ژوند او ژواک

څو ټکي ځوانانو ته چې هم د دوی او هم د نورو ژوند بدلولی شي

ژباړه: غازي عابد
له بیلابیلو سرچینو

– ګام پورته کړئ، که تیروتنې مو وکړې، نو له تیروتنو بیرته زده کړه وکړئ.

– د ځان د اطمنیان، پوهې او پیاوړتیا په موخه ښه ډیر نظرونه اخلئ او له خلکو مشورې غواړئ.

– نادره، لټوونکی، تلاشګر اوسئ او په نویو شیانو او چارو پسې خواري کوئ.

– اجازه مه ورکوئ چې خلک ستاسې خوشحالي تعریف کړي، بلکې تاسې ټولنې او خلکو ته خوښۍ ورکړئ، یوازې یې له نورو مه غواړئ، داسې څه کوئ چې ټولنه درنه خوشحاله وي.

– هیڅکله لوڅ او غیرې اخلاقي فلمونه او کارونه مه ګورئ او مه کوئ. دا مو روان، ژوند او مینه زیانمنوي.

– تل منظم او صحتمند اوسئ، خپل صحت او د ځان منظموالي ته مو ډیره توجه کوئ.

– سپما وکړئ. هڅه وکړئ چې له ځانه سره لږې لږې پیسې وساتئ او بې ځایه مصرف ونه کړئ، که د ورځې ۱۰ ډالر سپما کړئ، نو په پنځو کلونو کې به ۱۸۲۵ ډالره دې سپما کړي وي. یعنې له بې ځایه لګښتونو ځان ساتئ.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */