ياران
له ژوند سره تړلې خبرې

پوهنتونونو کې ولې محصلانې ستونزې لري او څنګه یې کمولی شو؟

د مهرتاج لیکنه

د هزاره (محصلې) زهرا مړینې کیسه هغه پټ واقعیتونه او رازونه رابرسیره کړل، چې د کلونو کلونو د افغانستان په پوهنتونو کې روان دي او په ځانګړې توګه ښځینه محصلانو د زړه په صندوق کې د « دردمنو خاطرو » په نوم ایښي او د خولې قلف یې ژبې ته پسې اچولی و.

کله چې د زهرا مړینې د رسنیو پاملرنه د پوهنتونو وضعیت په ځانګړې توګه د نجونو سره د استادانو چال چلند ته واړوله؛ خپرونې او راپورونه پرې جوړ شول، نو دې توجه یو لوی کار دا وکړو چې ډېرو؛ په ناویل شویو خبرو اعترافونه وکړل. او په یو شمیر پوهنتونونو کې په ځانګړې توګه د مرکز کابل پوهنتونونو کې یې دې ستونزې ته په پراخه توګه د خلکو پام واړوو.

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په دې لړ کې ګڼ شمیر ښځینه محصلانو د هغو ځورونو په اړه چې دوی ورسره په ټولګیو کې د استادانو او ټولګیوالو له خوا مخ شوي خبرې وکړې، لیکنې یې وکړې او کیسې یې وکړې.

د اوسنیو محصلانو سربیره ان د هغو نجونو غږ هم پورته شو، چې کلونه مخکې فارغې شوې، دوی هم د خپلې محصلۍ د دورې ترخې خاطرې په ځانګړې توګه د ځینو استادانو د ناسم چلن موضوعات اوس راپورته کړل.

له دې ډلې یوه هم د دری ادبیاتو څخه فارغه مېرمن “عادله غزل” وه،چې ورسره د استاد له لورې شوې ځورونې کیسه یې رسنیو سره شریکه کړه .

همدارنګه په استادانو کې هم ټول چوپه خوله پاتې نه شول. د کابل پوهنتون استاد یونس طغیان ساکايي رسنیو ته وویل” په کابل پوهنتون کې دا لومړی ځل نه دی، داسې استادان دلته شته چې د خپلو اولادونه په عمر محصلانو باندې یې تیري وکړل.خو بیا هم د تحذیر پر ځای تقدیر شول او لوړو مقاماتو ته ورسیدل.“

د زهرا له قضیي د کابل پوهنتون محصلانو هم سوء استفاده وکړه، درسونه یې بند، پوهنتون یې د اعتراض په نوم رخصت کړ، له درسونه پاتې او ساعتیریو ته اوزګار شول.

دا په داسې حال کې ده چې ، چې د زهرا یوې ټولګیوالې پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي و:

” کله چې د زهرا حالت ښه نه و او مونږ پوه شو، چې د مږو دوا یې خوړلې ده، نو د مرستې ډېرې سورې مو ووهلي، هېڅوک زمونږ مرستې ته رانغلل، د محصلانو تر څنګ مسولینو هم همدا ویل چې مکر کوي، هېڅ خبره نه ده، تر څو مکر یې په حقیقت بدل او د ټولو سترګې خړي شوې. خو بیا هم ځانونو ته ملامت نه وایي.“

د دې قضیي د څېړنې په برخه کې او په راتلونکې کې د مخنیوي لپاره چارواکو څه وکړل؟

د دې سوال ځواب زما په شمول له هېڅ چا سره نشته!!

خو د پوهنتوني ځورونې له کبله د زهرا مړینه نه لومړنۍ پېښه ده او نه یې راتلونکې کې احتمال ردیدلی شي.

پوښتنه داده چې څه کول په کار دي څو راتلونکې کې داسې پېښې رامنځ ته نه شي؟

دوه کاره ممکن دي..

لومړی: د استادانو په وړاندې د محصلانو جرات

کله چې یو محصل خپل درس په سمه توګه وایي، خواري کوي، په ځان باور لري، هغه د دې وړتیا هم لري چې که استاد کمې نمرې ورکړي یا یې وځوروې؛ نو د خپل حق لپاره غږ پورته کولی شي. خپله پرچه پرې راوباسې او عریضه (شکایت) ترې وکړي.

خو دا هغه مهال ممکنه ده چې محصل استاد ته د خپلې کمزورۍ ټکي نه وي ښودلي څو یې پرې سبا وځوروي او یا ناوړه استفاده ترې وکړي.

دویم: د محصلانو د شکایتونو لپاره ځانګړې کمیټې

هر پوهنتون په عمومي توګه د پوهنتون دننه هر پوهنځی باید د شکایتونو یوه خپلواکه او بیله کمیټه ولري، تر څو محصلان په ازادانه توګه او ډاډه زړه وکولی شي خپلې ستونزې او مشکلات ورسره شریک او هغوی پرې عاجل او بې طرفه غور وکړي.

ګټی یې دا دي چې؛ یو خو به محصل دا ویره نه لري، چې استاد یا بل څوک به راباندې خبر شي، چې شکایت مې کړی دی، بیا به مې استاد ناکام کړي، نمبرې به رانه کمې کړي، له پوهنتونه به مې وشړي او یا…..بلکې په ډاډه او زړوره توګه به خپل حق غواړي، شکایت به کوي او چوب به نه پاتې کیږي.

دویمه ګټه یې دا ده چې: استادان او چارواکي به هم له دې کبله چې په یو ډول څارل کیږي او ترې د شکایت کولو یوه مرجع شته، په خپل چلن کې پام او احتیاط کوي.

د شکایتونو د خپلواکو کمیټو په موجودیت کې به دوی پوهیږي چې هر وخت د دې امکان شته، چې یو څوک راڅخه شکایت وکړي او عزت، وقار او وظیفه مو د سوال لاندې راشي.

دا په هغه وخت کې چې د قانون حاکمیت او اداري فساد موجود نه وي.

تبصرې
Loading...