بریا او پرمختګ سیاست

څنګه کیدای شي چې ټاکنو ته ودریږو او ویې ګټو؟

لیکنه: ياران

لیکنه: جو ګاریټ
ژباړه: حشمت الله رحمتي.

مونږ هر یو دا هیله لرو چې په خپل قوم او قبیله کې یو مطرح شخص و اوسوء. دوستانو داځل درسره د یو امریکايي حقوقي مشاور نظر شریکوم ، چې نوموړي څنګه وکولی شول چې دغه مقام ته ځان ورسوي!

ددې لپاره چې د خلکو رآیه له ځان سره ولرو طبعي ده چې نور سیالان به هم ولرو.

د انتخاباتو ګټل واقعاً یوه مشکله خبره ده، ځکه چې دا کار مناسب پلان او اوږد وخت ته ضرورت لري. کله چې زه خلکوته وایم چې زه حقوقي مشاور یم ،نو ډیر خلک راته بیل بیل وایي چې زه هم غواړم چې په مکتب یا پوهنتون کې د دریځ مخ ته لاړ شم، تر څو ډیر پلویان ولرم. هو، زه تر یوه حده ددې خلکو سره همغږی یم ، مګر څه فکر کوئ چې زما مشوره به دوئ ته څه وي؟ درته وایم یې؛ زما مشوره دا ده چې هر څوک چې غواړي انتخابات وګټي (خپل سیالان مات کړي)یوه ښه لاره یې د ښو نظریاتو درلودل دي.

یو څه چې تاسې باید ورته متوجه شئ هغه دا دي چې د پارلماني او یا ولسمشرۍ انتخاباتو ګټل ډیری وخت د ډیرو مشهورو یا مالداره خلکو په برخه وي. مګر محلي ټاکنې پیسو یا شهرت ته ضرورت نلري او د پارلماني او ولسمشریزو ټاکنو په نسبت یې ګټه هم مشکله ده، دلیل یې دا دی چې دلته خلک له نژدې یو بل پیژني، د شفافیت اصل (د کړنو څخه خلکو ته خبرتیا) جدې مراعت کیږي او دغه ډول ټاکنې سخت کار او مسلسل خدمت ته ضرورت لري.

اوس دا چې تاسې څنګه کولی شئ چې محلي ټاکنې وګټئ، په لاندې درې خبرو باندې عمل وکړئ:

۱. د خلکو خبرو پسې مه ګرځه
هر کله چې تاسې غواړئ په محلي سطحه په یو دفتر کې دنده واخلئ،یا محلي ټاکنې وګټئ، نو هیڅوک به درته دا ونه وایي چې تاسې کامیابیږۍ او تل خلک درته منفي نظر در کوي. او کله چې تاسې ګټونکي شئ نو بیا درته وايي چې، یاره، دا کار خو ډیر مشکل دی، مګر کوشش کوه. داسې خلکوته ښه ځواب خاموشي ده.
په سیاسي ژوند کې ډیری خلک کوشش کوي چې تل د خپل رقیب څخه مخکې شي، چې ددې کار لپاره هغوی ممکن ستاسې په وړاندې هر ډول توطې جوړې کړي،نو تاسې باید هوښیار اوسئ.

هیڅ چا هم فکر نه کولو چې څوک به د امریکا د Illinois ښار څخه د امریکا ولسمشر شوی، مګر بارک اوباما دا کار وکړ ، یعنې د امریکا ولسمشر شو. هیچا هم دا فکر نه کولو چې د Georgia د سیمې نه به کوم کس د امریکا دنماینداګانو د مجلس ویاند شي، مګر دغه کار جینجرج وکړ.
خلاصه دا چې دا مهمه نده چې خلک څنګه فکر کوي، بلکې مهمه دا ده چې تاسې څنګه فکر کوئ او څومره سخت کار کوئ.

۲.سخت کار، واقعأ ډیر سخت، دومره سخت چې مخکې مو هیڅکله داسې سخت کار نه وی کړی
که تاسې دومره پیسې هم نلرۍ، شهرت هم نلرۍ ، آیا تاسې محلي ټاکنې ګټلی شي؟ هو! یواځې او یواځې د سخت کار په وسیله تاسې کولی شئ چې خلکو ته قناعت ورکړئ او د هغوئ ټول تشویشونه چې ستاسې په اړه یې لري رفعه کړئ.

ډیر کاندیدان د کامیانۍ په لومړیو کې د سخت کار کولو لپاره سهار ۴:۳۰ بجې له خوبه پاڅیږي او د شپې تر نیمايي پورې کار کوي، خو د همدې کامیابۍ لپاره تاسې باید له دې هم سخت کارونه وکړئ او شپه او ورځ په ځان یوه کړئ، تر څو خلک د پلان څخه نه، بلکې د پلان د نتایجو پواسطه تاسې ته ګوته په غاښ شي او تاسې د سر د سړي په حیث ومني.

۳. یو څه له خپل ځایه هم بهر شئ
ددې لپاره چې د خلکو رآیه ترلاسه کړئ، تاسې باید یو څه زخمت وباسئ او د خپل کور او کلي بهر شئ، خلکو پسې ولاړ شئ. دا معمول ده چې ستاسې سیالان د ګټې لپاره د هرې کړنې څخه دریغ نه کوي، ممکن که تاسې د نورو څنګ ته ولاړ شئ، د خپلو سیالانو لخوا د بعضې ننګونو سره مخ شئ، خو تاسې باید هیڅکله په شا نشئ، ځکه د هر کامیاب شخص تر شآ حتمأ یوه دردونکې کیسه پرته ده، هیڅکله دا هیله مه کوئ چې نور به ستاسې خوا ته ستاسې د ملاتړ لپاره راشي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

var adUnits = [{ code: 'div-gpt-ad-1', sizes: [[300, 250]], bids: [{ bidder: 'audienceNetwork', params: { placementId: '607950352901785_607968806233273', testmode: false, format: 'native' } }] }];

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران