کلتور او هنر

پوجا بهټ؛ د سړک۲ فلم، مشوره سنجي دت راکړې

د هندۍ سینما نامتو فلمي ستورې او د اوس وخت تکړه فلم جوړونکې پوجا بهټ وایي چې د (سړک) فلم د راتلوونکي برخه د جوړېدو هيله ورڅخه د بالیوډ مشهور هېرو
سنجي دت کړې ده.

پوجا بټ وایي نشي کولی د سنجي دت خبره ځمکې ته وغورځوي او غواړي چې د سړک فلم راتلوونکي برخه یا جوړه کړي.

سړک یو هندۍ سینما پخوانی فلم دی چې په کال ۱۹۹۱ ميلادي کې جوړ شوی و او زیات لیدونکي یې هماغه وخت لرل.

په دغه فلم کې پوجا بهټ خپله کار کړی و، خو اوس د همدغه فلم (سړک) د دویمې فلم یا دویمي برخې د جوړولو نیت لري.

هندۍ رسنۍ وایي چې نوموړي د دغه فلم په تړاوو ویلي فلم به د حقیقت پر بنیاد جوړیږي او حقیقي شکل به ولري او ویلي یې دي چې دا ټول د سنجي دت له امله دي.

پوجا بهټ زیاته کړې، سنجي دت یوازینی شخص دی چې ورته یې ویلي؛ ولې د سړک فلم بله برخه جوړه نه کړو؟

بهټ زیاتوي؛ د سنجي دت وړاندیز یې د خپل پلار مهیش بهټ او تره مکیش بهټ سره شریک کړ، خو په خبره یې چې زیاتو خبرو وروسته یې ورته مثبت ځواب ورکړی.

د دغه فلم پروډکشن ډلې د فلم د ریلیز کېدو نېټه اعلان کړې، خو زیاته معلومات یې نه دي ورکړي.

د دغه ډلې د ترن ادراش په نوم یو تن په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د سړک دویم فلم به د را روان ۲۰۱۹ ميلادي کال د نومبر په ۱۵ د سینما په پردو روښانه شي، تران زیاته کړې چې نور معلومات به وروسته خپاره کړي، خو لیکلي یې دي چې دا فلم د مهیش بهټ، مکیش بهټ فلم ټولنه یې د ویشیش فلم سره یوځای وړاندې کوي.

په ۱۹۹۱ کال کې د مهیش بهټ په لارښوونه جوړ شوی سړک فلم د مینې او جنګ یوه کیسه ده، په دغه فلم کې سنجي دت او بوجا بهټ مرکزي رول لوبولی دی خو د (سړک۲) فلم به راتلونکی کال نومبر میاشت کې د سینما پردې ښکلي کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی