بریا او پرمختګ زده کړې

څنګه کولی شو خپلې وړتياوې لوړې کړو؟

 ژباړه او زياتونه: محمد عزيز پردېس

 برياليتوب هغه غرختونکي ته ورته دی، چې يوه اوږده لاره يې شاته پريښی وي او د غره څوکې ته نږدې شوی وی، خو يو دم د لارې د دوام څخه انکار کوي، په ټپه درېږي او ناهيلی کېږي، خو په دې نپوهېږي چې د غره څوکې ته نږدې شوی.

ولې ټول خلک نه بريالي کېږي؟

ايا ځيني کسان باهوشه او يا هم خوش چانسه دي، چې تل بريالي کېږي؟

برياليتوب ګونګ او غولوونکی دی. هرڅوک د برياليتوب څخه يو ځانګړی تعريف لري. که هغه يو شتمن کس وي چې نوم يې د ټولو په خولو کې وي او که په کانکور کې يو ناکام شخص وي؛ مونږ ټول د خپل تعریف شوي برياليتوب په هڅه کې يو. ډېری وخت داسې انګېرو چې بريالي به نشو او برياليتوب زمونږ څخه په لرې واټن کې پروت دی. کله مو فکر کړی چې تسليم شئ او خپله ماتې ومنئ؟

په دې مقاله کې به تاسو ته په کاري چاپېريال کې د برياليتوب په کړنلارو خبرې وشي چې د برياليو کسانو لخوا ازمايل شوي دي.

په کاري چاپېريال کې برياليتوب

 که په کاري ماحول کې د برياليتوب په لټه کې ياست او يا هم غواړئ چې ډېر عايد ترلاسه کړئ او يا هم د دې په لټه کې ياست چې پېرودونکي مو ډېر شي نو هڅه وکړئ چې مشتريانو ته مو ارزښت ورکړئ. هرڅومره مو چې خدمات په کيفيت وي او خلک له تاسو څخه راضي وي نو هغومره به مو ارزښت لوړ شي او ډېره ګټه به ترلاسه کړئ.

د دې لپاره چې ارزښت مو لوړ شي بايد، نوښتيز فکر وکړئ او نوي څه رامنځ ته کړئ او داسې څه رامنځ ته کړئ چې د ټولنې خير او ګټه پکې نغښتې وي.

فکرونه، ليدلوري، سنتونه او رواجونه تل د بدلون په حال کې دي. د نړيوالې ټولنې په مختلفو سوداګريزو، ټولنيزو او کلتوري برخو کې د چټکو تحولاتو څخه درک او اخېستنه او د هغو په اړه مالومات درلودل ډېره ګټه لري.

که تاسو په يوځای کې مزد اخېستونکي ياست يانې هلته د پيسو په مقابل کې کار کوئ، بايد خپل بنسټ يا ادارې ته په ښه ډول سره کار وکړئ او اداره بايد تاسو ته ارزښت ولري او که تاسو چېرته مشر ياست يا د يوې ادارې کنټرول مو په لاس کې وي؛ نو هڅه مو بايد دا وي چې کارونه مو په مسلکي ډول او د پېرودونکو د خوښې مطابق وي.

که د دې هوډ لرئ چې چېرته د يو کار لپاره پانګه اچوونه وکړئ؛ په داسې ځای کې پانګوونه وکړئ چې په ښه ډول ټولنې ته خدمات وړاندې کړی شئ او کار مو ښه پايله ولري. يانې په لږ وخت کې، په کمو امکاناتو سره ښه خدمتونه وړاندې کړی شئ.

دا مو بايد په ياد وي، که تاسو د يوې ادارې کارکوونکی ياست او يا هم د يوې ادارې مشر؛ بايد هڅه مو دا وي چې نوښتير ګامونه پورته کړئ، خپل کار ته ارزښت قایل شئ، پرته له شکه چې په لږ وخت کې په ډېرې لاسته راوړنې ولرئ. که مو ښه کار وکړ نو پایله به يې هرو مرو مثبته او ښه وي.

لومړی يو ښه لوری يا مسير ځان ته غوره کړئ او وروسته بيا ښه او غښتلي ګامونه پورته کړئ.

شوق او مينه د لارې د مزل لپاره يوه انګېزه ده.

د برياليتوب لومړنی لامل د ذوق او مينې لرل دي. د ( ډايملر کرايسلر شرکت د موټر جوړونې ډيزاينر او طراح، فريمن توماس ) ذوق او مينه، برياليتوب د رسېدو لپاره يو انګېزه ګڼي.

بريالي کسان هغه کار ترسره کوي چې ورسره مينه لري او يوازې د پيسو لاس ته راوړل هغوی ته انګېزه نه ورکوي. جالبه خبره دا ده، که يو کار په مينې او شوق سره ترسره کړل شي؛ نو د هغه کار څخه به عجيب ډول عايد هم ترلاسه کوئ.

د برياليتوب رازونه په لاندې ډول دي:

کار مو بايد تاسو ته د تفرېح پشان وي: بريالي کسان خپل کار يو ډول تفريح ګڼي او د هغو لپاره ډېره سختي ګالي. په حقيقت کې دوی د کار روږدي نه دي، بلکې د خپل کار او هڅو څخه خوند اخلي.

پرلپسې تمرين او نور هېڅ څه: الکس ګارډا، تمرين او د وړتياو لوړول د برياليتوب راز ګڼي. د هغه په اند برياليتوب عجيب او د يو جادويي فورمل په څېر نه دی، بلکې يوازې تمرين، تمرين او تمرين دی چې بریاليتوب ته مو رسوي.

په واحدې موخې تمرکز: تمرکز هم د برياليتوب يو راز دی. د برياليتوب لپاره بايد يوازې په يوې موخې تمرکز وشي.

هڅوونکی هوډ: بريالي کسان د غښتلې ارادې په درلودو سره په خپل ځان کې پر نفس اعمتاد رامنځ ته کوي او د شک او خجالتۍ څخه ځان ژغوري.

غوره او نوښتيزه مفکوره: د غوره او نوښتيزو مفکورو درلودل هم د برياليتوب د رازونو څخه شمېرل کېږي. بېل ګېټس وايي: ( ما يوه غوره او نوښتيزه مفکوره درلوده او غوښتل مې چې د شخصي او کورنيو کمپيوټرونو او ځانګړو سافټويرونو لومړنی توليدکوونکی شرکت رامنځ ته کړم ).

د ستونزو پر وړاندې ټينګار يا مقاومت: د ستونزو پر وړاندې بايد کلک او غښتلي واوسو، خپله روحيه بايد د ستونزو پر وړاندې ونه بايلو او هڅه بايد وشي چې نيوکو، حسادتونو او فشار ته تسليم نشو.

که هرڅومره ستاسو وړتياوې او کړنې ستاسو د ټولنې د غوښتنو او رواجونو په اساس وي نو ښه او مطلوبه پایله به مو په برخه شي او خپلې ټولنې ته به ګټور ثابت شئ.

په ياد ولرئ، ستاسو وړتيا ده چې د خلکو په زړونو حکومت کوي. هڅه وکړئ چې په خپلو وړتياړو پانګه اچوونه وکړئ.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی