ژوند او ژواک

پییر امید یار؛د (ebuy ) ایرانی څښتن او میلیاردر

پییر امید یار چې اصلا ایرانى دى، اوسمهال په امریکا اوسي. آنلاین پلورنځی لري، له همدې میلیاردر شوى دی. پلورنځي یې (ebay ) نومیږي چې په نړۍ کې تر ټولو ستر آنلاین یا انټرنیټي پلورنځی دی. د ژوند کیسه یې جالبه ده، را ځئ په ګډه یې د هغه له خپلې ژبې واورو:

زه اصلا په تهران کې زیږیدلی یم، شپږ کلن وم چې له کورنۍ سره د امریکا مریلنډ ته کډوال شوم او په ۱۴ کلنۍ مې لومړی ځل د خپل ښوونځي لپاره یو سافټویر جوړ کړ.

ما له الکترونیکي توکو لکه د حساب ماشین او دېته ورته وسایلو سره له وړوکیتوبه مینه درلوده، هغوی به مې را واخیستل ټوټې ټوټې به مې کړل، پروزې به مې یې سره بیلې کړې او دوباره به مې سره یوځای کول او ترمیمول؛ خو هېڅکله یې په لومړني ډول په بیرته جوړولو نه بریالی کېدم.

ما د دې تر څنګ له کمپیوټر سره هم ډېره علاقه درلوده، تل به مې زړه کې ویل چې زه باید د کمپیوټر د سافټویرونو تر څنګ د هارډویرونو جوړولو هڅه هم وکړم، دا هغه مهال و چې زه د ښوونځي په دریم ټولګي کې وم، زه په ټولګي کې لایقه زده کونکی نه وم د هغو زده کونکو له ډلې وم چې اصلا درس نه وايي، له وړوکیتوبه به تل کمپیوټر ته کښیناستم، له کمپیوټر سره مینه مې دې حد ته ورسیده چې له ځان سره مې وټاکله چې زه باید د کمپیوټر انجنیر شم. هماغه و چې کله پوهنتون کې و منل شوم د برق او کمپیوټر انجنیرۍ څانګې ته بریالی شوم، خو دا چې د برق په انجنیرۍ کې د کیمیا مضمون و او ما ور سره مینه نه درلوده، سره له ډېره کوښښه مې په دریم سمستر کې په یاد مضمون کې له ۱۰۰ نه ۳۰ نمرې واخیستې، له ځانه سره مې وویل له څه سره چې مینه نه لرې ولې یې وايي؟

د برق انجنیري مې پریښوده او یوازې مې د کمپیوټر رشتې ته پونده ورکړه، لسانس مې په کې واخیست؛ خو له کمپیوټر سره لیونی مینې اړ کړم چې یو داسې سیستم باندې کار وکړم چې هم راته یو څه پیسې وګټي او هم را ته ساعت تیري وي، ځکه پرته ترې هسې په کمپیوټر کار کول هېڅ مانا نه لري، اخر ژوند دی څه خو به ګټو هم، هماغه و چې ناڅاپه مې په ذهن کې وګرځېدل چې یاره را ځه د انټرنیټي خرڅلاو دوکان پرانیزه، په لومړي سر کې مې فکر کاوه چې یوازې مې شپه او ورځ و چلوي همدا بس ده، خو چې چاسره مې دا نظریه شریکوله، هغوی به د نه ځواب را کاوه، خو ما ځان سره هوډ کړی و چې پریږدم يې نه، بس شروع شوم، په لومړیو کې څه ستونزې وې؛ خو کرار کرار یې هم خوند را کاوه او هم یې را ته پیسې کولې تر دې چې د لومړیو شپږو میاشتو وروسته یې زما له توقع ډېره ګټه وکړه، دومره ګټه چې حیران یې کړم، نور مې ورته صبر و نه شو او د پخوا په نسبت مې په کې خپلې هڅې څو چنده کړې، هره ورځ به مې مشتریان زیاتېدل تر دې چې په ۱۹۹۸ کې ۲،۱ میلیون تنو ته لوړ شو، فروشات مې ۷۵۰ میلیون ډالرو ته ورسېدل او خالصه ګټه مې ۸ میلیون ته لوړه شوه، اته کاله وروسته یانې په ۲۰۰۵ کال کې دا شمېره نوره هم لوړه شوه چې د کارکونکو شمېر مې ۶۰۰۰ تنو ته، مشتریان ۴۶ میلیون او خالصه ګټه ۴۴۱ میلیون ډالرو ته ورسېده. کمپنۍ اوس ډېره پراخه شوې تر دې چې په نړۍ کې یې د ترټولو ستر آنلاین پلورنځي ویاړ یې خپل کړى دی.

د فوربس د ۲۰۱۳ کال د شمېرو له مخې پییر امیدیار د ۸،۷ میلیارد ډالرو په لرلو په نړۍ کې (۱۲۳) او په امریکا کې (۴۲) لوی شتمن دی. واده یې کړی، درې بچیان یې دي او ۴۶ کلن دی.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */