خواړه روغه سټه

د روژې مبارکې مياشتې پېشلمي ( چرګ بانګي ) لپاره غوره خواړه

ژباړه: محمد عزيز پردېس

که غواړئ د روژې مبارکې مياشتې په اوږدو کې د روژې نيولو سره د هېڅ ډول ستونزې سره مخامخ نشئ، نو غوره ده چې د پېشلمي لپاره برنامه ولرئ او مناسبه خوراک وخورئ.

څېړونکي ټينګار کوي چې بايد په چرګ بانګي کې د مناسبو متنوع خوراکونو څخه ګټه پورته کړئ. لکه، هيډروکربوتونه، فيبرونه او کم چربه پروتينونه.

د انسان بدن کربوهيدراتونه ورو ورو هضموي چې په تدريجي ډول يې د انرژۍ ازادول د ساعتونو لپاره روژه لرونکي سره مرسته کوي.

کربوهيدراتونه په هغه خوراکي توکو کې موندلی شو چې د فيبر درلودونکي وي. د بېلګې په ډول، غله جات او حبوبات.

شيدې او مېوه مو د پېشلمي په برنامه او پلان کې راولئ، تاسو کولی شئ بادام او او بې مالګې پسته د پروتينو د زياتېدو په موخه په چرګ بانګي کې وخورئ.

د سحري يا پېشلمي پر وخت د ډېر غوړلرونکو خوراکونو څخه ډډه وکړئ، په ځانګړي توګه د ګرمو ورځو په اوږدو کې؛ ځکه ډېرغوړ لرونکي خوراکونه په ډېره کچه انرژي او کالري لري، چې د خولو د زياتېدو او په هاضمه سيستم کې د اختلال د رامنځ ته کېدو لامل ګرځي.

په سهارنۍ يا چرګ بانګي کې د پتاشيم لرونکو خوړو څخه ګټه پورته کړئ، ځکه د ورځې په اوږدو کې مو له تږې څخه مخنيوی کوي. کيله، شيدې، خرما، کشمش او کوپره د پتاسيم لرونکې غوره خوراکونه دي.

په پېشلمي کې د ګاز لرونکو مايعاتو څخه ډډه وکړئ، ځکه د هاضمې سيستم د ګډوډۍ لامل کېږي. د هغو پر ځای له اوبو او د مېوې له اوبو څخه ګټه پورته کړئ.

د دې لپاره چې د ورځې په اوږدو کې مو د ولږې او تندې څخه مخنيوی کړی وي، نو اړينه ده چې په پېشلمي کې له مالګې او خوږو ( شيرني جات ) څخه ډډه وکړئ.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی