ټولنیز ژوند زده کړې

څنګه باید پوه شو چې خلک مو له وینا یا خبرو ستړي شوي؟

لیکنه: غازي عابد

لیکنه: غازي عابد

هر خبرې کوونکی/ې یا ویناوال باید خپل ټول مخاطبین درک کړي چې حالت یې څه ډول دی، ستاسې د خبرو په مقابل کې یې په په څیره څه ډول عکس العمل ښکاري، په دې باید پوه شي چې تکراري خو نه غږیږم، ډیرې خبرې خو به مې نه وي کړي، زړې خبرې خو به نه کوم، داسې وینا خو به نه کوم چې زما د مخاطبینو په مقابل کې یې کول بې ارزښته دي، ځکه هغوی په دې پوهیږي، که دغسې مهال هغوی ته همدا خبرې د لارښوونې په شکل وشي، هغوی به هم درباندې د انسان نه پيژندونکي او ناپوه ګمان وکړي.

موږ ټولو ته به دا تجربه شوي وي او داسې کسان به مو لیدلي وي چې ډیرې خبرې کوي، بیا ډیرې اشارې ورته کیږي، خو هیڅ یې پام نه وي. ځیني وخت به ته یا بل کس ورته داسې اشاره هم وکړئ چې (فلانی/ۍ صیب مننه) خو بیا به هم خپلو خبرو ته په داسې نارمل ډول دوام ورکړي لکه له سره یې چې شروع کړي.
دا ‌ډیره جدي او دوامداره ستونزه وي، دداسې خلکو له مجلسه، ګډون وال ستړي وي، چې بل ځای هم سره مخ شي، کوښښ کوي ترې ځان خلاص کړي، ځکه دا شخص ډیرې خبرې کوي، دا ددې لامل کیږي چې د نورو خلکو ډیرو خت ونیول شي او ډیرې خبرې به هم واوري.

څنګه پوه شو چې باید نور خبرې بس کړو؟
کله چې خبرې کوئ او د خبرو په جریان کې کوربه یا بل کس، په تکرار سره ستاسې د خبرو په منځ یا معمولي وقفه کې درته د (فلانی صیب مننه)، (یعنې ستاسې هدف دا دی چې…)، (ستاسې په وینا…)، (ډیرو ښو ټکو ته مو اشاره وکړه…). کله نورو مخاطبینو ته مخ واوړوي، وايي؛ (د فلاني صیب نظر ډیر ښه دی، هغه وايي…). یا هم کوربه یا مخاطبین کله ځان یو ډول وخوځوي، د لاسونو یو ډول د خبرو حرکت وکړي…
کله کله نورو ته هم اشاره وکړي، وايي؛ (فلانی صیب تاسې به هم نظر وړاندې کړئ…) یا بیخي ځیني خلک ساعت ته ګوري، ممکن ساعت په دیوال لګیدلی وي، او یا هم ممکن مخاطبین خپلو منځو کې سره خبرې شروع کړي، دا هغه وخت وي چې نور د خلکو زړونه ډک وي.

په داسې وخت کې باید څه وکړو؟
دغسې مهال ښه دی چې د خپلو خبرو لمن مو راټوله کړئ، ځکه پام ورته نه کیږي.
که چیرته یې مخاطبین له زړه وانه وري، نو ستاسې انرژي هم بې ځایه مصرفیږي، هم ستا او هم د مخاطبینو وخت به هم هسې نیول کیږي.

ددې ترڅنګ بل زیان یې لا دا وي چې بیا دې راتلونکې کې خلک خبرو ته نه کیښني یا بیخي کوښښ کوي چې وخت درنه کړي، ځکه تاسې ډیر غږیږئ او دا خلک ډیر غږیدونکي نه خوښوي.

اوسني ټیکنالوژیکه نړۍ ده، کوښښ باید وشي چې بیخي نوي معلومات وړاندې شي، هغه هم په نوي او لنډه لاره. ځکه هر شخص یو مصروفیت لري، کار لري او غواړي په خپل وخت کې خپل کار وکړي، دا چې تاسې ته یې د ټاکلي وخت لپاره موقعه درکړې او تاسې هم ورته همدا وخت ټاکلی، باید دا همداسې وساتل شي، که داسې نه شي، ښایي په تش میدان یوازې پاتې شئ او خلک مو ورو ورو له خبرو اوریدو لاړ شي. یو نیم که ډیر په ساده اصطلاح شخ سترګی وي، بیا یې درته پاکه صفا وايي چې ډیرې خبرې دې وکړې، نور بس دی یا تکراري غږیږې… ممکن دغسې مهال یو ډول زړه بدوالی هم رامنځته شي.

ددې تر څنګ ډیر کله همدا معلومات خلکو په ټولنیزو شبکو او ویبپاڼو کې لوستي وي، نو ښه دی چې لنډه (ریویو) پرې وکړئ او ډیر وخت درنه پرې تیر نه شي.
په پای کې به هیله وکړو چې خپلو خبرو کې وخت او مخاطبینو ته ډیر پام وکړو چې څومره زموږ خبرې په واقعي ډول اوري، کنه هسې زموږ د موقف یا شرم له امله راته وايي چې ښه روان یې، دوام ورکړه؛ خو نور یې زړه کې بل څه وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد