اقتصاد

څنګه د خلکو د خوښې او راښکونکی شخصیت شئ؟

لېکوال: هیري فورډ
ژباړه: غازي عابد

۱- هڅه وکړه چې بیلابیل ذوقونه او علاقې ولرې، ځکه بیا به له هر چا سره د هغه په ذوق تګ وکړای شې.

۲- ګڼ هنرونه او فنونه زده کړه، همدا راز میوزیکونه، لیکنې یا ادبیات او بیلابیلو لوبو او ورزشونو په زده کولو کې هم هڅې مه سپموه.

۳- له نورو سره رښتینې او له زړه نه علاقه وښيئ، یعنې په داسې ډول سره چې مقابل شخص هم درته زړه درکړي او داسې وانګیري چې تاسې ورسره ډیره علاقه لرئ.

۴- ډیر لوستل وکړه. په ډیرې مطالعې او لوستنې سره کولی شۍ چې خپل شخصیت او ژوند ته مو هراړخیز پرمختګ ورکړئ، کله چې داسې شوۍ، نو بیا د هر چا په کار او خوښ یاست! ځکه چې هر اړخیز شوي یاست کنه! له هر چا سره مو یو اړخ لګیږي.

۵- له روانو حالاتو او وضعیت نه تر ټولو وړاندې ځان خبروئ، ځکه په دې سره کیدلی شي چې هر څوک ډیر که په سیاسي او هره برخه کې وي، لومړی له تاسې اورول وکړي، کله چې درځیني څه واوري، نو مهم او خوځنده به ورته ښکاره شي، چې دا کار یو غوره او په زړه پورې شخصیت درکول شي.

۶- خپل نظریات او مفکورې مو تشریح او خلکو ته واوروه، څو هغوی ترې مستفید شي، چې دا هم درسره مرسته کولی شي څو د خپلو ښو او غوره نظریو په بیان سره خلکو ته جالب شخص شې.

۷- ښه ویناوال او ښه خبرې کوونکی شه، څو مو خلک خوښ کړي او درځینې اغیزمن شي. د نړۍ اکثره مشرانو او خلکو د ښو خبرو او ویناو له امله خلکو په زړونو کې ځای پيدا کړی.

۸- د ښو اړیکو او روابطو جوړولو لپاره مو خپل مهارتونه لا ډیر قوي او پراخ کړئ. له هر چا سره ښې او مثبتې اړیکې څومره مو چې وسه وي، پیاوړې یې کړئ.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */