سپورټ

په «IPL» سیالیو کې سبا افغان لوبغاړي یو د بل پر وړاندې لوبیږي !

د هندوستان د کورني کرکټ مشهوره «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې یولسم پړاو لوبو کې سبا د کینګز ایلیون پنجاب او سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې سره مخامخ کیږي.

د کرکټ نړۍ دا مشهوره تجارتي سیالۍ، چې بې شمیره مینه وال لري، پکې د کرکټ له ډګره پیاوړي لوبغاړي د لوبیدوپه موخه راټولیږي او د لکونو ډالرو په بدل کې د بېلابیلو لوبډلو لپاره لوبیږي.

د یولسم پړاو لوبو په لړ کې د سنرایزرز حیدر اباد او کینګز ایلیون پنجاب هغه لوبډلې دي، چې پکې افغان لوبغاړي هم شته.

محمد نبي عیسی خیل او راشد خان د دویم ځل لپاره د سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې لخوا او ځوان مجیب ځدران د لمړي ځل لپاره د کینګز ایلیون پنجاب لوبډلې لخوا نه غوره شوي دي.

په دغه سیالیو کې تر دې مهاله مجیب ځدران د پنجاب لوبډلې او راشد خان د حیدر اباد لوبډلې لخوا په ۳ ترسره شویو لوبو کې لوبیدلي دي، خو محمد نبي عیسی خیل ته بیا لا تر دې مهاله د لوبیدو موقع نه ده ورکړل شوې.

مجیب ځدران وروسته له هغې په دغه لیګ کې د مبصرینو او مینه والو زیات پام د ځان پر لور کړ، چې د بنګلور لوبډلې خلاف یې توپ اچونې ته په راتګ سره د هندۍ لوبډلې اوسنی کپتان ویرات کوهلي په ګوګلي بال ترسره کولو سره د میدان څخه رخصت کړ.

د سبا ورځ په سیالي کې به دواړه د حیدر اباد او پنجاب لوبډلې سره مخامخ شي، چې پکې د افغان لوبغاړو یو د بل پر وړاندې لوبیدو ته زرګونه د کرکټ افغان مینه وال په تمه ده.

د دواړو لوبډلو ترمنځ سیالي به د افغانستان پر وخت د ماښام په ۷ بجو سره پیل شې او ښآیي دریم افغان لوبغاړي محمد نبي عیسی خیل ته پکې هم د لوبیدو موقع ورکړل شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی