ګټه وټه

ځینې کسان ولې ټنبل پاتې کیږي؟

یو وخت د امریکا ولسمشر بارک اوباما خپل روسي سیال ته په اشارې وویل، چې د ټولګي د وروستي کتار د شاګرد په څېر دی. د اوباما هدف دا و، چې ووايي د روسیې ولسمشر خورا ټنبل دی.

پوښتنه داده، چې د ټولګي د وروستي کتار شاګردانو ته ولې ټنبل ویل کیږي؟

د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د ټولګي وروستي کتارونه د ټنبلانو د ناستې ځای ګڼل کیږي. زه، چې په لېسه کې وم د الجبر په ساعتونو کې به په وروستي کتار کې کښېناستم. په دې کتار کې ټول هلکان ټنبل وو، خو د دیني، ساینسي او ټولنیزو مضامینو په ساعتونو کې به په اول کتار کې ناست وم.
خو ایا د وروستي کتار هلکان ټول ټنبلان دي؟

د تجربو له مخې د ټولګي د پای کتار په تړاو دغه تشخیص تر ډېره پرځای دی، خو دغه تجربه تل او پر هرچا صدق نه کوي. زه د لیسې دورې خپل دوه داسې ټولګیوال پېژنم، چې په وروستي کتار کې کښېناستل، خو اوس دواړه ښه تکړه انجنیران دي. برعکس دوه داسې ټولګیوال مې هم شته دي، چې د ټولګي اول نمره ګان وو، خو اوس تر ټولو ټنبل ډاکټران دي، چې نورو دندو ته یې مخه کړې ده.

هوښیار ښوونکي د ټولګي وروستي کتار ته ډېر متوجه وي. ډېرځله لومړنۍ پوښتنه د وروستي کتار له هلکانو کوي. هغوی هم اړ وځي، چې په اړوند مضمون کې ځان ورسوي. زما یو ګاونډی ښوونکی به، چې څنګه ټولګي ته راننوت، له بسم الله سره سم به یې زه پورته کولم. زه هم له شرمه اړوم، چې مضمون یې ټکي په ټکي زده کړم.

ټنبل زده کوونکي ډېری هغه کسان دي، چې له درسي اړخه کمزوري دي او ټاکلې نومرې نه شي اخستلای. هوښ، انګېزه، کوښښ او جسمي او رواني وضع هغه څه دي، چې د یوه زده کوونکي د بري او ټنبلۍ کچه ټاکي. څېړنې ښيي، چې د چاپیریال اغېز د ماشومانو او زده کوونکو پر هوښ اغېز پرېباسي. په دې معنا، چې هوښیاري ارثي څېز نه دی، بلکې په چاپیریال کې وده کوي او یوه اکتسابي بڼه لري.

زه په خپل ټولګي کې د ریاضيانو د ټنبلانو له ډلې وم، خو په فزیک، کیمیا او نورو مضامینو کې خورا چټک وم. د دې لامل دا نه و، چې ریاضي او الجبر مې نه خوښېدل، علت دا و، چې په دې مضامینو کې مې تحصیلي بنسټ کمزوری اېښودل شوی و. زه تر درېیم ټولګي پورې په ضرب او تقسیم نه پوهېدم، څلورم او پنځم ته، چې لاړم دغه ناپوهي مې ورځ په ورځ ډېرېده او بار یې دومره راباندې ډېر شو، چې نور مې له توانه بهر و. ضرب او تقسیم مې پلار راوښودل، خو کسر او نورې ریاضیکې معادلې له هغه هم هېرې وې. څومره به ، چې د ښوونکي خبرو ته غوږ وم، په ذهن کې مې څه نه کښېناستل. اوس، چې له پوهنتون نه فارغ یم، ریاضیکي مسایل راته خورا اسانه برېښي.

داسې نه ده، چې د تحصیلي بنسټ او مفاهیمو د درک ستونزه حل نه لري، حل یې اسانه دی.

که یو سیمه ییز کورس تعقیب کړﺉ، یا په کور کې د مور او د کور د نورو لوستو کسانو همکاري وغواړﺉ، ستونزه به مو تر ډېره ورسره اواره وي، خو که همداسې ټنبل پاتې شوﺉ، د پوهنتون تر فراغت پورې به مو دا ستونزه پرځای پاتې وي.

زما ښېګړه داوه، چې استاد مې هوښیار سړی و، پوهېده، چې په نورو مضامینو کې لایق یم، تر پایه یې نه ناکامولم، خو د هرچا بخت او طالع داسې خلاص نه وي، کېدای شي هر کال مشروط شى او د ټنبل زده کوونکي په نامه مشهور شى.

هغه زده کوونکي، چې شپه او ورځ په لوبو اخته وي او درسونه یوازې په ازموینو کې لولي، وړتیاوې یې وده نه کوي. د هغوی وړتیاوې او ذهني وده په ازموینو پورې محدود دي.

د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې داسې ښوونکي په دندو ګومارل شوي، چې زده کوونکو ته د تدریس په لارو چارو نه پوهیږي. نیمه ورځ دهقاني کوي او نیمه ورځ له زده کوونکو سره په ټولګي کې په ټوکو ټکالو او کیسو تېروي. دا، چې د کانکور په ازموینو کې زموږ ډېری زده کوونکي بې نتیجې راوځي، علت یې همدا دی. زه همدا اوس څو داسې محصلان پېژنم، چې په پوهنتون کې درس وايي، خو د درسونو د بوج له امله یې څوځله د پوهنتون پرېښودو هوډ کړی دی.

که تاسې ځیر شى له لومړي ښوونځي نه د پوهنتون تر دورې پورې تعلیمي او تحصیلي نصابونه ټول د یوه تسلسل له مخې تنظیم شوي دي. که زده کوونکی په ښوونځي او لېسه کې سم درس ونه وايي، یا معیاري تدریس ورته ونه شي، په کانکور او پوهنتون کې یې د ټنبلۍ را برسېره کېدل، حیرانوونکي نه دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

همیانۍ ورځپاڼه