاغلي حمیدي د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق د یاران له ادارې سره خوندي دی.