روغه سټه ژوند او ژواک

پینځه ویشت (۲۵) کوچني کارونه، چې ژوند مو بدلوي

 

لیکنه: اني میولر
ژباړه: شاهین

پلټنې، تجربې او د انسان مشترک خواص ټول دا ښيي، چې که واړه قدمونه په مکرر ډول، په مشخص لوري واخیستل شي، تر سترو او مهمو ځایونو مو رسولای شي.

هیڅ انسان په یو شپه کې د بدلون کوم ستر عادت نه شي خپلولای؛ خو هر انسان کولای شي، چې په مزه مزه د بدلون په لوري مستحقم ګامونه واخلي.

لندن کې د سټنفورډ د ټیکنالوژۍ لیب مشر د بدلون لپاره د کوچنیو عادتونو په خپلولو او پرمختیا پلټنه کړې او د ژوند ۲۵ داسې عادتونه يې موندلې، چې روزمره تمرین يې ستاسې ژوند په پوره مانا بدلولاي شي.

دا عادتونه، چې په حقیقت کې ډیر عادي ښکاري، خو دومدار تمرین يې ستاسې د وجود انرژي، روغتیا، اړیکي، کار او چاپیریال ته ستر بدلون ورکوي، چې بالاخره ژوند مو تغیر مومي.

دا ۲۵ عادتونه په ۵ ګټګوریو ویشل شوي، چې په هره ګټګورۍ کې ۵ ځای شوي دي.

فزیکي روغتیا:

۱ـ هر سهار په نهاره یو ګیلاس اوبه څښئ.

هر سهار په نهاره یو ګیلاس اوبه څښل ستاسي روغتیا لږ نه، ډیره تضمینوي. هڅه وکړئ، چې سوډا – کوک، پیپسي، او ورته نور څښاک – تر خپله وسه ونه څښئ.

۲ـ قدم ووهئ.

ستاسې لومړی کار باید له سهار چایو وروسته دا وي، چې دفتر، پوهنتون او یا خپل کار ځای ته پلي لاړ شئ.

که تاسې سهار وختي کې لږه یا ډیره منډه وکړئ، نو غوړي لا غوړي.

او که له دفتر درپسې موټر راځي، نو له موټروانه وغواړئ، چې تاسې څو قدمه له دفتره لرې ښکته کړي او بیا له هغه ځایه پلي لاړ شئ.

۳ـ تازه میوه او تازه سبزي وخورئ.

تازه تکه شنه سبزي او سلاد، چې لیمو، بادرنګ، ګازرې، او څه د کاهو پاڼې هم ولري، نه یواځې دا، چې په خيټه مو ماړه او پُرانرژي ساتي، بلکې وزن به مو هم بایللی وي.

۴ـ هر ساعت له ناستې وروسته، ودریږئ.

په یو ځای دومداره ناسته ستاسې وجود او دماغ کمزوری کوي. که تاسې ټوله ورځ دفتر کې ناست يۍ، نو خپل وخت مو قید کړئ او د هر ساعت له کړنګ (زنګ) څخه ورووسته ودریږئ. ملا مو سمه کړئ او یو څو قدمه وګرځئ.

بس په دې سره هم وجود نارمل، هم ماغزه فعال او هم ژوند خوشاله.

۵ـ جیب کې درسره لږ زړې ګرځوئ.

هر چیرې چې ځئ، په بغل جیب کې مو لږ څه، پسته، بادم، اغوز، جنغوزي او یا هم نور زړي واچوئ، او یو یو ترې خورئ.

دا مو د وجود پروتین پوره کوي او د لوږې احساس هم نه درکوي. مهمه دا، چې تاسې بیا په درسترخوان ډیره ډوډۍ هم نشئ خوړلای او وزن به مو ثابت پاتي شي.

د دماغي سلامتیا عادتونه:

۱ـ د (هو) او (نه) پوښتنې مه کوئ.

هڅه وکړئ، چې تشریحي او معلوماتي پوښتنې مطرح کړئ. د هو او نه پوښتنو له کولو ډډه وکړئ. په ځای يې ووايئ… څه فکر کوئ…………..؟ ستاسې تجربه ………………………….څه ده؟ تاسې څنګه غواړئ……………………………..؟

دا او ورته پوښتنې ستاسې ټولنیز اړیکي غښتلي کوي؛ خواخوږې زیاتوي، او د ژوند په اړه ستاسې فکري میتود بدلوي.

په یاد ولرئ، چې کله هم دا ډول پوښتنې کوئ، ځوابونه يې په سړه سینه واورئ؛ داسې لکه، ذده کړه چې کوئ.

۲ـ که رسامۍ سره ښه يئ، نو وخت ناوخت رسامي کوئ.

اوونۍ کې یو نیم ځل د رسامۍ لپاره هم پنسل او رنګې په لاس کې ونیسئ. وګورئ، که مزه يې وکړه، دوام ورکړئ. ستاسې پام اړوي او مغزو ته مو وده ورکوي.

۳ـ هره ورځ څو دقیقي په ارامه فضا کې خاموشه کینئ.

دا کوم سخت کار نه دی او نه هم کوم سخت تمرین دی. بس همدومره، چې یوه ارامه او خاموش فضا ومومئ او څو دقیقې چپ چاپ کینئ.

ممکن ستاسې فکر لرې لاړ شي او ګڼې خبرې مو ذهن ته راشي، خو مه څه کوئ او مه هم څه وايئ. یواځې ساه واخلې او بس.

۴ـ له ویده کیدو وړاندې، څه مو چې په ذهن کې وي ويي لیکئ.

دا د ذهن د خالي کولو تر ټولو اسانه لار ده. څه مو چې په ذهن کې ګرځي، ويي لیکئ. د خپلو لیکلو سمون مه کوئ، آن که داسې هم لیکلي وي، چې تاسې پرې خپله هم بیرته نه پوهیږي.

که لیکل مو په وس پوره نه وي، نو له ریکارډر څخه ګټه واخلئ او چې څه مو ذهن کې دي، ثبت يې کړئ او نن شپه ارام ویده شئ.

۵ـ خپل منتر مه هیروئ.

کله هم چې تر فشار لاندې راځئ، خپل منتر په ځان ووايئ.

شخصي منتر څه ته وايي؟ دا داسې یو منتر دی، چې تاسې پرې ویاړئ. یعنې داسې یو څه ځان ته در په یادوئ، چې ستاسې مهمه لاس ته راوړنه وي او ځان سره ځینې جملې هم تکراورئ، لکه: دا اسانه دی. دا زه کولای شم. له دې مې سخت کارونه کړي. دې ته خو یواځې نه یم. زما مسولیت، زما قوت دی.

دا منتر تاسې سره مرسته کوي، چې سټریس درباندې غالب نه شي.

د غوره او مؤثر کار عادتونه:

۱ـ د خپل ځان اتل اوسئ.

کله هم چې له یوه ننګونکي حالت سره مخ شوئ، په خپل دفتر او شاوخوا کې یو ځواکمن او مخکښ کس په نظر کې ونیسئ. فکر وکړئ، چې همدا کس ستاسې ددې حالت سره مخ شوی و، نو څه به يې کول.

ایا ویریدلی به و؟ ایا په شاه شوی به و؟ ایا په ځان به باوري و او خپل کار به يې مخ ته وړی و؟

اوس نو فکر وکړه، او څه چې دې زړه غواړي هماغسې وکړه. دا کار ستاسې منفي فکر او شک له مینځه وړي.

۲ـ له هري کاري ورځې وروسته، خپل کارونه د ۵ دقیقو لپاره تر نظر تیر کړئ.

مخکې له دې چې له دفتر څخه ووځئ او یا هم له خپل کاري میز څخه جګ شئ، په غټو ټکو ولیکئ:

– څه مو نن وکړل؟

ـ څه پاتې شوه، چې باید کړي مو وه؟

ـ ولې پاتې شول؟ دلایل!

د خپل پاتې راتلو لپاره ځان مه ملامتوئ، بلکې د بیا او اغیزمنې هڅې لپاره طرحه جوړه کړئ. دا کار تاسې ته په کارځای کې بریالیتوب درکوي.

۳ـ د کار پر مهال تر ډیره خپل ټول مسیجونه بند ساتئ.

کوښښ وکړئ، چې خپل فیسبوک، یوټوب، او موبایل د کار پر مهال د څو ساعتونو لپاره مسلسل بند کړئ.

ساینسن وايي، چې زموږ دماغ ددې ظرفیت نه لري، چې په یوه وخت کې په ددو کارونو تمرکز وساتي. د پلټنو په اساس، یو عادي او غیري مهم پیغام هم ستاسې د کار ۴۰ سلنه وخت ضایع کولای شي.

موږ تاسې ته د کار د اغیزمنتوب او چټکتیا لپاره له ۲ تر ۴ ساعتونو د هر ډول اخلال کوونکي زنګ، پیغام او کومې بلې الې چې تاسې مصروفوي، د بندولو سپارښتنه کوو.

۴ـ “زه به وګورم، که وکولای شم، نو حتمن!”

ټولو بلنلیکونو، او د درخواست ایمیلونو او شته چانسونو ته د هو او نه ځواب سمدستي مه ورکوئ، بلکې ورته ولیکئ/ووایئ، چې زه به وګورم، که وکولای شم، نو حتمن.

که تاسې یو چاته سمدستي (نه) یا (هو) وکړئ، ممکن وروسته له ارزونې پیښمنانه شئ. نو بهتره خبره داده، چې لومړی ورته ووايي، چې ګنې تاسې په دې اړه فکر کوئ او خپل وخت ته ګورئ. بیا له دې وروسته يې یا رد او یا هم ومنئ.

۵ـ هره ورځ ۵ دقیقې خپلو موخو ته د رسیدو په لارو چارو فکر وکړئ.

کارځای کې مو موخې مشخصي دي، یواځې ۵ دقیقې هره ورځ فکر وکړئ، چې څنګه تاسې خپلو اهدافو ته رسیدلای شئ.

موخې ته د رسیدو ټوله پروسه په ذهن کې تصویر کړئ. ژر پایلې ته ځان مه رسوئ. هڅه وکړه له الف تر یا پورې ټوله پروسه تصویر کړئ.

د اړیکو د غښتلتیا عادتونه:

۱ـ هره ورځ د کور یو غړي، خپلوان او یا دوست سره تماس ونیسئ.

د خلکو سره اړیکي جوړول او پالل کومه اسانه خبره نه ده. تاسې یواځې دفتر کې له خپلو همکارانو سره ګورئ، سره غږیږئ او سره کینئ پاڅئ، دا یواځې کافي نه دي. هڅه وکړئ، چې لږ مخکې لاړ شئ او هر ملګري او خپلوان ته ځان ورسوئ.

دا یواځې یو عادي مدیرت ته ضرورت لري. سره له نن نه يې پلان کړئ، چې هره ورځ به کم تر کمه د یو ملګري او یا خپلوان حال احوال اخلئ.

۲ـ هره اوونۍ د مننې یو لیک ولیکئ.

خپلو ټول هغه ملګرو ته چې تاسې سره په تماس کې دي او یا هم وه، او تاسې ترې ښاد شوي يۍ؛ یو د مننې لیک/ایمیل ورولیږئ.

وروته ولیکئ، چې تاسې غوښته مخامخ ورسره وګورئ، خو ونه توانیده. خپل احساسات، احترامات او لورینې ورته ټولې ولیکئ. په تیر کې يې د مرستې له امله یو ځل بیا مننه وکړئ.

۳ـ له ویده کیدو وړاندې د مننې او هڅونې الفاظ له ځان سره تکرار کړئ.

دا خبره ممکن تاسې ته خندوونکي ښکاره شي، خو مهمه ده. هره شپه له ویده کیدو وړاندې یواځې په څو ټکو او یا هم یوه جمله کې د مننې او هڅونې الفاظ راټول کړئ او خپل نږدې کس ته يې واستوئ. که داسې څوک مو ونه مونده، نو خپل الفاظ، خپله خپل ځان ته ووایئ اوخپله د خپل ځان منندوې شئ. 

۴ـ له ځوابه مخکې فکر کوئ.

هر کله چې هم د چا پوښتنې ته ځواب ورکوئ، لومړی د څو ثانیو لپاره چپ شئ. ښه غوږ ونیسئ. پریږدئ، چې مخاطب کس خپله پوښتنه او نظر په واضح ډول مطرح کړي. کله چې خبره ستاسې ځواب ته راغله، لومړی هم د څو ثانیو لپاره فکر وکړئ، او بیا مو خپل ځواب په پوره حوصله ووایئ.

په دې سره به تاسې دوه ګټې وکړئ: لومړی هم تاسې هغه کس ته ښايۍ، چې تاسې د هغه نظر او خبرو ته اهمیت ورکوئ. دوهم تاسې په خپلو خبرو بیا له سره فکر کوئ او خپل ځواب ته ښایسته الفاظ پیدا کوئ. د لیکنې لیکوال، د ۵ ثانیو ځنډ (PUSE) ځواب سپارښتنه کوي.

۵ـ تفریح کوئ.

ژوند کې هر څه پیښیدلای شي؛ خو مدیرت يې د انسان په سلوک پورې تړلی دی. که تاسې هم غواړئ، چې د ژوند شیبې ښې مدیرت کړئ، له هر حالت کې کم تر کمه ۵ دقیقې بریک (وقفه) کوئ.

دا ۵ دقیقې تاسې قدم ووهئ. یا هم ځان تشناب کې ایسار کړئ. د خونې کړکۍ ته ودریږئ او ورته نور فعالیتونه وکړئ. ذهن مو ارام کړئ او تصمیم ونیسئ.

د چاپیریال اړوند عادتونه:

۱ـ هره ورځ د خپل کور شاو خوا وګرځئ او وګورئ، چې د کور چارچاپیر څنګه دی.

د کور په چهار اطراف ګرځیدل تاسې سره مرسته کوي، چې وګورئ، تاسې د خپل کور ښځلې او کثافات چیرته غورځولي او څومره ګډوډي يې رامینځ ته کړې ده.

تاسې له دې همدې ځایه تخمینولای شئ، چې د فرد په توګه تاسې محیط ته څومره زیان اړولی دی.

کله داسې کیږي، چې که په کوڅه کې یو کس د کوڅې خیال ونه ساتي، ټول يې نه ساتي. باالعکس، که یو که یو کس په ګاونډ کې په لاره سم شي او د خپل کور ښځلې په مناسب ځای کې واچوي، ژر او یا وروسته، د ګاونډ ټول خلک هماغسې کوي.

۲ـ خپلو ګاونډیانو سره اړیکې وپالئ.

که مو کوم ګاونډی ولیده، خوې ترې مه تیریږئ. ورته ودریږئ او جوړ پخیر ورسره وکړئ.

د ګاونډیو سره خوږې اړیکې وپالئ. که دوکان ته روان يې او ځان ته سودا راوړئ، نو له ګاونډې هم وپوښتئ، چې که څه يې ضرورت وي تاسې هسې هم ځئ، چې ورته يې راوړئ.

داسې وړې وړې خبرې ستاسې اړیکې په ګاونډ کې جوړوي.

۳ـ که کومه غټه خریداري کوئ، نو په قرضو يې مه اخلئ، بلکې لومړی قرض وکړئ.

له ټولو مخکې خو غوره خبره داده، چې د خپل څادر سره پښې وغځوئ. خو که بیا هم تاسې اړ يې چې یو څه واخلئ، نو په قرضو يې مه اخلئ، بلکې لومړی ورته پیسې پور کړئ.

په دومره اندازه قرض وکړئ، چې تاسې پوهیږئ، په راتلونکو څو میاشتو کې ادا کولای شئ.

۴ـ بچت (پس انداز) کوئ او خلکو سره مرسته کوئ.

پینځه ډالر هم چې د چا ضرورت وي، ورته ډیرې پیسې دي. هڅه وکړئ، چې هره میاشت یو څه بچت وکړئ او که کوم دوست او خپلوان مو ضرورت ولري، ورسره د وس مطابق مالي مرسته وکړئ.

۵ـ خپل موټر او موټرسایکل په سم ځای کې ودروئ.

که د کور د ننه موټر ودروئ، خو بیغمه يئ. که کوڅه کې موټر ودروئ، نو داسې ځای کې ودروئ، چې نورو خلکو ته مزاحمت ونه کړئ او تاسې هم ډاډمن شۍ، چې موټر مو خوندي ځای کې ولاړ دی.

که د موټرسایکل سره بلدتیا لرئ، د موټر په ځای ډیر کله موټرسایل وچلوئ. دا چاره هم چاپیریال او یا هم ستاسې اقتصاد ته ګټه رسوي.

 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */