سپورټ مخکښان

په IPL کې د ریکارډ جوړولو مخکښ توپوهونکي

د کرکټ په نړۍ کې مشهوره تجارتي لیګونه، چې ډیر زیات مینه وال او هره لوبه یې بې شمیره نندار چیان لري، یو یې هم د هندوستان د کروني کرکټ مهوره تجارتي لیګ (اي پي ایل) سیالۍ دي.

د کرکټ سیالیو دا لیګ په ۲۰۰۸ م کال کې پیل شوی دی، چې تر دې مهاله یې ۱۰ پړاونه ترسره شوي دي او د یولسم پړاو لوبې یې هم روانې دي.

په دغه لیګ سیالیو کې یو شمیر کورني او بهرني لوبغاړي، چې په عمومي ډول سره په یو ریکارډ جوړلو کې په لمړي سر کې  دي یا مخکښ دي، په لاندې ډول دي.

 ۱ – سریش راینا:

په دې لیګ کې هندی لوبغاړی سریش راینا د هغه توپ وهونکو په سر کې شامل دی، چې تر ټولو ډیرې منډې یې جوړې کړې دي.

سریش راینا په ۱۶۳ سیالیو کې لوبیدلی دی، ۴۵۵۸ منډې یې جوړې کړې، چې پکې یوه سلیزه او ۳۱ نیمه سلیزې شاملې دي. د ده په توپ وهنه کې ۴۰۲ څلوریزې او ۱۷۶ شپږیزې هم شاملې دي.

۲ – کریس ګیل

د کرکټ په ډګر کې بهرنیو لوبغاړو هم دې لیګ ته یوه ځانګړې ښکلا ورکړې ده، چې له ډلې یې یو هم ویسټ انډیزی کریس ګیل دی، چې په دغه لیګ سیالیو کې د بېلابېلو لوبدلو لخوا لوبیدلی دی.

کریس ګیل بیا هغه لوبغاړی دی، چې په دغه سیالیو کې یې تر ټولو نورو توپ وهونکو ځانته د شپږیزو د پاچا لقب خپل کړی دی. نوموړی د دغه لیګ په ۱۰۱ لوبو کې لوبیدلی دی، چې پکې یې ۲۶۵ شپږیزې وهلې دي، او لړي مقام کې ځای لری.

له بل خوا کریس ګیل هغه لوبغاړی دی، چې به دغه لیګ کې یې تر ټولو ډیرې ۱۷۵ منډې په یوه سیالۍ کې کړې دي، چې بل کوم لوبغاړي تر اوسه نه دي کړې او هم یې ۵ سلیزې وهلې دي.

 ۳ – ګاتم ګمبیر

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې پیلیز لوبغاړی ګاتم ګمبیر په دغه لیګ کې د شپږیزو وروسته په ډیرو څلوریزو وهلو کې لمړی مقام خپل کړی دی.

ګاتم کمبیر په ۱۴۹ لوبو کې لوبیدلی دی او پکې یې ۴۸۸ څلوریزې وهلي دي، چې د نورو لوبغاړو څخه وړاندې په لمړي مقام کې ځای لري.

همدا راز په دغه سیالیو کې په ډیرو ویکټو ترلاسه کولو کې سریلنکايي لاسیت ملیګنګا لمړی مقام لري، چې ۱۵۴ لوبغاړي یې سوځولي دي.

د بهترینه بالینګ یا توپ اچونه کې پاکستان سهیل تنویر د ۱۴ منډو په ورکړې سره د ۶ لوبغاړو په سوځیدو په لمړي ځای کې قرار لري او د اقتصادي توپ اچونې له نګاه افغان لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل په لمړي مقام کې خای لري.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی