ټولنیز ژوند روغه سټه

څنګه نورو خلکو ته ډاډمن او پیاوړي ښکاره شو؟!

لیکنه: غازي عابد

یاران اپ په ګوګل پلی سټور کې یاران په ګوګل پلی سټور کې

یاران اپ په ایفون اپ سټور کې  یاران په ایفون اپ سټور کې 

لیکنه: ویویک ګوپټا
ژباړه: غازي عابد

دا یو څو ځانګړنې چې په ژوند کې مهمې دي، که دې ولرلې نو خلکو ته به په ځان متقي او ډاډمن ښکاره شئ. هیله ده عملي توجه ورته وکړئ:
۱- یوه خندونکې او خاموشه څیره یا مخ.
کله چې موږ له نورو سره خندونکي مخ شو، نو مقابل لوري ته ډ‌اډ، روغ او خوښ ښکارو. زموږ دا خاموشي او نورو سره مسکي مخ کیدل، نورو ته هم ځواکمنتیا ورکوي او ممکن هغوی هم ر اسره د ارامۍ احساس ورکړي.
۲- کله چې له چا سره خبرې کوئ، نو خپلې پښې مه خوځوئ، ځکه که داسې وکړئ، نو دا با ستاسې عصبانیت یا د ګډوډ والي نماینده ګي وکړي. ښه دی چې منظم او پياوړي ودریږئ او ډیر اخوا دیخوا نه شئ، بلکې محکم او ډاډ ودریږئ.
ځیني خلک د خولې، لاسونو یا سترګو داسې اکټونه کوي چې هغه یو شخص نورو ته لیونی او د څه تکلیف لرونکی ښکاره کوي.
۳- ډیرې تیزې او ډیرې سلو یا ورو خبرې هم مه کوئ. بلکې په نارمل ډول سره وغږیږئ او محاوره وکړئ. که چیرته تاسې ډیرې تیزې خبرې وکړئ او یا هم ډیرې سلو یا ورو خبرې وکړئ، خلکو ته به غیر نارمل ښکاره شئ.
او دا واضح خبره ده؛ هغوی چې ناروغ وي یا کومه ستونزه ولري، نو یا ډیر ورو غږیږي یا چغي وهي. دغو دواړو حالاتو کې منځلاري اوسئ.
۴- نورو ته په حوصله غوږ ونیسئ او ترې وایې ورئ. که چیرته موږ له نورو سره خبرې کوو او د هغوی خبرې نه اورو، خلک به فکر وکړي چې یا ورته اهمیت نه لري او یا هم دا شخص په خپل حال کې نه دی او له کومې جدي ستونزې سره مخ دی.
۵- خپله ځان مو مهربانه او منظم څرګند کړئ. دا مهرباني او منظموالی په نورو د ګڼو اغیزو تر څنګ یو دا تاثیر لري چې د بل انسان درته په زړه کې رحم پیدا شي او درنه متاثیره شي چې باید داسې منظم ژوند خپل کړم.
۶- د هیڅ چا په اړه هم منفي مه غږیږئ. دا سمه ده چې هره انسان نیمګړتیاوې لري، خو دا سمه نه ده چې هر ځای یې په اړه منفي ګرايي وکړئ. که دومره مو پرې زړه درد کوي او له ښه یې وایاست، نو مخامخ ورته ووایاست چې دا ستونزې لرې.
۷- په بې اساسه خبرو او شایعاتو کې مو علاقه مه ښيئ. که تاسې په بې ځایه خبرو عادت شوۍ، کار او ژوند به درځیني پاتې وي، همدا لانجې به حلوئ او ځان ته به رواني ناروغۍ پیدا کوئ. که چیرته مو په شایعاتو پسې تګ وکړ، خلک به فکر وکړي چې باثباته نه یاست او بې کنټروله حالت لرئ.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد