سپورټ

پیلیپ سیمونز د افغان ملي لوبډلې روزونکی وټاکل شو

د افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ ملي لوبډلې د لوبغاړو د روزنې په موخه ویسټ انډیزی پیلیپ ویرانټ سیمونز د مشر روزنکي په توګه ګمارلی دی.

افغان کرکټ بورډ د خپلې ټولنیزې شبکې رسمي فیسبوک پاڼې څخه خبر ورکړ، چې ویسټ انډیزی پخوان الراونډر لوبغاړی پیلیپ سیمونز یې د کرکټ ملي لوبډلې د نوي روزونکي په توګه په دنده وګماره.

سیمونز د ویسټ انډیز د کرکټ په ملي لوبډله کې د پیلیز توپ وهونکي او په منځنۍ کچه د تیز توپ اچوونکي رول درلودل دی، چې د ۲۶ ټیسټ، ۱۴۳ پنځوس اوریزه او ۲۰۷ فرسټ کلاس یا څلور ورځینیو لوبو کې یې د توپ وهنه دنده ترسره کړې ده.

نوموړي په ۲۶ ټیسټ لوبیدونک سیالیو کې د یوې سلیزې او ۴ نیمه سلیزو په جوړولو سره ۱۰۰۲ منډې، په ۱۴۳ یو ورځینیو لوبو کې یې د ۵ سلیزو او ۸ نیمه سلیزو په جوړلو ۳۶۷۵ منډې، خو په ۲۰۷ فرسټ کلس سیالیو کې یې د ۲۴ سلیزو او ۶۵ نیمه سلیزو جوړلو سره یې ۱۱۶۸۲ منډې جوړې کړې دي، چې ۲۶۱ یې تر ټولو لوړې منډې حساب شوې دي.

همدا راز نوموړي د خپلې توپ اچونې په برخه کې د ټیسټ او یو رځینیو سیالیو کې ۸۷ ویکټې ترلاسه کړې دي.

د افغانستان کرکټ بورډ له دې وړاندې د انټر کانټینینټل جام سیالیو کې د هانګ کانګ پر وړاندې د ۴ ورځینۍ لوبې لپاره اسټرالوي لوبغاړي ډین جونز سره د کرکټ ملي لوبډلې د روزونې خبره کړې وه، خو له هغې را وروسته بیا دواړه افغان کرکټ بورډ او ډین جونز سره هوکړې ته نه و رسیدلي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په دې وروستیو کې د ایرلینډ لوبډلې د کوربه توب لپاره متحده عربي اماراتو ته سفر درلود، چې د بهرني نړیوال روزونکي په نشتون کې یې ایرلنډ ته د ناسمې رهبرۍ له کبله لوبې وبایللې، خو له هغې را وروسته اوس کرکټ بورډ د زیمبابوې خلاف راتلونکو سیالیو څخه وړاندې ملي لوبډلې ته ویسټ انډیزی روزونکی مشخص کړ، چې لا د وړاندې یې د ملي لوبډلې سره د فزیکل فیټنس یا فزیکي جوړښت په برخه کې دنده ترسره کړې ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی