سپورټ

پیښور زلمي لوبډلې کراچۍ کینګز کور ته ولیږله

د پاکستان د کورني کرکټ «پي اس ایل» ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو کې د تیر کال اتلې پیښور زلمي لوبډلې د کراچۍ لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره پای لوبې ته لار پیدا کړه.

په سیالۍ کې پیښور زلمي لوبډلې د لوبې په ټاکلو ۱۶ اورنو کې د کامران اکمل د ۷۷ منډو جوړولو سره د کراچۍ کینګز لوبډلې ته د ۱۷۱ منډو هدف ورکړ، چې کراچي کینګز لوبډله هدف د رسیدو په وروستیو شیبو کې د ماتې سره مخ شوه.

کراچۍ کینګز لوبډلې په ځوابي لوبه کې د جیو ډینلي د ۷۹ او بابر اعظم د ۶۳ منډو جوړلو سره سره دغه هدف ته ونه رسیده او په سیالۍ کې یې د ۱۳ منډو په توپیر سره ماتې وخوړه.

له دې وړاندې د اسلام اباد یونایټیډ لوبډله همدې کراچي کینګز لوبډلې ته په تیرې سیالۍ کې په ماتې ورکولو سره د دغه لیګ پای لوبې ته د لمړۍ لوبډلې په توګه ورسیده، خو کراچۍ لوبډلې په دویم چانس کې هم ونشو کړی، چې پای لوبې ته ځان ورسوي.

د کراچي لوبډلې لپاره په دې مهمه سیالۍ کې ستره ضربه د شاهد خان افریدي نشتون و، چې په تیره لوبه کې د ټپي کیدو له کبله یې ګډون ونشو کړی.

د پاکستان سوپر لیګ سیالیو پای لوبه کې به د لمړي پړاو اتله اسلام اباد یونایټیډ او دویم پړاو اتله پیښور زلمي لوبډله د دویم ځل اتلولۍ خپلولو په موخه د راتلونکې یکشنبې په ورځ د مارچ میاشتې په ۲۵ مه نېټه د پاکستان په کراچي کې د سیالۍ په ډګر کې سره مخامخ شي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی