خواړه روغه سټه

ځمکنی توت د لوړ فشار لرونکو کسانو ته ارزانه درمل دی

لیکنه: ياران

ژباړه: محمدصادق کریمزی

ځمکنی توت چې په فارسي کې ورته توت زمیني او توت فرنګی نومونه هم کارول کیږي او په ټوله اسیا کې د میوو د ملکې په نوم هم شهرت لري چې د ښکلي سور او جذاب رنګ سربیره د بې شمېره ګټو په لرلو د ډیرو ناروغیو لپاره بهترینه دوا هم ده.

دامریکا د فلوریډا پوهنتون څیړونکو په خپلو تازه څیړنو کې موندلي هغه کسان چې د وینې لوړ فشار لري، نو له ځمکني توت څخه په استفادې کولی شي فشار مو نارمل او ډاکتر ته له ورتګ څخه مو وژغوري.

د څیړونکو په باور ځمکنی توت په پراخه پيمانه انټي اکسیدانټ، ویټامینونه او نور ګټور مواد لري چې د زړه په ناروغۍ د اخته کیدو، سرطان ناروغۍ، د مغزې سکتې، د وینې لوړ فشار او د شکرې ناروغۍ په راکمولو کې د پام وړ رول لري.

هیره دې نه وي چې ځمکنی توت یا توت زمیني چې په څوارلسمه پيړۍ کې د فرانسویانو له لورې د ځنګلي میوې څخه د اهلي میوې په توګه وپيژندل شو، د لوړ فشار سربیره د بدن د معافیتي سیستم په قوي کولو، د قبضیت ناروغۍ د مخنیوي، د پوستکي د ښکلا او ښایست، د ویښتانو د تویېدو د مخنیوي سره سره د امیندوارو میرمنو لپاره هم د درملو په څير د ډاکترانو له لورې توصیه کیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران