رسنۍ

ځوانان مو قتل کیږي… دا څه ډیموکراسي ده؟

نن د کابل پر سړکونو د خبریالانو وینې وبهیدي. د څو زلمیو او پیغلو تنې پاڼې، پاڼې شوې، کمرې ماتې شوې، او مایکروفونونه خاموشه شول.

چا ووژل؟ یوې وسلوالې ډلې یې مسولیت ومانه چې چارواکي یې ګرد سره په افغانستان کې موجودیت هم نه مني. نو څه معلومه چې نن څو لوستي ځوانان چا د وینو پر سیند لاهو کړل؟ که معلومه هم شي مهمه نه ده. ځکه څوک یې د پوښتنې شته؟

په هغه هیواد کې چارواکي یې د سولې په دروغجنو هڅو، د غندنو په مکرجنو اعلامیو او پر فیسبوکي کمپاینونو خپل ولس تیرباسي او د خپل واک د دوام هڅه کوي، هلته د قاتل پر ضد د اقدام تمه نه کیږي.

په همدې ورځ په کندهار کې بلې ځانوژونکې حملې لسګونه ولسي خلک مړه او ټپیان کړل.

تیرې مخکې کابل او ننګرهار کې د رای ورکونکو د نوم لیکنې مرکزونه په وینو ولمبیدل.

د ولسمشر د غندنو د اعلامیو له لیکلو ستړي شوي لیکوال دا ځل د ننګرهار او کابل پېښې سره یو ځای په یوه اعلامیه کې وغندلې، وژل شویو ته یې جنت فردوس او ټپیانو ته یې د بشپړې روغتیا هیله وکړه. اجرایه ریس عبدالله هم ورته اعلامیه خپره کړه. ان د قاتلینو پر ضد یې د اقدام یوه درواغجنه وعده هم ونه کړه.

په کابل، ننګرهار، کندهار، هرات، مزار او نورو ښارونو کې لکه تپه تیاره چې وي، لکه په رڼا ورځ چې شپه راغلي وي، قتل به وشي، یو لوستی ځوان به ووژل شي، یو مدني فعال به ټوټي، ټوټي شي، یو دنګ قامت به نسکور شي، سرونه به پرې شي، د دښمن پته یې نه لګیږي. کومه څیړنه نه کیږي چې قاتل څوک و؟ څنګه یې قتل وکړ؟ له قتل وروسته چیرې ولاړ ؟ ګوزار کیږي خو څوک نه پوهیږي چا ګوازار وکړ؟

که د خلکو قاتل او د ښار ډاکو نه معلومیږي نو څرګنده خبره ده چې د واک پر ګډۍ ناست که قاتل او غل نه دی، جرم شریکی دی.

افغان حکومت او امنیتي ادارې یې له نړیوالې ټولنې تر لاسه کړې کافي بودیجه لري، کورني عواید یې هم په لاس کې دي، درانه لګښتونه کوي، موټرې، الوتکې، وسلې، تجهیزات او لسګونه زره سرتیري لري. خو دا تجهیزات پرلپسې د چارواکو د خوشالولو لپاره کاریږي. له یوې سیمې هم داسې خبر نه اورې چې هیلمندې درکړي. چې امنیت په کې بهتره شوی وي، چې مبهمه او تیاره فضا په کې روښانه شوې وي. یو غل او ډاکو نیول شوی وی او یا یو ترهګره ډله ځغلول شوي وي.

په جلال اباد، کابل، کندهار او نورو ښارونو کې خلک لګیا دي د خوندیتوب په پار د ښارونو له څنډو د ښارونو منځونو ته کډې کوي.

پر ترهګرۍ سربیره جنایتکارې او مافیايي ډلې په ټولو ښارونو کې فعالې دي. په هیڅ یو ښار کې نه د چا سر خوندی دی، نه مال خوندي دی، نه پت او نه عزت. د افغانستان په وګړو کې به داسې کم کس وي چې لږ تر لږه په رڼا ورځ یې د لاس څخه درې څلور موبایل ټیلفونونه په زور غلو نه وي لوټلي.

له دې ټولو سره حکومت خوشاله دی. ولسمشر هم خوښ دی چې ولسمشر دی. بس د سولې د هڅو، ډیموکراسۍ، انتخاباتو، له منځنۍ اسیا سره د تګ راتګ په میرات مړو دغوو خلک تیرباسي.

خو خلک نور د سولې په درواغجنو هڅو او د اصلاحاتو په هوايي ژمنو نه تیروځي.

د افغانستان اوسنی نسل د ټولو بدبختیو سربیره د ټولنیزو رسنیو د عصر بیدار نسل دی.دوی په تشو ژمنو او فیسبوکي خیاطیو نه تیروځي او تور او سپین پیژني. که چارواکي خپل مسولیتونه سم ترسره نه کړي، امنیت خوندي نه کړي او هغه کاورونه چې کولی یې شي خو په کې بې پروايي او بې کفایتي کوي ترسره نه کړي نو لرې نه ده چې د افغانستان ځوانان به په یو زورور او لوړ غږ دې ته ورته یوه ناره پورته کړي چې:

ځوانان مو قتل کیږي..
دا څه ډیموکراسي ده؟

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

پاڅون بهرام خیل