اقتصاد

څنګه خلاق ( نوښتګر) و اوسئ؟!

نوښت یا خلاقیت(Creativity) او ابتکار د فکري او تېز هوښه کسانو کار دی.

د مبتکر او خلاق فکر لپاره یو پوښتونکی ذهن په کار دی؛ پوښتونکی ذهن د هر څه په اړه پوښتنې کوي؛ یانې یو کس د یوې مسئلې، کار او پرېکړې په اړه خپل ذهن په کار اچوي. ولې زه په دې لاره روان یم؟

کله چې د هرې مسئلې او موضوع په اړه له ذهن نه پوښتنې کوئ، تخیل مو متحرکېږي او نوې ایډیاوې در پیدا کېږي.

پوښتونکی ذهن یوه خلاق چاپېریال ته اړتیا لري چې وده په کې وکړي. منفي چاپېریال په یوه دقیقه کې په زرګونو په زړه پورې ایډیاوې له منځه وړي، خو خلاق چاپېریال د ګلخانې په څېر دی چې ایډیاوې په کې کرل کېږي، لویېږي، وده کوي او بالاخره مېوه (ثمر) ورکوي.

په دغسې چاپېریال کې افراد خلاقیت او ابتکار ته هڅول کېږي، ایډیاوو ته یې ارزښت ورکول کېږي او څوک پرې ملنډې نه وهي. دلته تاسې پر یوه نوي سبک کار کولای شئ او یوازې تخلیق او تولید به نه کوئ، په ابتکاري چاپېریالونو کې تاسې ته امکانات درکول کېږي؛ ځکه له امکاناتو پرته طرحې او ایډیاوې د عملي کېدو وړ نه دي. هر څوک کاري چاپېریال ته ګوري او د هغه په رڼا کې نوې طرح او ایډیا ورکوي، خو که چاپېریال تنګ او محصور وي، د ایډیا او نوې طرحې لپاره فکر او ذهن په کار نه لوېږي.

که چېرې ستاسې چاپېریال د خلاقیت لپاره چندان وړ نه وي، له مبتکرو کسانو سره راشه درشه ډېره کړئ، په منظم ډول له دغسې کسانو سره ناستې پاستې وکړئ او له ایډیاوو یې انرژي واخلئ. مطمین اوسئ چې ورو ورو ستاسې انددود هم د هغوی په څېر کېږي.

د خلق تفکر لپاره باید له چوکاټونو راووځئ، که تل په قوانینو کې اوسئ، د ښه ژوند فرصت له لاسه ورکوئ. هدف هغه قوانین نه دي چې زموږ د ژوند ساتنې لپاره جوړ شوي، بلکې هغه قوانین چې موږ د غلطو باورونو پر اساس خپله د ځانونو د محدودولو لپاره وضع کړي دي. مطالعه، سفرونه او له نورو خلکو سره اړیکې موږ له تکراري چاپېریال او ثابت حالت نه وباسي او د نوو ایډیاوو لپاره زموږ د خلاقیت مرکز متحرکوي.

خلاقیت یوازې یو ذاتي شی نه دی، په علم سره کولای شئ چې خلاق (Creative) تفکر ولرئ.

که پوهېږئ چې په سر کې مو یوه ښه ایډیا موجوده ده، د نورو لپاره یې له لاسه مه ورکوئ یا نورو ته اجازه مه ورکوئ چې د عملي کولو مخه یې در ډپ کړي. (ژباړه)

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */