اقتصاد

پیسې څنګه سپما کړو، څو لارې چې له محتاجۍ مو ساتي

ځينې خلک ټول عمر کار او خواري کوي، خو کله چې له دمه لویږي او یا له دندې تعاعد شي، نو بیا يې دومره سمپا هم نه وي کړي چې خپل پاتې عمر پرې په ارامۍ سره تېر کړي.

ستونزه دا وي چې دا ډول خلک د راتلونکې په اړه ډېر فکر نه کوي او څه چې ګټي همدا نن يې مصرفوي. همدا لامل وي چې راتلونکې کې له اقتصادي او مالي بحران سره مخ کیږي.

د مارک زکر برګ په ګډون د نړۍ شتمن خلک ځينې داسې عادتونه لري چې باید هر کس يې خپل کړي چې د شمتن کیدو خیال لري.

هغوی چې شتمن شوي دي، ډېرو يې په ورځيني ژوند کې همدا عادتونه خپل کړي دي.

دلته درته څو هغه لارې چارې ښایوو چې د سپما کولو او شمتن کیدو په برخه کې درسره مرسته کولی شي.

۱. د لګښتونو کنټرولول

هر وخت چې کوم څېز په ورځيني ژوند کې اخلئ او پیسې پرې ورکوئ، نو تر اخیستلو وړاندې يې د ضرورت پر اړتیا هم فکر وکړئ.

که چېرې تاسو وخت په وخت په ځينو غیرې ضروري شیانو پیسې ورکوئ، نو ښکاره ده چې دا چاره تاسو په مالي لحاظ کمزوي کوي او د سپما مخه مو نیسي.

ځينې خلک عادت لري چې وخت نا وخت په ځينو غیرې ضروري شیانو پیسې ورکړي. دوی ته دا چاره په ښکاره دومره جدي نه ښکاري او فکر کوي چې دومره پیسي نه دي یا يې قیمت دومره ډېر نه دی، خو په حقیقت کې همدا لږې لږې پیسې مصرفول مو د سپما کولو په لار کې خنډ جوړوي.

۲. د سخت وخت له پاره تیاری

هره میاشت د لږو پیسو سپما کولو په خیر تاسو هغه وخت پوهیږئ! چې کله درباندې ناڅاپه کوم سخت او تنګ حالت راشي. یا مو دنده په ناڅاپي ډول پای ته ورسیږي او یا په کوم کار کې تاوان وکړئ.

نو هغوی چې په خپل ژوند کې د شمتنۍ خاوندان دي، لارښونه کوي چې د خپل میاشتني معاش او یا کارو بار نه هر میاشت یوه اندازه پیسې د سخت او ترینګلي حالت له پاره سمپا کړئ.

دا پیسې داسې ځای کې وساتئ! چې درنه په ورځنیو چارو کې مصرف نه شي او هڅه وکړئ چې داسې د هر وړوکي ضرورت له پاره يې راونه خلئ.

۳. خپلې ټولې پیسې یو ځای مه بندوئ

هیڅ کله خپلې ټولې پیسې پر یوه کار یا یو ځای مه بندوئ. که چېرې تاسو پر یو کار خپله ټوله شتمني بنده کړئ او دا کار مو له تاوان سره مخامخ شي نو په داسې وخت کې تاسو خپله ټوله شتمني له لاسه ورکوئ.

نو ښه ده چې خپلې پیسې څو ځای بندې کړئ، که یو کار کې تاوان وکړئ نو هغه بل ځای پیسې به موږ لږ تر لږه خوندي وي. په دې صورت کې به تاسو بیخي نه ګنګال کیږئ.

۴. پیسې مو بندې کړئ

هغوی چې شتمن دي باور لري چې د پیسو ډېرولو یا سپما کولو ښه لاره د پیسو بندول دي. په دې ډول سر نه یوازې دا چې ستاسو شته پیسې خوندي او ساتل کیږي بلکې اضافي ګټه هم کوي.

خو کله چې پیسې بندوئ! نو باید له فکر او غور نه کار واخلئ. کوم کارو بار چې تاسو شروع کوئ یا کوم شی، جنس اخلئ نو ښه ده چې په اړه يې فکر وکړئ، له هغو کسانو سره مشوره وکړئ چې تر تاسو مخکې يې دا کار کړی وي.
۶. د عاید یا ګټې لارې ډېرې کړئ

ځينې خلک چې کله د اقتصادي ستونزو سره مخ کیږی نو هڅه کوي چې خپل معقول ورځني لګښتونه بیخي راکم کړي او په غربت کې ژوند وکړي، چې دا ناسمه لار ده.

د اقتصادي چارو پوهان باور لري، چې د لګښتونو کمولو او غربت کې ژوند کولو پر ځای باید د امدن او ګټې په نویو لارو چارو فکر وشي.

دوی وايي، هڅه وکړئ چې د دندې پر مهال په ځينې نورو داسې لارو چارو فکر وکړئ چې ورسره ستاسو په ورځني، میاشتني او یا کلنې امدن کې زیاتولی راشي.

دا هغه لاره ده چې د اقتصادي پلوه تاسو غښتلي کوي او د یوې لارې پر بندېدو سره تاسو له مالي بحران نه لرې ساتي.

نو انسان باید په خپل ځان کې شته وړتیاوې او صلاحیتونه وپېژني او له هغې نه په ورځيني ژوند کې ګټه پورته کړي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */