کلتور او هنر

پینځه (۵) فلمونه: لیدل يې ستاسې ناممکن خوبونه ریښتیا کوي

 

تاسې چې کله هم وزګار يې څه کوئ؟… مطالعه کوئ؟ خبرونه ګورئ؟ فلم ګورئ؟ او که په باغچه کې ګلان اوبه کوئ؟ … هر څه چې کوئ، ټول په خپل ځای سم دي؛ خو که خبره د فلم لیدلو ته راشي، نو د فلم ټاکل ډیر مهم دي.

ډير کله موږ یو فلم له پیله تر پایه وګورو، خو اخر کې يې هسې د وخت ضایع وبولو. مګر ځينې وخت داسې فلم هم وګورو، چې ان زموږ د ژوند ځینې برخې په پوره ډول تغیر کړي.

نن موږ تاسې ته پینځه داسې فلمونه درپه ګوته کوو، چې لیدل يې بې له شکه، ستاسې ټول هغه خوبونه چې تاسې ته ناممکن ښکاري، ریښتیا کولای شي.

دا فلمونه تاسې ته درس درکوي، چې څنګه خپله بالقوه او شته انرژي په کار واچوئ او خپلو موخو ته ځان ورسوئ.

۱ـ زه ژوندی يم (I Am Alive: Surviving the Andes Plane Crash)

ایا له دې به هم څه بدتر وي، چې د خپل ملګري د وجود غوښې وخورې؟ هیڅ هم له دې بدتر نشته، که څنګه!

خو؛ د اندیس چورلکې د ټکر څخه وروسته ۱۶ ژوندې پاتې شوي کسان همداسې کوي. دوې دوه اویا (۷۲) ورځې د سویلي امریکا په دوو غرونو کې بند پاتې کیږي او هیڅ بشري مرسته نه ورسیږي. دوې اړ کیږي، چې د خپلو دوستانو غوښې وخوري.

دا فلم د وتلي ناول لیکوونکي هغه خبره په ثبوت رسوي، چې وايي:

((په مینه کې موږ ګورو، چې موږ څه غواړو شو؛ خو په جګړه کې موږ مومو، چې موږ څوک یو.))

۲ـ میرو Meru

ایا فکر کوئ، چې د همالیا په غرونو له ختلو به هم کوم نور څه سخت وي؟

د شارک فین لاره، چې د میرو د غره څوکې ته ختلې، د نړۍ له سخت ترینو لارو څخه ده. خو تاسې به په فلم کې وګورئ، چې څنګه درې کسان د همدې لارې د میرو د غره سر ته له پرله پسې ناکامیو څخه بیا هم ځان رسوي.

فلم خورا په زړه پورې او هېښوونکي صحني لري.

۳ـ ایډي ایګل/شاهین (Eddie the Eagle)

د سپورت سره مینه لرئ؟ او کله چې هم ستاسې روزنکی او مربي (coach ) درته ووايي، چې تاسې د هیڅ ښې هم نه يئ؛ تاسې د خپل ټیم لپاره دوه روپۍ ګټه هم نشئ اړولای؛ او تاسې ټيم ته کومه بریا او مخکې تګ نه شئ ورکولای؛ نو څومره به مو زړه مات شي؟!

بې له شکه، چې بیخې به خوابدې شئ. دا فلم همداسې یوه کیسه ده. ايډي ایګل سپورت کومیډي ډارمه ده، چې د میخایل ایډوارډ په ژوند جوړ شوی. نوموړی د سکای لوبغاړی و او په مخکې يې له پرتو ټولو خنډونو سره سره يې بیا هم لوېې برتانیې ته د اولمپیک نړیوال کپ راوړ.

 

۴ـ بیلي ایلیټ: Billy Eliot

له اصولو او سره خطونو پښه اړول اسانه کار نه دی. موږ ټول په یو ټولنیز چوکاټ او جعرافیه کې د مشخصو اصولو او قواعدو لاندې ژوند کوو او ځان ورسره اعیار و.

ډیر کله موږ د اصولو د رعایت لپاره له خپلو هیلو او غوښتونو هم تیریږو؛ خو بیلي ایلیټ هغه کوچنی ماشوم دی، چې د خپل هدف په تعقیب او ترلاسه کولو کې هیڅ قید او شرط نه مني. هغه په پوره جذبه او شوق خپلې موخې تعقیبوي او ځان ورته رسوي.

دا فلم موږ ته دا درس راکوي، چې زموږ عمر زموږ د موخو د ترلاسه کولو مانع نه دی.

۵ـ د خوښۍ په لټه The Pursuit of Happiness

د ویلیم سمیت فلم دی، چې څنګه د خوښۍ په لټه له ستونزو تیریږي. د فلم جالبه برخه دا هم ده، چې نوموړی د خپل کوچني زوی څنګه خیال ساتي.

فلم د ژوند سره د تړلو کیسو ځینې ناڅرګند اړخونه هم راسپړي او تاسې ته جرائت، هیله او ځواک بښي.

پایله:

هر فلم یو پیغام لري؛ خو د ځينو هغوې پیغامونه کوچني او تکراري وي او د ځینو نورو يې بیا جالب، نوي او هڅوونکي وي.
تاسې هم دا فلمونه وګورئ او بیا موږ سره خپلې تجربې شریکې کړئ، چې څنګه وه.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */