روغه سټه ژوند بڼه

څنګه خپل ځان له سختې ګرمې او لمر نه بچ ساتلی شئ

 

د ویکي ویب پاڼې لېکنه
ژباړه: غازي عابد

په ګرمه هوا کې د خپل وجودو تودخه ټیټه ساتل یو هر اړخیز چیلنج دی. ځکه په ډیره زیاته ګرمه هوا کې د بدن د اوبو د کموالي ویرې په شمول، د ګرمۍ اړوندو ګڼو ستونزو او ناروغیو د رامنځته کیدو ویره شته.

لکه: د تودوخې فشار، جل وهل، د حرارت له امله هډوکو درد، د ګرمۍ څخه ستړیا او حتا د ګرمۍ په وسیله په انسان یو ډول حمله او ضربان راځي.

که چېرته خپل وجوړ سوړ وساتئ نو طبعیت او وضعیت به مو ارام وي، د فشار، اندیښنو او نورو ستونزو به هم خلاص یاست، دلته په همدې اړه ځینې ساده او ګټورې لارو چارې لرو، چې کولی شئ، په وسیله یې ځان له ګرمۍ او د تودې هوا له زیانونو وژغورئ.

۱- له اوبو سره ملګرتیا وکړئ
په ګرمه هوا کې اوبه بهترینه وسیله ده چې ستاستو د بدن حرارت کمولی شي. اوبه مو بدن یخ ساتي، نو په همدې اساس که تږې هم یئ نو اوبه وڅښئ . خوږې اوبه او شربتونه ډیرې مه څښئ، ځکه دا د بدن هغه وړتیا چې باید اوبه وساتي، کموي، عادي پاکې او سړې اوبه تر ټولو غوره څښاک دی.

۲- اوبو څښلو کې تندې ته انتظار مه کوه

داسې مه وایه چې تږی شوم بیا به یې راپيدا کړم، بلکې هر وخت له ځان سره اوبه ګرځوه.

مخکې له دې نه چې په کوم کار مصروف شې، لومړی ښه ډیرې اوبه وڅښه. که چیرته اوبه نه څښې او ډیر ځنډ په کې کوئ، ممکن دردونه او څړیکې درته پیدا شي، چې دا څړیکې یا د نس خوږوالی د ګرمۍ اړوند ناروغیو یوه نښه ده.

نو دې لپاره چې پریمانه اوبه وڅښئ، باید له ځانه سره د اوبو بوتل یا کوم د اوبو ساتلو کوم لوښی وګرځوئ او کله چې تش شي بیا یې له پاکو اوبو ډک کړئ او ويې څښئ.

همدا راز د اوبو څښل په یاد لرۍ چې په ورځ کې مو څومره اوبه وڅښلې، ایا هغه اته ګیلاسه اوبه چې اړتیا ده هغه مو پوره کړي کنه. په که سخت کار کوئ او خوله کیږئ نو بیا تر اتو ګیلاسونو ډیرې اوبه پکار دي.

۳- ساړه خواړه وخورئ

که چېرته مناسب سړونکي یا هغه خواړه چې ستاسې بدن یخوي وخورئ، نو د ګرمې له بدو پایلو به خلاص اوسئ. ددې لپاره سلاد، تازه خام خواړه، سبزیجات او او میوې لکه بادرن ( بادرنګ سل سلنه اوبه لري، نو کولی شي چې د وجود اوبه مو زیاتي او حرات راکم کړي) لیمو او نور داسې خواړه چې د تندې او ګرمۍ په وړاندې مو مقاومت زیات کړي وخورئ.

غوښه او پروټین لرونکي خواړه د ګرمۍ پرمهال د ورځې په جریان کې ونه خورئ، کیدای شي په دې سره د تودخه لرونکی میتابولیک تولید ډیر شي او دا مو بیا په وجود کې د اوبو د کموالي سبب کیږي.

۴- هغه خواړه وخورئ چې په تنور او بخارۍ نه پخیږي

هغه خواړه وکاروئ کوم چې ضرورت نه وي چې پاخه شي یا ګرم شي، یعنې هغه خواړه وخورئ چې هغه یخ خوړل کیږي او یخ ساتل کیږي، مثلاً ماسته او شړومبې یې ښه بیلګې دي. یا هغه خواړه چې پرته له ګرمیدو یا پخیدو هم خوړل کیږي، لکه کاوو او داسې نور…

 

۵- سیوري ته کیښنه او ناسته پاسته وکړه، لکه د شنو ونو سیوري ته . خو که کله اړتیا وه د ویټامین ډي ترلاسه کولو لپاره لمر ته کیښنئ، لکه ژمي کې.

 

۶- کله چې لمر ډیر تود وي یا سخت ګرمي وي، ځان ترې وساتئ او خوندې ترې کیښنئ، لکه په اوړي کې.

۷- په ځان اوبه وپاشئ یعنې اوبه وشیندئ، هدف ترې لامبل هم دي، خو هره وخت نه بلکې، کله کله چې سخته ګرمي وي، سیوري ته او له لمره پټ په اوبو کې غوټه ووهئ.

۸- خپل سر مو پټ وساتئ، کله چې ګرمه وي یا ګرمۍ کې روان وای، خپل څادر ، دسمال مو په سر واچوئ، چې له لمره بچ شئ.

۹- لمر ضدی لباس واغوندئ، هغه لباس چې لمر کمزوری کولی شي یا لمر ډیر نه کشوي، واغوندئ، لکه سپينې جامې او هغه جامې چې لمر ډیر کشوي او جذبوي لکه تورې جامې مه اغوندئ.

۱۰- که ممکنه وي له ایرکنډینش، پکي، کولر پکي او نورو الو نه استفاده وکړئ، څو مو وجود یخ وساتئ.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */