اقتصاد

څنګه مالي استقلال او پر ځان بسیاینې ته رسیدی شو؟

هېڅ داسې کس به نه وي، چې له مالي اړخه یې استقلال خوښ نه وي.

انسان په داسې نړۍ کې ژوند کوي، چې له فرصتونو ډکه ګڼل کیږي.

یو شمېر کسان په داسې حال کې له نړۍ کوچیږي، چې سخت پوروړي دي، خو له ځینې نورو پراخې شتمنۍ پاتې کیږي. د بېوزلۍ او بډاینې تصمیم پخپله انسان نیسي. که څوک وغواړي، چې شتمن شي، حتما شتمن کیږي ځکه فکر او ذهن یې شتمن دی او که څوک په فقر کې ژوند خوښوي، په عمر هم نه شتمن کیږي، ځکه فکر او ذهن یې فقیر دی.

د میلیونر کېدو په تړاو تاسې یوه قوي تصمیم ته اړتیا لرئ. دا کار نه په خوب او خیال کیږي او نه په چورتونو. که په چورتونو کېدای اوس به ټول خلک میلیونران وای. له اسمانه هم پیسې نه را وریږي، چې کرار په کور ورته کېنئ. په دې باید ځان پوه کړئ، چې مالي استقلال کوم چانس او بخت نه دی. دا سخت کار او زحمتونه غواړي.

د مالي استقلال په تړاو ډېری روزنې او زده کړې تیوریکې دي، خو په عملي ډګر کې چندان په درد نه خوري. تر ټولو مهمه لار یې په دې پوهیدل دي، چې څنګه پیسې ترلاسه کړئ او څنګه کار پرې وکړئ. په دې دوو کې که پر یوه ونه پوهیږئ، بیا هم څه نه درنه جوړیږي.

ځینې کسان پیسې یوازې د ځان خوشالولو، لذت او خوند لپاره مصرفوي، یا چندان ارزښت نه ور کوي، دا ټولې غلطې لارې دي.

څومره، چې له پیسو سره نږدې اړیکې ولرئ او په ارزښت یې وپوهیږئ، په همغه اندازه به بریالي وئ.

دا له یاده مه باسئ، چې پیسې قدرمنې دي. ملا او لېونی هم د پیسو په قدر پوهیږي. زموږ او تاسې هر یوه د مخ جیب له پیسو ډک وي، هېڅوک یې د کوناټي په جیب کې نه ږدي، ځکه خرابیږي.

دا خپله په دې معنا ده، چې پیسې موږ ته ډېرې ګرانې دي. خو دلته یو څیز مهم دی.

تاسې له پیسو نه ګټه پورته کړئ، خو پیسې باید ستاسې د ژوند جریان په لاس کې وانخلي.

بودجه د میلیونر کېدو لپاره ډېره مهمه ده. بودجه ستاسې ټولې اړتیاوې او لګښتونه مشخصوي.

کله، چې بودجه معلومه وي، نه به اضافه مصرف کوئ او نه به هم ستاسې سپما ځي.

بودجه د هدف پر لور د تګ نقشه ده. تاسې د شتمن کېدو لپاره دې نقشې او له نقشې نه د کار اخستلو څرنګتیا ته اړتیا لرئ.

ممکن په بودجه کې له ټاکلې اندازې هم سپما وکړئ او ځینې مصرفونه مو کم کړئ. د لګښتونو د کمیدو لپاره نور دلایل پیدا کوئ. ډیری میلیونران همدا لاره کاروي او بریالي شوي هم دي. هغوی تر عاید کم مصرف کوي، تاسې هم دا کار وکړئ.

زموږ ډیری کسان یا په پانګونه کې پیسې له لاسه ور کوي او یا له دې ویرې، چې هسې نه پیسې یې ضایع شي له پانګونې ډډه کوي.

دا دواړې غلطې لارې دي. د پانګونې لپاره لومړی د پانګونې مفهوم درک کړئ.

پانګونه باید په عالمانه احتیاط او پلان پرمخ لاړه شي. سړی په یوه ورځ نه شتمن کیږي، بلکې دا اوږده لاره ده، چې باید په فکر او تدبیر طی شي.

( ژباړه او زیاتونه)

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */