بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند

څنګه له ناهیلۍ خلاص او په ژوند کې خوشبین شو!

لیکنه: غازي عابد

ژباړه: غازي عابد

موږ د ویرې په یوه حیرانونکې نړۍ کې اوسو. که یو براوزر خلاص کړئ، خبرونه وګورئ یا هم راډیو ته غوږ شئ، د خلکو د ژوند بیلابیل ویرناکه کیسې به واورئ او ووینئ. اوس زموږ نړۍ یو ویرونکی شکل خپل کړی. زموږ او ستاسې ژوند هم له یوه همداسې ویرې سره مخ دی، ځکه هره ورځ یې تجربه کوو. کوم امتحانونه او چلیجونه چې زموږ په ژوند کې راځي، ممکن زموږ د ژوند د بدلون او یا هم زموږ د خفګان او زړه ماتۍ سبب شي. خو له نیکمرغه موږ یو څه لرو چې زړه پرې تکیه کړو، هغه زموږ هیله ده.
هیله د باور یو احساس دی، داسې یو د غوښتنو او هیلو احساس، چې په راتلونکې معلوم وخت کې واقع شي.
اوس؛ څنګه موږ هیله مند کیدای شو او څه وکړو چې هیله من شو؟ په دې څو لارو دا ترلاسه کړئ:

– له نورو د هڅولو مرسته غوښتل.
یوه لار چې موږ پرې هیله من کیدای شو، دا ده چې له کوم بل کس نه مرسته ترلاسه کړو. کیدای شي دا د یوه کس هڅوونکې خبرې وي، یو ساده عمل وي یا داسې یو خدمت وي چې موږ ته هیله راکولی شي. اکثره خلک د نورو خلکو په هڅوونکو خبرو ډیر بریالي شوي او د کامیابۍ هیله ورته پیدا شوې.

– لمونځ او دعا.
لمونځ او دعا کول او له خدایه مرسته غوښتل له موږ سره مرسته کوي چې په خپل ژوند کې توقعات ولرو. ځکه زموږ کله چې هیله لرو، یو ډول ډاډ ترلاسه کوو او دا ډاډ ددې لامل کیږي چې نور هم قوي شو او په ژوند کې خوښ شو.

– خپل ځاني ارزښت ته مو وده ورکړئ.
کله چې تاسې د خپل ځان په اړه ښه احساس وکړئ، بیا له نورو خلکو سره د خپل ژوند، کړو وړو، شرایطو او اړیکو ډیره مثبته کړنلاره او رویه هم لرلی شئ. کوم وخت چې موږ د ځان په اړه ښه احساس وکړو، نو هیلې هم راسره پیدا کیږي.
مثلاً کله چې تاسې د نوې دندې یا ملګرو ترلاسه کولو هیله لرئ، که چیرته مو په ځان باور جوړ وي، نو بیا کیدای شي چې د هغوی ترلاسه کولو لپاره لا ډیر ښه ګام پورته کړی شئ. دا ځکه په دې خو ټول پوهیږو؛ هیڅوک نه غواړي چې له هغو خلکو سره څوک چې منفي رویه، طبعیت او په ژوند کې ناخوښي وي، ملګري او یوځای اوسي.

– ځان مو ښکیل کړئ.
که چیرته کارونه نه شئ کولی او له مخکې ترې ځان سره ویره لرئ، کوښښ وکړئ چې هغه کار باندې پیل وکړئ، خکه تر ډیره پوري، ځیني کارونه موږ ته له ورایه سخت ښکاري، خو په حقیقت کې هغومره سخت او ستونزمن نه وي. مثلا په کومه اداره کې موږ د کار کولو هیله لرو، ځان سره بهانه کوو چې دا کار به ونه کړی شي، اما د هغه کار ډیر وړ یوو یا که چیرته رښتیا هم ځان په کې داخل کړو، کولی شو، خو زموږ ذهن کې همدا وي چې نه شم کولي. دغسې مهال که چیرته موږ ور ګام کړو، هیله من او ان ممکن بریالي شو، ځکه نو باید ځان ورښکیل کړو یا په یوه کار پیل وکړو.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد