روغه سټه

په ۷ ورځو کې مو د مخ ګونځې ختمې کړئ

لیکنه: مریم محمدي

ژباړه: مریم محمدي

د ځوان، تازه او ښکلي پوستکي لرلو لپاره نن درسره یوه بله لاره چاره شریکوو:

د مخ پوستکی چې د بیلابیلو علتونو له امله ګونځي کیږي، د انسان په روحیه او د ښکلا په له منځه وړلو کې بده اغیزه لري.

مخ ګونځي عموماً په زړښت کې پیداکیږي، خو ځیني وختونه کیدای شي دا ګونځي تر زړښت مخکې هم پیدا شي.

لکه څنګه چې عمر لوړیږي، همداسې د مخ پوستکی نازکه کیږي، د مخ غوړ له منځه ځي، پوستکی وچیږي، چې په پایله کې ډيرې په اسانۍ سره مخ کې ګونځي پیدا کیږي.

که غواړئ چې په مخ کې مو ګونځې زر پیدا نشي، د ورځې ۸ ګیلاسه اوبه وڅښئ، کوښښ وکړئ له لمر نه ځان وساتئ، همدارګه له سګرټ څکولو ډډه وکړئ. له ۸-۶ ساعتو پورې په شپه او ورځ کې خوب وکړئ، همدارنګه په ورځني ژوند کې ستړیا او دماغي فشار ستاسو دغو ګونځو ته پراختیا ورکوي، هڅه وکړئ له اندیښنو ځان وژغورئ، او ځان خوشاله وساتئ.

که چیرې د مخ پوستکی مو ګونځې لري، یاهم غواړئ چې په راتلونکي کې ګونځې نه شي، نو له دې طبیعي موادو جوړ شوي ماسک نه استفاده وکړئ.

– د اړتیا وړ مواد
۰ څلور قاشوغه واسلین
۰ دوه قاشوغه شات
۰دوه دانې د چرګې هګۍ زیړ
۰ درې قاشوغه د زیتون غوړي
۰دوه قاشوغه د لیمو اوبه

– د جوړولو طریقه
لمړی واسلین Vasselin د حرارت په وسیله اوبه یاو ویلي کړئ، وروسته شات، لیمو، د زیتونو تیل، د هګۍ زیړ ورسره یو ځای کړئ، بیا د نیم ساعت لپاره په مخ وموښئ، په تړمو اوبو وینځئ، دا کار یوه اونۍ یا ۷ ورځې تکرار کړئ، د مخ ګونځي مو به له منځه تللي وي، پوستکی به مو سپین او ښکلی وي.

ډاکتران وایي، که په دوامداره ډول تر هغو دا کار وکړئ، نو ډاډه اوسئ چې پدې کار سره به ان د خپل عمر د لسو کلونو پخواني حالت ته واوړئ او ځوان به ښکاره شئ.

یادونه: پاتې مواد د یوې اونۍ لپاره د لمر له وړانګو لرې وساتئ دا طبیعي مواد هیڅ ډول زیان نه لري.

منبع: داکتر جلدی و زیبایی

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم محمدي