عمومي

څنګه په دنده کې راضي و اوسیږﺉ؟

انسان د وړ کار او ډېر عاید په لټه کې حریص دی. پر شته وضعیت د قناعت ډېرې کمې بېلګې دي.

ډېر کسان له ځانونو پوښتي، چې په شته دنده کې ولې دومره پاتې دی، ولې بل کار نه مومي. دا د کارموندنې او ودې او پرمختګ پر لور ښه فکر دی، خو دا فکر باید د خپلو ظرفیتونو، اړتیاوو او وړتیاوو په رڼا کې تعقیب کړي.

انسان ته د نوي کار هوس په څو لاملونو ور پیدا کیږي. کله، چې په خپله دنده کې تر فشار لاندې راشي، یا یې حیثیت او انساني شخصیت تر پوښتنې لاندې راشي، یا کار پرې زیات او لاسباړه کمه شي، یا هم دا، چې شته مالي وضع یې کورني لګښتونه نه شي پوره کولای.

کله هم د فشار او چا د توهین تر اغیز لاندې مه راځئ. دا وخت انساني احساسات له کنټروله وځي او د عقلاني حل او ستونزې د څېړلو پر ځای، احساساتي چلند کوي. تاسې تر هغه وخت له خپلې دندې راضي یاست، چې ستاسې له طبعې سره سمه پرمخ ځي، خو دغه ایډیال حالت تل نه وي، ځکه کاري فشار او په کاري چاپیریال کې د ارزونې، کاري څرنګتیا محرکات ډېرځله پر کارګر او کارکوونکي منفي اغیز پرېباسي او دغه غیر عادي وضع انسان غبرګون ته اړباسي. د کاري محیط او کاري فشارونو پر وړاندې روحي او فزیکي مقاومت د بري مهم راز دی.

که غواړﺉ کاري رضایت ترلاسه کړﺉ، پر مالي مسایلو سربېره د کار ټولنیز او انساني ارزښت هم وسنجوﺉ. تاسې خبریالي کوﺉ، معاش مو کم دی، خو ټولنیز ارزښت مو ډېر دی. هرڅوک ستاسې قدر کوي، خو که دوکانداري کوﺉ او عاید مو ډېر وي، ټولنیز رول مو له لومړني هغه سره د پرتلنې وړ نه دی.

هېڅکله دا کوښښ مه کوﺉ، چې د یوې ادارې د قوانینو او تګلارو پر وړاندې ودریږى.
له مدیریتي تګلارو سره ستاسې جوړ نه راتلل او د کمپنۍ او شرکت د کاري تګلارو تر پښو لاندې کول پرتاسې د کار ساحه تنګوي او بالاخره له خپل کاره زړه توري کیږى. ډېرو خلکو ته دا تجربه شوې ده، چې کله د ادارې د تګلارو او پالیسیو پر وړاندې نرمښت ښيي، کاري چاپیریال ورته خورا صميمي کیږي. تر ټولو مهم څیز په یوه اداره کې د هغې پر ارزښت قایلیدل دي. که اداره او شرکت بې ارزښته ګڼى او پر وړاندې یې بې پروا وى، نه به له خپل کاره رضایت ترلاسه کوﺉ او نه به هم په اداره کې د پرمختګ چانس ولرﺉ.

تاسې ډېرځله له مشرانو اورېدلي، چې دا زموږ د پلار او نیکه کسب او کار دی او باید ژوندی پاتې شي.

دا زړې خبرې دي، په دې خبرو ډېر سر مه خوږوﺉ. تاسې که د پلار او نیکه په څېر ناییتوب کوﺉ، په عمر هم ښه ورځ نه وینئ. ناییتوب بد کار نه دی، خو که له دې وړاندې تلای شي، حرکت مو مه ټکنی کوﺉ. د کار او ژوند په اړه نوی فکر وکړﺉ او وګورﺉ، چې په کومه برخه کې مو فکر کار کوي.

زه د خپل دهقان خبره درته کوم، چې په پوهنتون کې زما ټولګیوال و، خو ترپایه دا منفي احساس پرې غالب نه شو، چې زموږ دهقان دی. ترپایه څوک پوه هم نه شول، چې دی زموږ دهقان دی. هغه د دهقانۍ ژوند پرېښود او نن په کلي کې تر ما زیاتې ځمکې لري. هغه په کابل کې خپل کور لري، خو زه لا هم په کرايي کور کې ژوند کوم.

انساني غریزو پر شته وضعیت د قناعت مخه ډب کړې ده. هغوی، چې قناعت کړی له رکود او جمود سره مخ دي. لس جریبه ځمکه یې پنځو جریبو ته رسېدلې، په پنځو کې یې نیمه دهقان وړي، خو د دهقان ځمکه یې تر ده دوه چنده ډېره شوې ده. علت دادی، چې هغوی لا په پخوانیو فکرونو کې دي، لا هم خانان دي او دې خانۍ نن ګدایۍ ته اړ کړي دي.

د دندې، تحصیلي څانګې او کار په انتخاب کې د انسان لومړیتوب ځاني رضایت دی.
کاري خوندیتوب او وظیفوي پرمختګ هم دوه نور هغه عوامل دي، چې ډېرځله د کار په انتخاب کې لومړیتوب ورکول کیږي. پخوا دې مسئلې ته خلکو دومره پام نه کاوه، خو اوس د کار او دندې په انتخاب کې خلک د کار او دندې راښکون، ګټې، وظیفوي خوندیتوب، پرمختګ، مهارت زده کړې، کاري استقلال او دا ډول نورو مسایلو ته ډېر ارزښت ورکوي. د نارینه وو په پرتله ښځې ډېری هغه دندې خوښوي، چې راښکونکې، کورته نږدې او خوندي وي او دغه راز نوي مهارتونه په کې زده کړي.

کورنی وضعیت او عمر د کار او دندې په انتخاب کې مهم رول لوبوي. هغه زلمیان، چې پلرونه یې کار کوي او عاید یې ښه دی، په دې څیزونو ډېر سر نه خوږوي، خو، چې عمر یې لوړیږي فکر یې پر زیاتو عوایدو او ډېر کار تمرکز کوي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */