ټولنیز ژوند زده کړې سیاست

څنګه کولی شو چې د وينا پر مهال له ورخطايۍ ځان وژغورو؟

ژباړه: محمد عزيز پردېس

که د عمومي وينا پر مهال د ورخطايۍ احساس کوئ، نو پوه شئ چې په دې برخه کې يوازې نه ياست او په اسانۍ سره کولی شئ چې پر ډار او ورخطايۍ برلاسي شئ. شايد دا تاسو ته ډېره جالبه وي چې ډېر استادان، سياست پوهان او مسلکي ويناوال هم يو وخت ستاسو په څېر د وينا پر مهال وېره او ورخطايي تجربه کړې ده.

شته داسې کړنلارې، وسايل او لارښوونې چې د هغو په استفادې سره کولی شو چې د وينا پر مهال په ډار او ورخطايۍ برلاسي شو. خو د تشويش او وېرې د کمولو اصلي کلي چمتووالی يا اماده ګي ده. د وينا لپاره لازم چمتووالی ونيسئ، د هغو پوښتنو لپاره ځوابونه ومومئ چې ښايي د وينا پر مهال له تاسو څخه وشي، فکر وکړئ او د هرې پوښتنې په اړه مناسب څه په نظر کې ونيسئ.

ښايي دا به تاسو ته جالبه وي چې، تشویش او ورخطايي په هر موقيعت کې کموونکی حالت لري. کله چې تاسو وينا کوئ، نو د وخت په تېرېدو سره ورو ورو په خپل ځان برلاسي کېږئ او په وينا کې تعادل ترلاسه کوئ. همدارنګه، تجربه، د وينا لپاره د شخص بکرونډ او چمتووالی؛ د وېرې او ورخطايۍ کچه محدودوي.

په هر صورت تاسو کولی شئ چې د دې ۸ مسلکي او فني لارښوونو په عملي کولو سره د وينا پر مهال پر ډار، وېرې، تشويش او ورخطايۍ برلاسي شئ:

۱- مخاطب مو وپېژنئ
هرڅومره چې د وينا په جلسه کې د ګډونو کوونکو کسانو په اړه ستاسو مالومات ډېر وي، نو همغومره به د دې امکان ډېر وي چې د هغوی د علايقو، غوښتنو، وړاندوينو، او د احتمالي پوښتنو او غبرګونونو په اړه ښه درک ولرئ. دغه مالومات، ستاسو پر نفس اعتماد لوړوي او اضطراب مو له منځه وړي.

ټکی: د دې پر ځای چې د یوې ښې وينا په اړه تشويش وکړئ، نو هڅه وکړئ چې د اورېدونکو او لیدونکو د غوښتنو په اړه فکر وکړئ.

۲- په بشپړ ډول ځان چمتو کړئ
د وينا پر مهال د وېرې او تشويش لامل تر يو بريده د چمتووالي نه لرل دي. پر موضوع حاکميت، د بحث د محتوا سره مخکينۍ اشنايي، د موضوع کنټرول او تمرين يا چمتووالی؛ دا ټول هغه څه دي چې کولی شئ د هغو په مرسته د وينا پر مهال له وېرې او اضطراب څخه ځان وساتي. د مهمو ټکو، تاريخونو، شمېرو او نچوړ ياداشتول به د وينا پر مهال له تاسو سره ډېره مرسته وکړي، ترڅو پر تشويش او وېرې برلاسي شئ.

۳- له ټاکلي وخت نه مخکې حاضر شئ
له ټاکلي وخت نه مخکې ځان د جلسې ځای ته ورسوئ، ترڅو هرڅه ستاسو په کنټرول کې وي او د ټولو وسايلو او امکاناتو څخه مطمئن شئ. دا کړنه د دې لامل کېږي چې مخکې له مخکې د جلسې ماحول او چاپېريال سره بلد شئ. د جلسې د کوربه نو او د څو ګډونوالو سره صميمانه روغبړ او ښه راغلاست؛ کولی شي تاسو ته سکون در وبخښي.

۴- برياليتوب مجسم کړئ
داسې تصور وکړئ چې په جلسې کې ياست او ګډونوال ستاسو وينا ته غوږ دي. د برنامې د پيل او دوام په اړه خپل ذهن کې انځور جوړ کړئ. داسې فرض کړئ، چې ستاسو د وينا څخه پرته بل غږ نشته او ګډونوال ټول په زير سره تاسو ته متوجه دي. هغه صحنه مو ذهن کې انځور کړئ، چې تاسو د ګډونوالو ټولو پوښتنو ته قناعت بښوونکي ځوابونه ورکړي وي او داسې وانګېرئ چې حاضرين ټول په خوشاله څېرو سره، ستاسو څخه راضي دي او د يوې بريالۍ وينا څخه وروسته مو ستاينه کوي او هڅوي مو.
تجسمي فنون، ستاسو ذهني اماده ګي ډېروي او د وينا پر مهال مو ډار او وېره راکموي.

۵- د کارېدونکو وسايلو په اړه ځان ډاډه کړئ
د وينا پر مهال د کارېدونکو وسايلو او توکو څخه اطمينان ترلاسه کړئ، مخکې له دې چې جلسه پيل شي کارېدونکي وسايل ښه چک کړئ او تمرين پرې وکړئ. په وسايلو کې هر ډول ستونزه او کمی، نه يوازې دا چې ستاسو د وينا عمومي پرمختګ زيانمنوي، بلکې ستاسو او د ګډونوالو حواس هم مغشوشوي. دا چې کله جلسه پيل شوه، نو تاسو به د پروجېکټور، کمپيوټر، پاورپاينټ او نور وسايلو د چک کولو او ازمېښت لپاره وخت ونه لرئ. مخکې له دې چې وينا پيل کړئ، نو کارېدونکي وسايل چک کړئ او د سموالي څخه يې ځان مطمئن کړئ.

۶- ژوره ساه واخلئ
هرکله چې بدن ته په طبيعي او مناسبې اندازې اکسيجن ونه رسېږي، نو د بدن د غړو ترمنځ تعادل او هماهنګي له منځه ځي او د بدن هر غړی له فعاليته پاتې کېږي. د اضطراب پر مهال د بدن حجرې پړسېږي او د اکسيجن په طبيعي جريان کې خنډ منځ ته راځي. په ارادي توګه په خپل تنفس تمرکز وکړئ او څو ارامه او ژورې ساه واخلئ، ترڅو د هايبان ريه مو له هوا ډکه او بېرته تشه شي. دا کړنه به ستاسو ذهني چمتووالی ډېر کړي.

۷- خپلو عضلو ته استراحت ورکړئ
د خپل بدن عضلې مو عادي او ارامه پرېږدئ. د بدن مختلفې برخې مو شخې او سستې کړئ، ترڅو په بدن کې مو انرژي پيدا شي. ځيني وختونه په عادي ډول پلي تلل يا څو ګامه اخېستل ښايي بسنه وکړي. په دې کړنې سره به مو په بدن کې د وينې چريان چټک شي او روحيه به مو غښتلې شي.

۸- په خپل نفس مو باور ولرئ
په خپل ځان مو باور ولرئ او خپل ځان يو غښتلی او د کلکې ارادې خاوند وګڼئ. ستاسو په اړه لومړنی قضاوت بايد تاسو خپله وکړئ. که تاسو له خپل ځان څخه راضي ونه اوسئ، نو څنګه به د دې انتظار ولرئ، چې نور له تاسو څخه رضايت ولري؟ که تاسو په خپل نفس اعتماد ولرئ، نو د نورو برخو ترڅنګ په مو ټولنېزې اړيکې هم پياوړې شي او دا وړتيا به ولرئ چې په عام مظهر کې په جرئت سره وينا وکړئ.

سرچينه: YOUC.IR

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی