بریا او پرمختګ ژوند بڼه

له ځان سره څنګه مینه وکړو؟

ژباړه: معتصم شاهد

موږ تل ددې په فکر کي یوو چې سبا ورځ به زما له نن نه ښه وي یا به سبا زه له دې نه ښه وظیفه پیدا کړم یا زه ولي ډنګر شوی یم؟ یا داسې نورې پوښتنې…

خو هیڅکله مو د اوس په هکله فکر نه دی کړی. با وجود ددې چې په راتلونکي باور نسته او تیر شوی راګرځي نه نو ددې لپاره چې ځان ښه احساس او له روحي ستونزو نه ځان وساتو باید تل د اوس په هکله فکر وکړو، او د موجوده امکاناتو شکر او قدر دانی وکړو تل په اوس کې و اوسو.

و خاندو د خپلو ماشومانو له خندا خوند واخلو او د کور د حویلۍ د ګلانو عطر او خوشبو حس کړو.

خپل منفي صفات قبول کړه، هیڅ کله د خپلو خرابو عادتونو لپاره توجیهات مه جوړوه. فکر وکه زه هم انسان یم ښه او بد لرم زه هم د بدو صفاتو لرونکی یم، باید اصلاح یې کړم او ځان ورته وه نه ځوروم.

د خپل خراب صفت پر ځای ځان کې مثبت صفتونه او عادتونه ورزه. پر ځان باور پیدا کړه او ځانته ډاډ ورکړه له داسي ملګرو سره اړیکي پیدا کړه چې تاته ډاډ، جرات او زړورتیا درکړي.

ځانته پر دیوال هنداره نصب که او کله چې سحر راپاڅې نو لومړی ځانته هنداره کې وګوره وخانده او ووایه نن دې یو ښه سهار پیل کړی. مخکي تر دې چې کار ته ولاړ سي مور او پلار ته ووایه مینه در سره لرم. هغوی حتماً درته وایي چې موږته زیات ګران یې نو ټوله ورځ به ځان درته ارزښتمن ښکاري او له ځان سره به دي مینه زیاته وي.

هنداري ته کتل دي پر ځان باور زیاتوي کله چې هنداري ته ودریږې نو ځان ته خبري وکه.

ددې لیکني ترلوستلو ورسته د تیر فکر پریږده ووایه زه اوس هغه نه یم کوم چې مخکي وم اوس مې ځان بدل کړی او په ځان کې مې پوره تغیر راوستی.

خپلي کړني منظمي کوم او د ورځني ژوند لپاره تقسیم اوقات جوړومه.

پر ځان هیڅ کله انتقاد مه کوه او پر ځان انتقاد کول انسان د ناکامه او بې زړه کوي هڅه وکړه چې راتلونکي کې تیري تیروتني تکرار نه کړې او بس.

له ځانه سره دومره مینه وکړه لکه غواړې چې بل څوک له تا سره څومره مینه وکړي، ارام اوسه صبر کوه او پر خدای ج توکل کوه.

ځان له هغو فکرونو خلاص کړه چې تا ځوروي، داسې چې ځان اوزګار مه پریږده. کله چې وزګار سوې ځانته بوختیا پیدا کوه لکه مطالعه؛ لوبي او ……

د جسم روزني ته پام وکړه، د خوړو ګټي ځانته معلومي کړه، هغه ورزش چې تاته خوند درکوي منظم یې په هره ورځ کې ترسره کړه منظم خوراک او چښاک وکړه.