بریا او پرمختګ زده کړې

څنګه د مغز له ښې او کیڼو دواړو برخو کار اخیستلی شو؟

د پلوشې فضلي ژباړه

که چیری تاسو چپه مغزي یا( left brain hemisphere) یاست نو هوښیار او ځیرک یاست خو نوښګر نه یاست. مګر که تاسو راسته ( ښي) مغزي یا( right brain hemisphere  ) نو تاسي نوښګر یاست مګر په ورځنیو کارونو او پلان جوړولو کی به تر نورو پاته یاست.

که چیري تاسو چپه مغزي یاست او د مغز چپه نیمه کره مو ډیر فعاله وي نولاندي طریقې به ستاسو سره مرسته وکړي تر څو د مغز دواړه نیمې کرې مو فعالې کړئ.

یوازي د منطق څخه استفاده مه کوئ

د خپل د ژوند د مشکلاتو د حل لپاره یوازي د منطق څخه استفاده مه کوئ. عملي اړخونو ته یې هم پام وکړئ.

د خیال او تصویرونو څخه استفاده وکړئ

کله چې تاسو مطالعه کوئ په عین حال کې همدا څه چې لولئ یې ،په خپل ذهن کی تصویر کړئ په دې کار تاسې خپل مغز مجبوره کوئ چې د راسته نیمې کرې څخه کار واخلي.

موسیقي ته غوږ نیول

کله چې تاسو مطالعه کوئ نو په عین حال کې موسیقي هم واورئ چې ورسره به ستاسو د مغز دواړه کرې او دواړه برخې د فعالیت په حال کې وي.

نوی عادتونه خپل کړئ:

نوې عادتونه خپل کړئ. ښه ده چې کله په رسامۍ، ډیزاینیګ یا شاعرۍ کې خواري وکړئ. داسې کارونه چې په کې د نوښت او ابتکار هڅه پکار وي.

هر هغه کار چې نوښګري ته اړتیا لري که هغه ساعتیري وي یا کوم کار وي دا هر څه ستاسو د دماغ راسته نیمه کره مجبوروی چې په فعالیت راشي.

خپلو عادتونو ته تغیر ورکړئ

که چیری تاسو له سهاره تر ماخستن کتاب مطالعه کوئ یا وظیفې ته ځئ یا کوم بل کار چې ستاسې عادت ګرځیدلی وي نو تاسو مو خپل عادت ته تغیر ورکړې ځکه دا کار  سبب کیږي ستاسی د دماغ دواړ نیمې کرې په فعالیت راشي.

که ښې مغزې یئ نو بیا څنګه د مغز دواړه برخې په فعالیت راولئ؟

د خپل ژوند لپاره تقسیم اوقات ولرئ

ځان لپاره باید تقسیم اوقات ولرئ، خپل اهداف ولیکئ او چیرې مو اهداف ستر وي، نو په کوچني کوچني اهدافو یې وویشئ  که چیری مو هدفونه غټ وی نو په کوچنی په کوچنی اهدافو یی وویشئ.

سختې او پیچلې لوبې او ګیمونه وکړئ

لکه شطرنج دا ډول لوبې موچپه مغز په فعالیت راولي او د دې باعث کیږي چې د مغزدواړی نیمې کرې مو فعالې اوسې.

په اعدادو باندی کار وکړئ

تاسو باید له شمیر او اعدادو سره ښه رابطه ولرئ، که له ریاضیاتو سره مو علاقه زیاته کړئ نو د دماغ چپه نیمه کره مو پیاوړې کیږي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې