روغه سټه

ځینې ولې خوب کې خبرې کوي؟ چاره یې څه ده؟

ژباړه: غازي عابد

رایټي راجان چې د یوه بانک ماموره ده، زیاتې شپې یې د خپل خاوند انوراګ د هغه عادت له امله په بې خوبۍ کې تیرې کړي، چې په خوب کې یې خبرې کولې.

انوراګ به په ورځ کې د شویو کارونو په اړه خوب کې غږیده، ان ځینې وخت به یې له خبرو سره حرکات هم کول، لکه په خپل ځان ګوتې وهل او لاسونه خوځول راخوځول.

په هر حال؛ په دې (خوب کې خبرې کولو) کې د خاوند هیڅ ګناه نه وه، خو دې خبرو د انوراګ پر صحت خو لاڅه، ان د دواړو (ښځه او میړه) پر اړیکو هم بد اغیز کړی وو.

رایټي وايي، بلاخره موږ تصمیم ونېوه چې ددې ستونزې څه حل لاره ولټوو، چې بلاخره حل لاره یې ورته پیدا کړه او ستونزه یې کنټرول کړه.

نوموړې زیاتوي؛ دا زما لپاره بل کوم جدي مشکل نه وو، خو ټوله شپه به یې خوب ته نه پریښودم او ویښه به ووم.

لومړی دې ته راځو چې په خوب کې خبرې څه شی دی؟!

په خوب کې خبرې کول، د خبرو کولو ، هغه غیرې نورمال رویه ده چې د خوب پر مهال رامنځ ته کیږي.

دا عادت وجود ته زیان اړونکی دی او د انسان بدن کې ګډوډۍ رامنځته کوي.

په خوب کې خبرې په بیلابیلو ډولو سره کیږي، کیدای شي یوازې له خپل ځان سره خبرې وي او یا هم ممکن چې بل چا ته یا ورسره خبرې وي.

دا خبرې کیدای شي له ځانه سره بنګیدل (ژولي خبرې وي) او یا هم واضح او څرګندې څرګندې خبرې وي.

ډاکټره کانا خاتوو چیخل په وینا؛ خوب د دمې او تازه کیدو یو وخت دی. دا وايي، د خوب پرمهال د انسان مغز او بدن بدلون مومي او همداراز ورسره دماغ نوي او تازه کیږي.

د نوموړې په خبره؛ د خوب پرمهال باخبره او پوه مغز ارام کوي او تحت الشعور (پټ شعور) ویښ وي او کار کوي.

همدا راز د بدن ارادي حرکتونه لکه قدم وهل (تلل) ودریږي، او غیرې ارادي حرکتونه لکه د زړه ضربان، د معدې حرکات، د وینې جریان او نور ادامه لري.

اصلي لاملونه یې څه دي او ولې خوب کې خبرې کوو؟!

د دماغي چارو کارپوه کیلاش منتري وايي، ډیر علتونه شته چې ولې په خوب کې یو انسان خبرې کوي. دلته یې ځیني سببونه ذکر کوو:

۱- له خوب نه لریوالی (بې خوبي)

کله چې تاسې په بشپړ ډول سره خوب نه وي کړی، نو د تیرې بې خوبۍ د راګرځولو لپاره تاسې ژور خوب ته اړتیا لرۍ، چې همدا ډیر او ژور خوب کول ددې لامل کیدای شي، څو تاسې په خوب کې خبرې وکړئ.

۲- د صحت اړوند مسایل

اوږد مهاله ناروغي په خاص ډول تبه هم انسان په خوب کې خبرو کولو ته برابروي. یعنې هغه اشخاص چې اوږده ناروغي یې تیره کړې وي، هغوی هم په خوب کې خبرې کوي.
۳- احساساتو سره تړلې ستونزې

ډیر کله له تنهايي سره د چاپيریال پر ځای ځان ته متوجه کیدل هم د تشویش او اندیښنې کچه لوړوي، چې دغه حالت د خوب پرمهال د یوه شخص د فکرونو بیانولو او خبرو کولو سبب کیږي. یعنې د تنهايي احساس کول او د چاپيریال پر ځای یوازې له ځانه سره اړیکه لرل هم دا ستونزه رامنځته کوي.

۴- فشار
کیدای شي دا (خوب کې خبرې کول) د کار له امله یا هم د شخصي فشار له امله وي، خو په هر حال ډیر فشار هم کولی شي دا مشکل پیدا کړي او انسان دې ته مجبوره کړي چې خوب کې خبرې وکړي.

۵- وزن
هغه اشخاص چې وزن یې ډیر وي، ډیر خوب کوي، چې دا ډیر خوب کول ورته تکلیف رسوي، د همدې تکلیف له امله یو شخص خوب کې خبرې کوي.

بلاخره څه ډول ددې ستونزې مخنیوی وکړو؟!

روغتیایي ډاکټره کانا خاتوو چیخل وايي؛ په خوب کې خبرې کول له دماغو د منفي فکرونو د ایستلو، همدا راز د احساساتو د مخنیوي او د بند پاتې پټ شعور د را ایستو یوه طبعي لاره ده.

ډاکټران سپارښتنه کوي چې هر شخص باید د خوب لپاره یوه کتابچه ولري، څو ورسره ددې ستونزې په مخنیوي کې مرسته وکړي. دا کتابچه باید ځینې جزیات (برخې) ولري څو خوب ته د تللو، خوب ته د تمایل او له خوبه د راویښيدو وختونه په کې ولیکل شي.

تر څنګ یې ددې ځای هم ولري چې په کې د دارو درمل خوړل، د فیټنس (چمتوالي) لپاره ترسره کیدونکي ورځيني فعالیتونه، او په ماښام کې د ټول څښاک و خوراک اندازه هم باید په کې ولیکل شي.

دا کار باید لږ تر لږه تر دوه یا څلورو اونیو پورې وشي، چې دا به د ښه خوب لپاره د یوې منظمې تګلارې په جوړولو کې درسره مرسته وکړي. څومره مو چې خوب منظم شي، هومره مو ورسره خوب کې د خبرو کولو ستونزه راکمیږي.

یعنې په مهالویش سره خوب وشي او په منظم ډول سره مخته لاړ شي، ښه خوب وکړای شي او په خوب کې له خبرو کولو ستونزې به هم خلاص شي.

د کورنۍ غړی به درته په خوب کې خبرې کولو یوه بیلګه ووايي، چې دا وکړه او هغه وکړه، خو یو پوه یا ماهر په سمه او لازمه لارښوونه سره کولی شي، له دې ستونزې دې په سم او مناسب ډول سره خلاص کړي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */