اقتصاد

څنګه مو بودجه کسر ونه کړي!؟

کله، چې کورني لګښتونه ډېریږي او عواید کم وي، کورنۍ د بودجې له کسر سره مخ کیږي.

ډېر کسان ددغه کسر د مخنیوي لپاره لګښتونه کموي. په اخترونو کې جامې نه پېري، په اونۍ کې د غوښې او ښو خوړو خوراک کموي، ګرانبیه کور پریږدي او په یوه ارزانه کور کې اوسیږي، موټر پلوري، یا یې ډېر نه ګرځوي او داسې نورې چارې. خو ایا دا د کورنۍ بودجې د کسر له منځه وړلو حل لاره ده؟ سړی په دا ډول چلند سره په یوه ثابت مالي حالت کې نه پاتې کیږي؟

مشهور اقتصاد پوه «رابرټ کیوساکي» وايي، چې تاسې د لګښتونو د کمولو پرځای خپل عواید ډېر کړﺉ. دا کار د لګښتونو تر کمولو معقول او ګټور دی. په شرکت او فابریکه کې ستاسې عواید باید تر لګښتونو ډېر وي او د بودجې کسر له منځه یوسي. که داسې نه وي، تاسې به یوه افغانۍ ګټه هم ونه کړﺉ. هغه کسان او فابریکې، چې ډېر عاید نه ترلاسه کوي، لګښتونه باید را کم کړي.

کله کله ستاسې عواید تر لګښتونو ډېر وي. په دې صورت کې تاسې اړ کیږﺉ، چې د عوایدو پر ډېرولو تمرکز وکړﺉ. د اضافي بودجې لپاره کولای شئ لګښتونه ډېر کړﺉ، یانې د فعالیتونو او پلور کچې پر زیاتولو او کیفیت کار وکړﺉ. دغه راز په اضافي بودجې سره په یوه بله برخه کې هم پانګونه کولای شﺉ.

په کورني ژوند کې، چې څومره لګښتونه ډېریږي سړی د بودجې له کسر سره لاس او ګریوان کیږي. پیسې ګټل تر پیسو لګولو سخت دي. تاسې د یوه کال عاید په یوه ورځ مصرفولای شئ، خو په یوه ورځ به د یوه کال عاید ګټل ستونزمن وي.

تاسې به لیدلي وي، چې ډېر شتمن کسان د یوې فابریکې ترڅنګ ټرانسپورټي موټر پېري، په یوه پلورنځي کې پانګونه کوي، یا بل ځای شریکه بله فابریکه جوړوي. هغوی د ځان لپاره د عاید څو سرچینې لټوي.

هیڅوک دا نه وايي، چې ښکلی ژوند مه کوﺉ، پیسې سړی د ښه ژوند لپاره ګټي، خو مخکې له دې، چې تجملي ژوند غوره کړو، خپلې ټولې عایداتې سرچینې باید و ارزوو.

تاسې له خپلو عوایدو ځان ته معاش وټاکئ. هره میاشت یوازې خپل معاش دراخلئ او نور عواید مو په نورو مالي فعالیتونو لګوﺉ. کله هم دا کوښښ مه کوﺉ، چې له اضافي بودجې پیسې در واخلئ، یا له عوایدو نه له معلوم رقم پرته، مصرف وکړﺉ.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */