ژوند او ژواک

ځوانان باید تر ۱۸ کلنۍ په کومو شیانو پوه شي او ویې کړي؟!

 

لیکنه: امریټ پاوډل
ژپاړه: غازي عابد

امریټ پاوډل یو ۲۴ کلن ځوان دی چې د خپل درک او تجربو نه په استفادې یې دلته ۲۰ هغه لارښوونې لیکلي چې ځوانان یې باید تر ۱۷ کلنۍ پورې ترسره او ځان پرې پوه کړي.
دا دي:

۱- پوه شئ چې څنګه او کله باید څښل وکړئ.

۲- پوه شئ چې څه رقم ټوکه باید وکړئ.

۳- پوه شئ چې څرنګه یو عام خبرې کوونکي او ویناکوونکي اوسئ.

۴- پوه شئ چې څرنګه باید لامبو وکړئ. لامبو زده کړئ.

۵- د کتابونو د لوستلو عادت مو زیات او پراخ کړئ.

۶- باید تل زړور، شجاع او باجرائته اوسئ.

۷- یوازې د پيسو لپاره منډې مه وهئ او مه تل پیسو پسې ګرځئ.

۸- د خپل هر سم ارمان او هیلې پوره کیدو ته ګامونه واخلئ او مبارزه شروع کړئ.

۹- څومره چې کولی شئ په هماغه اندازه زیاتې ژبې زده کړئ.

۱۰- تل په ځمکه اوسئ، یعنې کبر او غرور مه کوئ.

۱۱- ډیر مؤدب (باادبه) او حیاناک اوسئ.

۱۲- هر وخت مسکی اوسه، حتا که زړه دې هم نه وي چې مسکی شې.

۱۳- هغه سم کارونه د ځان لپاره وکړه چې کوم تاته مناسب ښکاري.

۱۴- ځیني کارونه د ټولنې لپاره هم وکړه.

۱۵- تل به په سم لار نه یې روان یا به تل په حقه نه یې.

۱۶- له مور او پلار سره مینه وکړه.

۱۷- پرته د نورو له مینې او پاملرنې هم هغوی قبول او درناوی یې وکړه.

۱۸- خپل کار په خپله وکړه.

۱۹- څومره چې کولی شې سفر وکړئ. څومره چې کولی شې سفر وکړئ. څومره چې کولی شې سفر وکړئ… دا مې ځکه تکرار کړل چې د خپلو هدفونو، زده کړو، ارامۍ، پام غلطۍ او خیالونو ترلاسه کولو لپاره مو سفرونه وکړئ.

۲۰- په پای کې باید ووایو چې هره ورځ شاید زموږ او ستاسې وروستۍ ورځ وي، په کار ده چې ترې سمه استفاده وکړو.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */