بریا او پرمختګ ژوند بڼه

څلور (۴) ژوند بدلوونکې پوښتنې؛ چې همدا نن یې له ځانه وپوښتئ

  • لیکنه: مایک یوکلیا
  • ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل

هیڅ څه هم تل پاتې نه دي. شیان، یا داچې د ښه والي په لور ځي او یاهم د خرابوالي په لور. ته هم یا داچې په ښه لار ځې او یاهم په خرابه لار. دا ددې نړۍ قانون دی.

سټیفن کووي دغه نظر د ارې تیره کولو په څیر ګڼلی. د اوږدې مودې له پاره په څنډه، څنډه تلل (په ورو ورو تګ) بیرته شاته حرکت زیږوي او د دغه حرکت په پایله کې، د ډیرو هڅو سره به مو لږې لاسته راوړنې لرلې وي.

څنګه کولای شې داسې ژوند جوړ کړې، چې د پانګونې په مقابل کې ښه بدله درکړي؟ د دې په موخه چې په خپل ځان پانګونه وکړې، نو په اړه یې څه کوې؟

لاندې هغه څلور پوښتنې دي، چې کولای شي ښه بدله درکړي. ښې پوښتنې مالومات پنځوي او غوره پوښتنې بدلون پنځوي.

۱. ته څوک یې او څه غواړې؟

ویلیم شیډ وایي: په بندر کې بیړۍ (کښتۍ) خوندي وي، خو دا هغه ځای نه دی چې ګوندې کښتۍ دې ورته جوړه شوي وي.

موږ ټولو د لارې بندیدل تجربه کړی دی. دا هغه څه دي چې موږ له خپلو هیلو څخه شاته ته پریږدي او نه مو پریږدي چې خپلو هیلو ته ځان ورسوو. دا ډیر ساده او اسانه کار دی، چې په یوه خوندي ځای کې څملو او له هغو وسایلو او یاهم توکو څخه ګټه واخلو چې په لاس کې مو دي او د نویو شیانو د لاسته راوړلو هڅه ونه کړو.

دغه پوښتنه له تاسره دا مرسته کوي، چې په ذهن کې دې باید دغه حالت ته نور د پای ټکی کیږدې. ته څه غواړې؟ ستا د پیاوړتیا ټکي کوم دي؟ ته له کومو شیانو او کارونو سره لیوالتیا لرې؟ ستا کړنې څنګه کولای شي چې دا په ډاګه کړي چې ایا ته سم روان یې او که نه؟ ایا ستا ورځني کارونه ستا په مهال ویش کې شته او که نه؟

۲. ته په کوم موقف کې یې او ولې یې؟

پلاټو وايي: موږ هغه ماشوم بښلی شو چې له تیارې څخه ویریږي، خو حقیقي خواشیني(تراژیدي) دا ده چې کله بلوغ ته رسیدلي ځوانان له رڼا څخه ویریږي.

که وغواړې چې د سفر له پاره له انټرنیټ څخه د موټر چلونې لارښود ډاونلوډ کړې، نو د لارښوونې سیسټم به ترهغې پیل نه شي ترڅو چې تا د پیل اپشن نه وي کیکاږلی. که چیرې ته د ژوند نقشه جوړه کړې، نو په دې به ښه پوه شې چې ته څنګه دغه اوسني ځای ته (موقف ته) رارسیدلی یې. ته کولای شې چې ښه انتخابونه وپنځوې او په روښانه توګه لیدلی شې، چې ولې ځینې یې تولیدوونکي، د ناسمو افکارو پیژندنې سیسټمونه او چلند نه و. لومړۍ ځان په حقیقت پوه کړه او وروسته بیا ورسره مخ شه. په هغه څه چې نه پوهیږو، نه شو کولای چې مدیریت یې کړو.

ته ولې په هغه اړیکه کې یې، چې ته یې غواړې؟ ستا د لرلید او اوسني واقعیت ترمینځ پنځوونکې جوړ جاړي به دا هڅه وکړي چې تا سمې لارې ته برابر کړي. کله چې ته په دې پوه شې چې ته په کوم موقف کې یې، نو په ډیرې اسانۍ سره به ځان هغه موقف ته ورسوې، چې ته یې غوښتونکی یې.

۳. ته به څه وکړې او څنګه به یې وکړې؟

اریسټوټل وایي: زموږ اعمال زموږ د شخصیت ښکاروندويي کوي. غوره والی کوم عمل نه دی، بلکې یو عادت دی.

د ښه ژوند جوړولو له پاره موخه او لیوالتیا مهم څیزونه دي. پرته له پلان څخه، ستا موخه او لیوالتیا یوازې یو خیال دی. کله چې زموږ خوبونه له حقیقت سره په ټکر کې شي، نو حقیقت یې ګټي. کله چې موخې وټاکل شي او ملاتړي عادتونه ځانته سمه بڼه غوره کړي، نو په دې صورت کې په حقیقت باندې د هیلو بدلیدا امکان لا زیاتیږي. داچې ته اوس په کوم موقف کې یې او باید چې کوم موقف ته ورسیږې، ترمینځ یې خورا زیات توپیر دی. ستا پلان هغه پُل ته ورته دی چې دواړه سره نښلوي.

هغه کوم کار دی، چې ستا خوښیږي ترسره یې کړې، خو اوس یې نه ترسره کوې؟ څه شی ستا د پرمختګ مانع ګرځي؟ نن ورځ له تاسره کوم ګامونه دا مرسته کولای شي چې سبا ورځ تا هغه موقف ته ورسوي چې ته یې غوښتونکی یې؟ ایا ستا ورځني عملي کارونه له تا سره دا مرسته کولای شي؟

۴. ستا ملګري (ملاتړي) څوک دي او څنګه له تا سره مرسته کولای شي؟

یو اوښيار کس پیړۍ پخوا ویلي: له یوه کس څخه دوه کسان بهتره دي؛ ځکه چې دوی د خپل کار له پاره ښه بدله لري: که یو یې پر ځمکه وغورځي، نو دا بل ملګری به یې راپورته کړي، خو افسوس په هغه چا چې پر ځمکه وغورځي او د پورته کولو له پاره څوک ونه لري.

ځینې وخت زموږ سفر یوازې بریښي، خو نه داسې نه ده. موږ کولای شو چې د هغو کسانو د پیاوړتیا له ټکو، پوهې او هوښیارۍ څخه ګټه پورته کړو چې زموږ ترڅنګ دي. زموږ تمایل دا دی چې یا خپل ځان مبارزې ته چمتو کړو او یاهم هیڅ ځوابونه ترلاسه نه کړو. د سختو حالاتو پر وړاندې زموږ طبیعي غبرګون دا دی چې خپل ځانونه شاته ته او سره جدا کړو.

خو دا په هغه صورت کې ده چې موږ تر هر بل وخت څخه د مقابل لوري ملاتړ کوونکو ته ډیر زیات ضرورت ولرو. که چیرې ته په سمندر کې د غرقیدو په حال کې یې ، نو ایا ته د غرقیدو څخه د نجات کس ته غږ کوې چې له غرقیدو دې وژغوري او یاهم که د لامبو وهلو درسي ټولګیو ته د نه تګ له وجې د خپل ځان ګرم ګڼلو له پاره همالته په سمندر کې چیغې وهې؟ دا نه یوازې چې ښه کار دی، بلکې ضروري ده چې باید داسې ملاتړي ولرې، چې هغوی حساس و باهوش، ګټور او مرستندویه اوسي.

د دغو پورتنیو څلورو پوښتنو تاریخ هیڅکله نه تیریږي، بلکې ورځ په ورځ د ژور لیدنې بڼه ځانته غوره کوي. همدا څلور پوښتنې ستا د ژوند د ښه اړخ څرک مالوموي. همدا پوښتنې دا مرسته کوي چې مالومات په بدلون بدل کړي.

ته څنګه په خپل ځان پانګونه کوې؟ ته نن ورځ کوم کارونه ترسره کوې چې وکولای شي سبا ورځ یې تاته په مقابل کې ښه بدله درکړي؟

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احمد فرهاد توتاخیل